• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلام‌اباد په پمز روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د طبي علومو په انسټېټیوټ (پمز) روغتون کې د نسایي څانګې د ماشومانو په ځانګړې خونه کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي. د ژغورنې ادارې ویلي، د پېښې پرمهال د ماشومانو په ځانګړې خونه کې د ۱۶ تازه زېږېدلو ماشومانو له ډلې یوازې یو ماشوم ژغورل شوی.

د راپورونو له مخې، اورلګېدنه د ماشومانو څانګې دننه د هوا سړوونکي (ایرکنډېشنر) د کمپرسور د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې او اور وژنې ډلې سیمې ته ورسېدې او اور یې مهار کړ.
د ژغورنې چارواکو ویلي، اور په بشپړه توګه مهار شوی او دامهال په روغتون کې د خوندیتوب عملیات روان دي. د اسلام‌اباد په زړه کې پروت پمز روغتون د پاکستان له لویو دولتي روغتیايي مرکزونو ګڼل کېږي.
د اورلګېدنې د کره لاملونو معلومولو لپاره د پاکستاني چارواکو له‌خوا د پلټنو خبر ورکړل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۳

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۴

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۵

لانګ وار ژورنال: طالبان د مخالفینو پر وړاندې په شمالي افغانستان کې د فشار ساتلو توان لري

•
•
•

نور خبرونه

په پورونو کې ډوب پاکستان؛ اسلام اباد له امریکا څخه د ۱۰میلیارده ډالرو مالي ملاتړ غوښتی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
100%

پاکستان له امریکا غوښتي چې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوه مالي چوکاټ له جوړولو سره د دغه هېواد د اقتصادي او پولي ثبات ملاتړ وکړي. اسلام‌اباد وایي، تمه لري چې واشنګټن به په راتلونکو څو میاشتو کې د دې غوښتنې په اړه ځواب ورکړي.

دا وړاندیز له واشنګټن سره د پاکستان د اړیکو د لا نږدې کېدو په ترڅ کې مطرح شوی دی.

د پاکستان د مالیې وزیر سلاکار خرم شهزاد د سې‌شنبې په ورځ بلومبرګ ته ویلي چې له امریکا سره د دې غوښتنې په اړه خبرې «رغنده» وې.

د هغه په وینا، د امریکا ملاتړ کولای شي د پاکستان اقتصادي ثبات پیاوړی کړي، د بازارونو باور زیات کړي، مالي سرچینو ته د پاکستان لاسرسی اسانه کړي او د خصوصي پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

رویټرز تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې پاکستان د امریکا له خزانې وزیر سکاټ بسنت څخه غوښتي چې د دغه هېواد د اقتصادي او پولي ثبات لپاره د دوه‌اړخیز مالي ملاتړ یو چوکاټ جوړ کړي.

د راپورونو له مخې، دا مالي چوکاټ ښایي تر پنځو کلونو پورې اعتبار ولري.

۱۰ میلیارد ډالري مالي چوکاټ څه ډول دی؟

د پاکستان له خوا غوښتل شوی مالي ملاتړ وړیا مرسته نه ده، بلکې د پور یوه کرښه ده چې ارزښت یې تر ۱۰ میلیارد ډالرو پورې رسېږي.

اسلام‌اباد کولای شي د اړتیا پر مهال له دې مالي کرښې څخه د خپلې پولي او اقتصادي چارې د ثبات لپاره ګټه واخلي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخ شوی او د دغه هېواد اقتصاد د سختو مالي ستونزو له امله له جدي فشارونو سره مخ پاتې شوی دی.

د اسلام‌اباد او واشنګټن اړیکې نږدې شوې دي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې له پیله د پاکستان او امریکا اړیکې تر پخوا تودې شوې دي.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په رامنځته کولو او د یوه نازک سولې تړون په لاسلیک کې یې له ډیپلوماتیک پلوه اغېزمن رول لوبولی او له همدې امله یې په واشنګټن کې خپل دریځ پیاوړی کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر په وروستیو میاشتو کې د ایران د جګړې په تړاو په سلا مشورو کې لا فعاله ونډه اخیستې ده.

ټرمپ هم عاصم منیر ته د «زما د خوښې فیلډمارشال» خطاب کړی و.

اسلام‌اباد اوس هڅه کوي چې له واشنګټن سره له تودو شوو اړیکو څخه د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.

د پاکستان اقتصاد په ۲۰۲۳ کال کې له وروستیو کلونو له یوې تر ټولو سختې مالي کړکېچ سره مخ شو او دغه هېواد د خپلو پورونو د بېرته ورکولو د توان تر له لاسه ورکولو پورې ورسېد.

د پاکستان د اقتصاد د ښه کولو هڅې

د بلومبرګ د راپور له مخې، د پاکستان اقتصاد په وروستیو میاشتو کې د ښه کېدو ځینې نښې ښودلې دي.

دغه هېواد له نړیوال وجهي صندوق څخه د درې کلنې مالي ژغورنې په چوکاټ کې د اووه میلیارد ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده.

