رابرټ کاټلر په یوه څېړنیزه لیکنه کې ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ناامنۍ زیاتېدل کولای شي په افغانستان کې د ازبکستان سوداګریزې او ټرانزیټي پروژې له ګواښ سره مخ کړي.
دغه کاناډایي څېړونکی چې له درېیو لسیزو ډېره موده یې د منځنۍ اسیا په اړه څېړنه او سلا مشورې کړې دي، د سېشنبې په ورځ د «ټایمز اف سنټرل ایشیا» پر وېبپاڼه لیکلي چې په بدخشان کې د طالبانو او د جمعهخان فاتح اړوندو ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې، که څه هم د فاتح په تسلیمېدو پای ته ورسېدې، خو د افغانستان په شمالختیځ کې د بېثباتۍ د زیاتېدو نښه ده.
د هغه په وینا، د ۱۴۰۴ کال له جدي څخه د ۱۴۰۵ کال تر اسد پورې په بدخشان کې د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو پورې اړوند ۲۲ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې یوازې څلور ورته پېښې ثبت شوې وې.
په بدخشان کې د طالبانو او د جمعهخان فاتح د ځواکونو نښته
د طالبانو او د جمعهخان فاتح د ځواکونو ترمنځ نښته د اسد میاشتې په ۲۰مه د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې پیل شوه.
د دې نښتې د پیل لامل د طالبانو هڅه وه چې د فاتح له ځواکونو څخه پوځي تجهیزات او موټرونه ترلاسه کړي.
خو د سیمې د ځواکونو د بېوسلې کولو، د طالبانو د سیمهییزو قوماندانانو د واک د کچې او د سرو زرو د کانونو د کنټرول پر سر اختلافونه له ډېرې مودې راهیسې موجود وو.
له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر اختلافونو څو ځله د سیمهییزو قوماندانانو او طالب ځواکونو ترمنځ د نښتو لامل شوي دي.
جمعهخان فاتح د نږدې یوې اوونۍ له نښتو وروسته د اسد میاشتې په ۲۶مه طالبانو ته تسلیم شو.
څو ورځې وروسته د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وویل چې د هغه دوسیه د محاکمې لپاره چمتو کېږي.
د نښتو له امله تاجکستان ته د ور اوښتو اندېښنه
د نسي ولسوالۍ د تاجکستان له درواز ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
د زمري میاشتې په ۲۲مه له افغانستان څخه د پولې هغې غاړې ته د ډزو له امله یوه ۲۱ کلنه ښځه په خپل کور کې ووژل شوه او د استوګنې یو شمېر کورونه هم زیانمن شول.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې پېښې وروسته د طالبانو ادارې ته رسمي اعتراضي یادښت واستاوه او له هغې یې وغوښتل چې د دغه هېواد پولې ته درناوی وکړي او د ورته پېښو د بیا تکرار مخه ونیسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د دې ښځې وژل کېدل تایید او خواشیني څرګنده کړه، خو د پېښې مسؤولیت یې هغو کسانو ته منسوب کړ چې د دوی په وینا «ګډوډوونکي او فرصتطلب عناصر» وو.
کاټلر لیکلي چې دا پېښه په دې معنا نه ده چې نښتې به په دوامداره توګه د تاجکستان خاورې ته وغځېږي، خو څرګنده یې کړه چې له بدخشان څخه د تاوتریخوالي د ور اوښتو خطر نور یوازې یوه فرضي اندېښنه نه ده.
هغه همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه راپور ته اشاره کړې چې په شمالي افغانستان، په ځانګړې توګه بدخشان، کې د داعش خراسان د فعالیتونو په اړه دی.
د دغه راپور له مخې، تاجکستان او ازبکستان د دې احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې داعش خراسان په سیمه کې پټې حجرې جوړې کړي او د دواړو هېوادونو اتباع یې د دې ډلې په لیکو کې شامل شوي وي.
د ازبکستان لپاره اقتصادي ګواښ تر امنیتي ګواښ ډېر دی
ازبکستان تر اوسه په مستقیم ډول د بدخشان له نښتو نه دی زیانمن شوی او داسې کوم راپور هم نه دی خپور شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، ګمرکي چارې، اورګاډي تګ راتګ یا د برېښنا صادرات ګډوډ شوي وي.
خو په شمالي افغانستان کې د ناامنۍ پراخېدل کولای شي د تاشکند اقتصادي او ټرانزیټي ګټې له ګواښ سره مخ کړي.
افغانستان د ازبکستان لپاره د صادراتو درېیم لوی بازار دی. د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان صادرات ۸۱۷.۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي وو.
په همدې موده کې افغانستان د ازبکستان پنځم لوی سوداګریز شریک و.
په افغانستان کې د ازبکستان له مهمو سوداګریزو ګټو څخه یوه د حیرتان ـ مزارشریف اورګاډي پټلۍ ده چې د دغه هېواد پوله د بلخ له سوداګریز مرکز سره نښلوي.
په روان کال کې هم په دې پټلۍ کې پانګونه روانه ده.
د حمل په میاشت کې په نایباباد کې د بار وړلو د ظرفیت د لوړولو او د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره د زر مترو په اوږدوالي یوه فرعي پټلۍ بشپړه شوه.
تر اوسه داسې کومه نښه نه لیدل کېږي چې په بدخشان کې ناامنۍ د حیرتان ـ مزارشریف پر اورګاډي پټلۍ اغېز کړی وي.
خو افغانستان د شمال له لارې د سوداګریزو لارو په برخه کې د ازبکستان د مخ پر زیاتېدونکې اتکا له امله د دغو سیمو ثبات د تاشکند لپاره لا ډېر اهمیت پیدا کړی دی.
کاتلر لیکلي چې ازبکستان له افغانستان څخه د تېرېدونکې یوې لویې پروژې له لارې غواړي خپل هېواد له پاکستان او د جنوبي اسیا له بندرونو سره هم ونښلوي.
د ترانسافغان اورګاډي پټلۍ لا تر اوسه فعاله شوې نه ده او پروژه یې د پلان جوړونې او ارزونې په پړاو کې ده.
که ناامني له بدخشان څخه د افغانستان نورو شمالي سیمو ته هم وغځېږي، دا وضعیت کولای شي نه یوازې د حیرتان ـ مزارشریف اورګاډي پټلۍ له ستونزو سره مخ کړي، بلکې جنوبي اسیا بازارونو ته د ازبکستان د لاسرسي پراخ پلان هم له خطر سره مخ کولای شي.
کاتلر په خپله پایله کې لیکلي چې موجود شواهد لا هم ښيي چې په بدخشان کې نښتې تر ډېره په همدې ولایت کې محدودې پاتې دي.
خو د هغه په وینا، بدخشان اوس د تاجکستان لپاره د پولې د امنیت په برخه کې په یوې مستقیمې اندېښنې بدل شوی دی او که ناامني پراخه شي، د ازبکستان سوداګریزې او ترانزیټي ګټې به هم له لا ډېر خطر سره مخ شي.