• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د کور په کور واکسیناسیون نشتوالی د ګوزڼ ویروس د خپرېدو لامل شوی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان د ګوزڼ ناروغۍ د بېړني وضعیت کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان لاهم د ګوزڼ ویروس د انتقال له اصلي مرکزونو شمېرل کېږي او کور په کور د واکسیناسیون نشتوالي د ګوزڼ د له‌منځه وړلو هڅې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶کال کې تراوسه په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۲۵کال کې ۲۱ ښودل شوی و. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې او چاپېریالي بېلګې تر ډېره د هېواد په سوېل او ختیځو سیمو کې ثبت شوې دي.
راپور څرګندوي، چې د ۲۰۲۵کال له اکتوبر راهیسې په افغانستان کې کور په کور د واکسین کمپاینونه نه‌دي ترسره شوي او پر ځای یې د «سایټ په سایټ» یا ټاکلو مرکزونو له لارې د ماشومانو د واکسیناسیون تګلاره عملي شوې ده.
د یادې کمېټې په وینا، د کور په کور کمپاینونو نشتوالي او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو محدود حضور، په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېلي سیمو کې د دې لامل شوی چې ډېری ماشومان واکسین ته لاسرسی ونه لري.
راپور زیاتوي: «سایټ په سایټ کمپاینونه نه‌دي توانېدلي، چې د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره د پوښښ اړینه او دوامداره کچه رامنځته کړي، په ځانګړي ډول په سوېلي افغانستان کې».
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د افغانستان سوېلي سیمه لاهم د ګوزڼ ویروس د انتقال تر ټولو اندېښمنوونکې سیمه ده، چېرې چې د ویروس د پټې او دوامداره خپرېدو شواهد موندل شوي دي.
راپور همداراز یادونه کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګوزڼ ویروس د انتقال ګواښ لاهم شته او دواړه هېوادونه د پولیو د له‌منځه وړلو له پلوه یو ګډ اپیډیمولوژیک بلاک بلل کېږي.
د سازمان په وینا، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تر تړل کېدو وروسته د پولیو د بېلګو لېږد ځنډېدلی و؛ خو د ۲۰۲۶کال له جنورۍ راهیسې دغه بهیر له هوايي لارو بېرته پیل شوی دی.
راپور کې ویل شوي، چې له پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو او نورو وګړو دوامداره تګ‌راتګ هم د پولیو د پولې هاخوا انتقال ګواښ زیاتوي. د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو بېړنۍ کمېټې ټینګار کړی، چې افغانستان باید د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره د څار، واکسین کمپاینونو او د ماشومانو د پوښښ د پراختیا هڅې زیاتې کړي.
یادې کمېټې له طالبانو غوښتي، چې د امکان په صورت کې بېرته د کور په کور واکسیناسیون ته لاره هواره کړي؛ ځکه دغه تګلاره د ګوزڼ د بشپړ له‌منځه وړلو لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ګڼل کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپلې وروستۍ ارزونه کې ویلي، چې د ګوزڼ د خپرېدو ګواښ لاهم د نړۍوالې عامې روغتیا بېړنی حالت بلل کېږي او له همدې امله یې د پولیو اړوند لنډمهاله نړۍوالې سپارښتنې د نورو درېیو میاشتو لپاره غځولې دي.

ډېر لیدل شوي

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه
۱

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۳

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۴

لانګ وار ژورنال: طالبان د مخالفینو پر وړاندې په شمالي افغانستان کې د فشار ساتلو توان لري

۵

په بامیان کې د طالبانو پخوانی والي: د بودا مجسمې مې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې

•
•
•

نور خبرونه

افغان کورنۍ له لوږې د ځان ژغورلو لپاره له بېلابېلو لارو هڅه کوي

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د څېړونکو شبکې د تازه راپور له مخې، افغان کورنۍ له اقتصادي ځوړ، د دندو له لاسه ورکولو او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له بې‌وسۍ وروسته له لوږې څخه د ځان ژغورلو او د ژوند د دوام لپاره بېړنیو او له ناچارۍ ډکو بېلابېلو لارو ته مخه کړې ده.

