د کویټ پانګهوال په افغانستان کې د ګرځندوی په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

دطالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین قدرتالله جمال په کابل کې د کویټ السایر شرکتونو له رییس محمد ناصر محمد السایر سره لیدلي دی. طاللبانو ویلي، چې د کویټ پانګهوال په افغانستان کې د ګرځندوی په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن چهارشنبه، د وږي پر ۴مه په اېکس کې لیکلي، چې په د یادې لیدنې پرمهال په کویټ کې د افغانستان سفیر محمد شفیق خطیب هم حضور درلود او دواړو لوریو په افغانستان کې د ګرځندوی په برخه کې پر پانګونې خبرې کړي دي.
د یادې لیدنې پرمهال د کویټ پانګهوال محمد ناصر محمد السایر ویلي، چې د السایر شرکتونه چمتو دي چې په دغه هېواد کې د ګرځندوی د زیربناوو په رامنځته کولو او پراختیا کې برخه واخلي او پانګونه وکړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین قدرتالله جمال د کویټ پانګهوال د دغه پلان هرکلی کړی او هغه ته یې په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ او اسانتیا د برابرولو ډاډ ورکړی.
هغه زیاته کړې، چې دوی د ټولو بهرنیو او کورنیو پانګهوالو ملاتړ کوي او د هغوی د فعالیتونو لپاره خوندي چاپېریال چمتو دی.
جمال وویل چې افغانستان د خپلو ګڼو تاریخي ابدو، لرغونو سیمو او ښکلو طبیعي منظرو له امله د ګرځندوی په برخه کې خورا لوړ ظرفیت لري.
د طالبانو د مسوولینو په وینا، په هېواد کې د سراسري امنیت په ټینګښت سره په وروستیو کې د بهرنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی دی او دوی هڅه کوي په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
