طالبان وايي په هلمند کې یې نږدې یو نیم ټُن قاچاقي خوراکي توکي وسوځول

په هلمند کې سیمهییز طالب مسوولین وايي، د هلمند د فرعي ګمرکاتو له لوري ترلاسه شوي ۱۴۵۴ کیلوګرامه قاچاقي توکي نن (چهارشنبه د وږي ۴مه) په ناوې ولسوالۍ کې وسوځول شول. دوی د مبدا هېواد د نوم په اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې مخکې ډېری خوراکي توکي له پاکستان څخه واردېدل.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو خوراکي توکو کې مصاله، میکروني، وریجې او بسکېټ شامل وو.
په خبرپاڼه کې د مبدا یا صادرونکي هېواد د نوم له اخیستلو پرته ویلي، دغه قاچاقي خوراکي توکي له ګاونډي هېواد څخه په تېرو دوو میاشتو کې راوړل شوي وو او زیاتوي، دغه خوراکي توکي د دوی د محکمې د حکم پر بنسټ نن د ناوې ولسوالۍ په رود سیمه کې وسوځول شول.
په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادرونکي هېواد د نوم په اړه څه نهدي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول توکي د بهرامچې له لارې پاکستان ته واردېدل.
د هلمند د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولینو قاچاقکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې هېواد ته د قاچاقي توکو له واردولو څخه ډډه وکړي او د قانوني لارو له مخې د سوداګریزو توکو د واردولو او انتقال چارې ترسره کړي، ګنې د سرغړونې په صورت کې به له عاملینو سره قانوني چلند وشي.
له نږدې یوه کال راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.