په دغه راپور کې راغلي، روایتونه ښيي د طالبانو هغه سیاستونه چې د ښځو زده‌کړو او کار ته یې لاسرسی په جدي ډول محدود کړی؛ د هغوی د عاید ډېرې لارې یې له‌منځه وړې دي. راپور زیاتوي، د هغه کورنیو لپاره چې نارینه سرپرست نه‌لري وضعیت ډېر نهیلي کوونکی دی.

دغه راپور چې له کړکېچ ځپلو افغانانو سره د باوري مرکو پر بنسټ چمتو شوی ښيي، چې کورنۍ په لومړي سر کې د دې لپاره چې د خوړو دسترخوان یې تش نه‌شي، خپلې سپماوې مصرفوي، شته شتمني پلوري، پور اخلي او غیررسمي کارونو ته مخه کوي.

خو کله چې کړکېچ دوام ومومي او بې‌وزلي لا ژوره شي، دغه لارې ډېر ژر خپل اغېز له لاسه ورکوي او کورنۍ اړ اېستل کېږي چې سختې او نه جبرانېدونکې پرېکړې وکړي. د مالي فشار کمښت لپاره له لومړنیو عامو لارو څخه یوه دا ده، چې ماشومان له ښوونځیو وباسي او په سختو او لږو عاید لرونکو کارونو کې یې شامل کړي.

هلکان د سړکونو پر سر د توکو پلورلو، بټیو او کارخانو کې کار کولو ته استول کېږي. کم‌عمره نجونې هم په کورونو کې په کورني کار، ګلدوزۍ او ګنډلو بوختېږي او یا د نورو خلکو په کورونو کې د خدمتکارو په توګه کار کوي؛ څو لږ عاید ترلاسه او د ډوډۍ او ساده وریجو د پېرلو لپاره ترې ګټه واخلي.

د کار لپاره ایران ته په قاچاقي او له ګواښه ډکو لارو د تنکیو هلکانو استول او له هغه ځایه د کورنۍ لپاره د پیسو لېږل، د کور کرایې او خوراکي توکو د برابرولو له مهمو لارو څخه بلل شوي دي. خو د نیول کېدو او په جبري ډول د اېستلو لوړ ګواښ دغه عایداتي سرچینه ډېره نازکه کړې ده.

په راپور کې همداراز راغلي، چې په ځینو سیمو کې کورنۍ خپل هلکان لیلیه لرونکو مدرسو ته استوي؛ څو لږ تر لږه هغوی ته سرپناه او هره ورځ خواړه برابر شي او په دې توګه د کورنۍ له دسترخوانه یو کس کم شي.

په تر ټولو سختو او دردناکه پړاوونو په ځانګړي ډول په هغو کورنیو کې چې نارینه سرپرست نه‌لري یا یې مشري کونډې ښځې کوي اقتصادي ستونزې کورنۍ داسې اندېښمنوونکو او ناوړه پرېکړو ته اړ کوي، چې کم‌عمره نجونې د پورونو د ادا کولو او خوراکي توکو د پېرلو لپاره د «ولور» په بدل کې واده کړي.

د راپور له مخې، په تر ټولو سختو حالاتو کې چې کورنۍ له مطلقې لوږې او بې‌عایدۍ سره مخ وي داسې موارد هم ثبت شوي، چې مېندې د خپلو نورو ماشومانو د ژغورلو لپاره اړې شوې چې نوي زېږېدلي ماشومان یا کم‌عمره اولادونه نورو کورنیو ته وسپاري یا یې په لږو پیسو وپلوري.

راپور ټینګار کوي، چې دغه ډول پرېکړې د دې له امله رامنځته کېږي چې د کورنیو ټولې مرستندویه شبکې کمزورې شوې او د ژوندي پاتې کېدو لپاره نورې بدیلې لارې نه‌دي پاتې.

