د کابل د ابې ګېټ برید پنځمه کلیزه؛ امریکا وایي ښکېل کسان به نیول کېږي او حتمي به سزا ګوري

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېفبيای) مشر کاش پټېل د کابل په هوايي ډګر کې د ابې ګېټ د خونړي ځانمرګي برید د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې هېواد به یې د دغه برید مسوولین هر چېرته چې پټ وي، پیدا او مجازات کړي.
نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د عدالت غوښتنې او حساب کتاب لپاره به د عاملینو تعقیب ته په کلکه دوام ورکړي.
کاش پټېل په دغه برید کې د وژل شویو ۱۳ امریکایي سرتېرو نومونه یاد کړي او ویلي یې دي چې په دغې پېښه کې د دغو سرتېرو تر څنګ شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي هم وژل شوي وو. د افبيای رییس ټینګار کړی چې امریکا باید تل د خپلو دغو اتلانو نومونه په یاد وساتي او د هغوی د قربانیو درناوی وکړي.
د اېفبيای د رییس په وینا، تېر کال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ دغې ادارې د عدلیې وزارت، سياېای او خپلو نړیوالو شریکانو په همکارۍ د محمد شریفالله په نوم د داعش د خراسان څانګې یو مهم غړی او د دغه برید یو له اصلي طراحانو څخه ونیوه او امریکا ته یې ولېږداوه. هغه زیاته کړې چې دغه کس د یوې فدرالي محکمې له خوا له داعش ډلې سره د ۹ کلنې همکارۍ او ملاتړ په تور محکوم شوی دی.
پټېل د قربانیانو له کورنیو سره د درېدو او همکارۍ ژمنه یو ځل بیا تازه کړې او ویلي یې دي چې پنځه کاله وروسته هم د دوی ژمنه پر خپل ځای ده. هغه وویل چې د قربانیانو یاد به تل پاتې وي او د پېښې عاملین به په هر ځای کې چې وي تر قانوني تعقیب لاندې راولي.
همدارنګه په اسلاماباد کې د امریکا سفارت په همدې مناسبت له پاکستان څخه مننه کړې چې د کابل پر هوايي ډګر د داعش د دغه برید د طراح په پېژندلو، نیولو او استرداد کې یې همکاري کړې ده. بل لور ته، د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی چې د دغه برید د څېړلو ځانګړې ډلې نوي محرم اسناد ترلاسه کړي چې مخکې نه وو افشا شوي.
