پر طالبانو نیوکه کوونکی ښوونکی نویدالله فطرت په هرات کې نیول شوی دی

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ښوونکی او پر طالبانو نیوکه کوونکی نویدالله فطرت د چهارشنبې په ورځ په هرات کې د طالبانو لهخوا نیول شوی دی. نوموړي په دې وروستیو کې د طالبانو پر کړنو او سیاستونو نیوکې کړې وې.
هغه ویلي و: «کېدای شي دا زما وروستۍ ویډیو وي، خو له مرګ مخکې به حقیقت بیان کړم». د هغه معلوماتو پربنسټ چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، پر طالبانو دغه نیوکه کوونکی ښوونکی د چهارشنبې په سهار (د وږي ۴مه) په هرات ښار کې نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، طالبانو د نویدالله فطرت ترڅنګ یوه کورنۍ هم د هغه د کوربهتوب له امله نیولې ده. سرچینو زیاته کړې، چې فطرت د سهار شاوخوا اته بجې د هرات ښار د سینما چوک ته څېرمه د طالبانو د ځواکونو لهخوا نیول شوی دی.
د طالبانو چارواکو تراوسه د دغه ښوونکي د نیول کېدو لامل په اړه کومه څرګندونه نهده کړې.
پر طالبانو توندې نیوکې
نویدالله فطرت څو ورځې وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره طالبان تورن کړل، چې پر «قومي موخو یې دیني نقاب اچولی» او له دې ډلې یې غوښتي چې «دین له سیاست څخه جلا کړي».
فطرت په دغه ویډیو کې طالبان د افغانانو د فرصتونو د لهمنځه تلو مسوول وبلل او دغه ډله یې د ټولنیز نظم په ګډوډولو، د یوه استبدادي نظام په واکمنولو، د سیاسي او قومي موخو د پرمخ وړلو لپاره له دین څخه د وسلې په توګه په ګټې اخیستنې تورن کړي دي.
هغه همداراز له دیني عالمانو غوښتي، چې د طالبانو د کړنو په وړاندې خپل دریځ څرګند کړي. د هغه ویډیو په خواله رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه او یوشمېر کاروونکو د دغه ښوونکي د امنیت او برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