افغان مېرمنې: له طالبانو سره تعامل باید د ښځو د حقونو د هېرېدو په بیه نه‌وي

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت د هالنډ په امسټرډام ښار کې یوشمېر افغان مېرمنو او د هغوی ملاتړو د اعتراض پرمهال خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره نړۍوال تعامل باید د افغان ښځو د حقونو د قرباني کېدو لامل نه‌شي.

د راپور له مخې، معترضانو د دیم څلورلارې په میدان کې د نجونو د تړلو ښوونځیو په اعتراض کې تش ښوونځي مېزونه او څوکۍ اېښې وې او د نجونو د زده‌کړو د حق غوښتنه یې کوله.
د بشري حقونو فعالې سحر شېرزاد د اعتراض کوونکو په منځ کې ویلي: «موږ غواړو نړۍوالو ته دا په روښانه کړو، چې افغان ښځې لاهم مبارزه کوي او هېرې شوې نه‌دي». د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نړۍوالو بندیزونو، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او د مرستو کمښت د یادې دلې پر ادارې د فشار راوستلو موخه لرله؛ خو دغه اقداماتو د هېواد اقتصادي ستونزې هم زیاتې کړې دي.
دي نیوهیومنټرین په راپور کې راغلي، چې اروپايي ټولنه له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کوي. که څه هم اروپايي ټولنه وايي، چې دا تخنیکي خبرې دي او د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه‌لري؛ خو یو شمېر افغان ښځې اندېښنه لري چې دا به د طالبانو د حکومت عادي کېدو لامل شي.
ملکه عظیمي چې د اعتراض له تنظیموونکو څخه وه ویلي، له طالبانو سره اړیکه باید د بشري حقونو د اصولو د کمزوري کېدو لامل نه‌شي. هغې ویلي: «زه پوهېږم چې هر هېواد خپلې ګټې لري؛ خو پوښتنه دا ده چې د عملي تعامل او خپلو ارزښتونو د قرباني کولو ترمنځ کرښه کومه ده؟»
۱۹ کلنې کابل مېشتې زده‌کوونکې سعدیه طیب سادات ویلي، چې د نړۍ پام په وروستیو کلونو کې تر ډېره د کډوالۍ، امنیت او ډیپلوماتیکو اړیکو پر موضوعاتو متمرکز شوی؛ خو د افغان ښځو ستونزې کمې یادېږي.
هغې ویلي: «ډېرې افغانې ښځې اوس داسې احساس کوي، چې هېرې شوې دي. کله چې د نړۍ پام کم شو، زموږ ستونزې پای ته ونه رسېدې خو اورېدونکي یې کم شول». سادات ټینګار کړی، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړو له موضوع سره مل وي.
د ښځو د حقونو فعاله حماسه چې تر ۲۰۲۵کال پورې په افغانستان کې اوسېده وایي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د نجونو لپاره په خپل کور کې ښوونیز مرکز جوړ کړی و؛ خو وروسته د امنیتي ستونزو او ګواښونو له امله یې افغانستان پرېښود. هغې پر اروپايي هېوادونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ښځو د حقونو دفاع باید یوازې د اروپايي ښځو لپاره نه وي.
په راپور کې د ۱۶ کلنې فرانسې مېشتې مریم احمدي خبرې هم راغلې دي. نوموړې ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله افغانستان پرېښود.
هغې ویلي: «ځینې وخت داسې احساس کوم، چې نړۍ د افغان ښځو له درد او کړاو سره عادت شوې ده». هغې له اروپايي سیاست‌والو غوښتي، چې له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې د افغان ښځو غږ او حقونه له پامه و نه غورځوي.
یوې هالنډۍ فعالې پېترا هوګرورف هم ویلي، چې د بشري مرستو او عملي اړتیاوو لپاره له طالبانو سره محدود تماس ممکن اړین وي؛ خو دا باید د حکومت د عادي کېدو او مشروعیت ورکولو معنا ونه لري.
هغې ټینګار کړی، چې «د افغان ښځو حقونه باید د اروپا د کډوالۍ سیاست قرباني نه‌شي».

د مدني ازادیو د څار نړۍواله شبکه: د طالبانو په واکمنۍ کې مدني فضا سخته محدوده شوې

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
100%

د مدني ازادیو د څار نړۍوالې شبکې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم په افغانستان کې مدني فضا «تړلې» پاتې ده او خبریالان، مدني فعالان، د ښځو د حقونو مدافعان او پر طالبانو نیوکه کوونکي له نیولو، ګواښونو او محدودیتونو سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، طالبانو د ۲۰۲۱کال له اګست میاشتې راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه لګولي او د مدني فعالیتونو لپاره شته فضا یې سخته محدوده کړې ده. د بشري حقونو څار سازمان د ارزونې له مخې، افغانستان د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې د بشري حقونو له تر ټولو سخت ناورین سره مخ دی؛ په ځانګړي ډول ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي.
د راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې خبریالان، مدني فعالان او هغه کسان چې پر طالبانو نیوکې کوي له خپل‌سرو نیونو، زنداني کېدو، ګواښونو او شکنجې سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د اپرېل او جون میاشتې ترمنځ موده کې ۳۸۹ د خپل‌سرو نیونو او زنداني کېدو پېښې او ۶۵ د ناوړه چلند پېښې ثبت شوې دي.
راپور کاږي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت چارواکي د دغه ډېرو پېښو مسوول بلل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د مدني فعالیتونو ترڅنګ فرهنګي او ښوونیز فعالان هم تر فشار لاندې دي.
په راپور کې د بدخشان د ازبک فرهنګي فعال مسعود تیمور او د خوست د ټولنیز فعال احسان سعادت د نیونې یادونه هم شوې ده. همداراز ویل شوي، د دایکنډي یوه ښځینه ښوونیزه مسووله طیبه حافظي وروسته له هغې ونیول شوه چې د طالبانو له‌خوا د ځیرکو موبایلونو د محدودیتونو پرمهال یې د خپل موبایل له سپارلو ډډه کړې وه.
راپور د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیز بنسټ د شپږو کارکوونکو د ورکېدو موضوع هم مطرح کړې او وايي، چې دغه کسان د جولای په میاشت کې کابل کې نیول شوي او تراوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.
د راپور له مخې، د بیان ازادي هم تر سخت فشار لاندې راغلې. د مدني ازاديو څار نړۍواله شبکه وايي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې د ځیرکو موبایلونو پر کارولو نوي محدودیتونه لګولي او په ډېرو ولایتونو کې دولتي کارکوونکي او د یادې ډلې امنیتي ځواکونه د دغه وسایلو له کارولو منع شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د دغه محدودیتونو له امله خبریالانو ته د حکومتي معلوماتو ترلاسه کول لا ستونزمن شوي دي. راپور زیاتوي، چې په هېواد کې رسنۍ د زندان، ګواښ، اقتصادي فشارونو او مستقیم سانسور تر سیوري لاندې فعالیت کوي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په وروستي راپور کې د افغانستان د رسنیو سکتور «له پراخ ناورین» سره مخ بللی دی. د راپور له مخې، پر خبریالانو د ښځو د غږ له خپرولو، د اقتصادي ستونزو په اړه د راپور ورکولو او د امنیتي پېښو د پوښښ په اړه محدودیتونه لګول شوي دي.
د مدني ازاديو څار سازمان وايي، یوازې په وروستیو میاشتو کې یوشمېر خبریالان په کابل، ننګرهار، بدخشان او نورو ولایتونو کې نیول شوي دي. په راپور کې د طلوع نیوز خبریال ناظم قاسمي، د پېګرد خبري اژانس مشر جاوېد نیازی او د یوشمېر نورو خبریالانو د نیولو پېښې هم یادې شوې دي.
راپور همداراز د هرات وروستیو اعتراضونو ته هم اشاره کوي او وايي، چې طالبانو د اعتراضونو پرمهال له وسلې کار اخیستی، اعتراض کوونکي یې نیولي او وروسته یې د خلکو ټیلیفونونه پلټلي دي.
د راپور په وینا، د ښځو اعتراضي خوځښتونه لاهم فعالیت کوي خو ډېری اعتراضونه د امنیتي ګواښونو له امله د کور دننه او یا په پټه ترسره کېږي. یاد سازمان په راپور کې زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته په افغانستان کې د مدني فعالیتونو، رسنیو او بشري حقونو وضعیت لاهم د جدي اندېښنې وړ دی او د ازاده مدني فعالیتونو لپاره شته فضا ورځ تر بلې تنګېږي.

د منځنۍ اسیا شنونکی: په بدخشان کې بې‌ثباتي د تاجکستان او ازبکستان لپاره احتمالي ګواښ دی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱
100%

د منځنۍ اسیا د چارو یو تجربه‌کار شنونکی وایي، په بدخشان کې د وسله‌والو نښتو زیاتېدو د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې نوې امنیتي اندېښنې راولاړې کړې دي. تاجکستان چې له بدخشان سره اوږده پوله لري، لا له وړاندې د افغانستان له لوري د محدودې ناامنۍ د ور اوښتو شاهد پاتې شوی دی.

رابرټ کاټلر په یوه څېړنیزه لیکنه کې ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ناامنۍ زیاتېدل کولای شي په افغانستان کې د ازبکستان سوداګریزې او ټرانزیټي پروژې له ګواښ سره مخ کړي.

دغه کاناډایي څېړونکی چې له درېیو لسیزو ډېره موده یې د منځنۍ اسیا په اړه څېړنه او سلا مشورې کړې دي، د سې‌شنبې په ورځ د «ټایمز اف سنټرل ایشیا» پر وېبپاڼه لیکلي چې په بدخشان کې د طالبانو او د جمعه‌خان فاتح اړوندو ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې، که څه هم د فاتح په تسلیمېدو پای ته ورسېدې، خو د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو نښه ده.

د هغه په وینا، د ۱۴۰۴ کال له جدي څخه د ۱۴۰۵ کال تر اسد پورې په بدخشان کې د طالبانو مخالفو وسله‌والو ډلو پورې اړوند ۲۲ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې یوازې څلور ورته پېښې ثبت شوې وې.

په بدخشان کې د طالبانو او د جمعه‌خان فاتح د ځواکونو نښته

د طالبانو او د جمعه‌خان فاتح د ځواکونو ترمنځ نښته د اسد میاشتې په ۲۰مه د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې پیل شوه.

د دې نښتې د پیل لامل د طالبانو هڅه وه چې د فاتح له ځواکونو څخه پوځي تجهیزات او موټرونه ترلاسه کړي.

خو د سیمې د ځواکونو د بې‌وسلې کولو، د طالبانو د سیمه‌ییزو قوماندانانو د واک د کچې او د سرو زرو د کانونو د کنټرول پر سر اختلافونه له ډېرې مودې راهیسې موجود وو.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر اختلافونو څو ځله د سیمه‌ییزو قوماندانانو او طالب ځواکونو ترمنځ د نښتو لامل شوي دي.

جمعه‌خان فاتح د نږدې یوې اوونۍ له نښتو وروسته د اسد میاشتې په ۲۶مه طالبانو ته تسلیم شو.

څو ورځې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د هغه دوسیه د محاکمې لپاره چمتو کېږي.

د نښتو له امله تاجکستان ته د ور اوښتو اندېښنه

د نسي ولسوالۍ د تاجکستان له درواز ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

د زمري میاشتې په ۲۲مه له افغانستان څخه د پولې هغې غاړې ته د ډزو له امله یوه ۲۱ کلنه ښځه په خپل کور کې ووژل شوه او د استوګنې یو شمېر کورونه هم زیانمن شول.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې پېښې وروسته د طالبانو ادارې ته رسمي اعتراضي یادښت واستاوه او له هغې یې وغوښتل چې د دغه هېواد پولې ته درناوی وکړي او د ورته پېښو د بیا تکرار مخه ونیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د دې ښځې وژل کېدل تایید او خواشیني څرګنده کړه، خو د پېښې مسؤولیت یې هغو کسانو ته منسوب کړ چې د دوی په وینا «ګډوډوونکي او فرصت‌طلب عناصر» وو.

کاټلر لیکلي چې دا پېښه په دې معنا نه ده چې نښتې به په دوامداره توګه د تاجکستان خاورې ته وغځېږي، خو څرګنده یې کړه چې له بدخشان څخه د تاوتریخوالي د ور اوښتو خطر نور یوازې یوه فرضي اندېښنه نه ده.

هغه همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه راپور ته اشاره کړې چې په شمالي افغانستان، په ځانګړې توګه بدخشان، کې د داعش خراسان د فعالیتونو په اړه دی.

د دغه راپور له مخې، تاجکستان او ازبکستان د دې احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې داعش خراسان په سیمه کې پټې حجرې جوړې کړي او د دواړو هېوادونو اتباع یې د دې ډلې په لیکو کې شامل شوي وي.

د ازبکستان لپاره اقتصادي ګواښ تر امنیتي ګواښ ډېر دی

ازبکستان تر اوسه په مستقیم ډول د بدخشان له نښتو نه دی زیانمن شوی او داسې کوم راپور هم نه دی خپور شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، ګمرکي چارې، اورګاډي تګ راتګ یا د برېښنا صادرات ګډوډ شوي وي.

خو په شمالي افغانستان کې د ناامنۍ پراخېدل کولای شي د تاشکند اقتصادي او ټرانزیټي ګټې له ګواښ سره مخ کړي.

افغانستان د ازبکستان لپاره د صادراتو درېیم لوی بازار دی. د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان صادرات ۸۱۷.۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي وو.

په همدې موده کې افغانستان د ازبکستان پنځم لوی سوداګریز شریک و.

په افغانستان کې د ازبکستان له مهمو سوداګریزو ګټو څخه یوه د حیرتان ـ مزارشریف اورګاډي پټلۍ ده چې د دغه هېواد پوله د بلخ له سوداګریز مرکز سره نښلوي.

په روان کال کې هم په دې پټلۍ کې پانګونه روانه ده.

د حمل په میاشت کې په نایب‌اباد کې د بار وړلو د ظرفیت د لوړولو او د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره د زر مترو په اوږدوالي یوه فرعي پټلۍ بشپړه شوه.

تر اوسه داسې کومه نښه نه لیدل کېږي چې په بدخشان کې ناامنۍ د حیرتان ـ مزارشریف پر اورګاډي پټلۍ اغېز کړی وي.

خو افغانستان د شمال له لارې د سوداګریزو لارو په برخه کې د ازبکستان د مخ پر زیاتېدونکې اتکا له امله د دغو سیمو ثبات د تاشکند لپاره لا ډېر اهمیت پیدا کړی دی.

کاتلر لیکلي چې ازبکستان له افغانستان څخه د تېرېدونکې یوې لویې پروژې له لارې غواړي خپل هېواد له پاکستان او د جنوبي اسیا له بندرونو سره هم ونښلوي.

د ترانس‌افغان اورګاډي پټلۍ لا تر اوسه فعاله شوې نه ده او پروژه یې د پلان جوړونې او ارزونې په پړاو کې ده.

که ناامني له بدخشان څخه د افغانستان نورو شمالي سیمو ته هم وغځېږي، دا وضعیت کولای شي نه یوازې د حیرتان ـ مزارشریف اورګاډي پټلۍ له ستونزو سره مخ کړي، بلکې جنوبي اسیا بازارونو ته د ازبکستان د لاسرسي پراخ پلان هم له خطر سره مخ کولای شي.

کاتلر په خپله پایله کې لیکلي چې موجود شواهد لا هم ښيي چې په بدخشان کې نښتې تر ډېره په همدې ولایت کې محدودې پاتې دي.

خو د هغه په وینا، بدخشان اوس د تاجکستان لپاره د پولې د امنیت په برخه کې په یوې مستقیمې اندېښنې بدل شوی دی او که ناامني پراخه شي، د ازبکستان سوداګریزې او ترانزیټي ګټې به هم له لا ډېر خطر سره مخ شي.

د امریکا پخوانی سفیر: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا، دوامداره نه پاملرنه کولای شي د امریکا او نړۍ د امنیت لپاره ناوړه پایلې ولري.

هغه ویلي، د ۱۹۹۰مې لسیزې تجربې وښوده چې د افغانستان د بدلونونو له پامه غورځول د امریکا ملي امنیت ته څومره زیان رسولی شي.

ښاغلي کراکر دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د «دیموکراسۍ لپاره د ملي بنسټ» په یوه غونډه کې کړې دي. د امریکا پخواني سفیر ټینګار کړی چې په افغانستان کې روان بدلونونه یوازې د دغه هېواد کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ له امنیت سره هم نېغه اړیکه لري.

هغه ویلي: «موږ ولیدل چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې افغانستان ته زموږ نه پاملرنې زموږ ملي امنیت ته څومره زیان ورساوه. هیله او دعا کوم چې دا کار بیا تکرار نه شي.»

کراکر زیاته کړې چې له افغانستان سره اړیکو ته دوام ورکول او له هغو افغانانو ملاتړ کول مهم دي چې د بشري حقونو، زده‌کړو، خپلواکو رسنیو او مدني ټولنې په برخو کې کار کوي.

بېرته د تیارې پر لور

کراکر په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو پر کړنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دې ډلې هڅه کړې افغانستان بېرته «د تیارې پېر» ته یوسي.

دغه پخواني امریکایي ډیپلومات ویلي چې تر محدودیتونو لا اندېښمنوونکې خبره د افغانې ټولنې د «بیا جوړولو» هڅه ده.

د هغه په وینا، طالبان غواړي داسې یو نظام رامنځته کړي چې پر «د ښځو پر فرمان منلو او د نارینه‌وو پر واکمنۍ» ولاړ وي او په هغه کې «یو ناپاک ټاکل شوی امیر» د «خپل‌سرو» فرمانونو له لارې حکومت وکړي.

کراکر د افغانستان اوسنی حالت «توره دوره» بللی، خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان خلک لا هم د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د هیلې تر ټولو ستره سرچینه دي.

هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د خپلو لومړنیو تجربو په یادولو سره ویلي چې د نن ورځې افغانستان له ۲۰۰۱ کال سره توپیر لري، ځکه اوس په هېواد کې یوه لوستې ټولنه شته او ډېری خلک د سیاسي ګډون، مدني ټولنې او خپلواکو رسنیو له ارزښتونو سره بلد دي.

کراکر ویلي: «نن هم طالبان نه شي کولای دا روحیه ماته کړي.»

هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د کابل لومړیو ورځو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، کله چې نوموړی کابل ته د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو لپاره ولاړ، افغانستان په پراخه کچه ویجاړ شوی و.

دغه غونډه د امریکا د یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو، د مدني ټولنې د فعالانو، خبریالانو او په امریکا کې مېشتو افغان سیاسي څېرو په ګډون جوړه شوې وه.

په غونډه کې ګډونوالو د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو، د خپلواکو رسنیو د حالت او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه بحث او خبرې وکړې.