پاکستان له خپلو نږدې ملګرو هېوادونو، په ځانګړې توګه سعودي عربستان، څخه هم پورونه او مالي ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د موډیز د اعتباري درجه‌بندۍ ادارې هم په دې وروستیو کې د پاکستان اعتباري درجه لوړه کړې ده.

که امریکا د پاکستان له غوښتنې سره موافقه وکړي، دغه مالي ملاتړ کولای شي د اسلام‌اباد د بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې او اقتصادي ثبات یې لا ښه کړي.

داسې هوکړه به د ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ پر مهال د پاکستان او امریکا ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا نږدې کېدو بله نښه هم وي.

په پاکستان کې د افغان محصلینو ټولنې د ویزو او نیونو پر ضد عالي محکمه کې قضیه ثبت کړه

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

په پاکستان کې د افغان محصلينو ټولنې ويلي، د اسلام‌اباد په عالي محکمه کې یې د افغان محصلینو د تحصیلي ویزو د ستونزو او له دې سره د تړلو نیونو او شړلو په اړه یوه مفصله قانوني قضیه ثبت کړې ده.

د محصلينو د ټولنې د خبرپاڼې له مخې، افغان محصلین له تېرو څو میاشتو راهیسې د تحصیلي ویزو د نه شتون له امله له بېلابېلو او سختو ستونزو سره مخ دي. په دې موده کې یو شمېر افغان محصلین نیول شوي او له نیول کېدو وروسته له پاکستان څخه شړل شوي هم دي، چې له امله یې د ګڼو محصلینو تحصیلي بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.

د سه شنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې زياته کړل شوې، په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت یې هم په قضیه کې همغږي کوي.

د افغان محصلينو مدافع وکیل ايمل خان مندوخېل افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وويل، د اسلام اباد عالیه محکمې ته یې د ۸۷ محصلینو عریضه کړې چې د دغه جملې څخه ۵۸ هلکان او ۲۹ نجونې زده کوونکې دي.

هغه وويل، محکمې ته په عريضه کې خواست کړی چې د دغو او نورو محصلينو محصلينو د ويزو تمديد امر وکړي او تر هغې چې په دغه عریضه پرېکړه نه وي شوي، د محصلینو د نيولو لړۍ دې ودرول شي ځکه د ده په خبره: «افغان محصلين هلکان او نجونې په خپلو لېلو او کورونو د بنديانو په څېر ژوند کوي ان ډوډۍ هم په بل چا له بهر راغواړي».

مندوخېل زیاته کړه، دا وخت يوازې په اسلام اباد کې د ۹۰۰ نه تر ۱۰۰۰ پورې هلکان او نجونې محصلين په بېلابېلو پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي او په ټول پاکستان کې د افغان محصلينو شمېره له ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې دی او دوی ټول د ویزو د تمديدو د ستونزې سره مخامخ دي.

همداراز نوموړي وويل، دی د محصلينو لپاره ويړيا د مدافع وکیل په حيث خدمات وړاندې کوي. د ده په وينا ځکه چې محصلين دومره پيسې نه لري چې ځانونه پرې وساتي.

د محصلینو ټولنې له مخې، د افغان محصلینو ټولنه د ټولو محصلینو ستونزې او اندېښنې په بشپړه توګه درک کوي او د دغو ستونزو د هواري لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ټولنې د پاکستان د حکومت څخه هم غوښتنه کړې چې، د افغان محصلینو له نیولو او له هېواده د شړلو لړۍ ودرول شي، څو ټول افغان محصلین وکولای شي د نورو محصلینو په څېر په خوندي او قانوني چاپېریال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپلې زده کړې بشپړې کړي.

ياده دې وي د شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې، ۲ افغان محصلینې د پولیسو له‌خوا په خپل کور کې نیول شوې وې.

د ټولنې په خبره، دغو محصلینو د خپلو ویزو د تمديد لپاره پر وخت غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ویزې نه‌دي ورکړل شوي.

د افغان محصلينو د ټولنې مشر صديق شریعتي نن افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تاييد کړې، چې هغه محصلينې خوشې کړل شوې دي.

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۴ GMT+۱
100%

پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» په یوه مقاله کې ویلي، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د دویم پړاو تر ټولو مهمه ازموینه به د تورخم دروازې فعالیت وي، ځکه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ طرحه هغه مهال عملي کېدای شي چې پاکستان د تورخم له لارې د توکو د دوامداره تګ راتګ ضمانت وکړای شي.

ډان د مجتبی ارشد په قلم په خپره شوې مقاله کې لیکلي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د دویم پړاو طرحه د جغرافیایي پراختیا درې اړخیز هدف لري، چې له مخې یې افغانستان باید له دغه دهلېز سره ونښلول شي او منځنۍ اسیا ته مستقیمه ځمکنۍ سوداګریزه لار رامنځته شي.

د مقالې له مخې، د دې پروژې په اړه ډېری بحثونه پر نویو سړکونو او رېل پټلیو راڅرخي، خو د تورخم دروازه به وښيي چې دغه ستره طرحه په عملي ډګر کې څومره بریالۍ کېدای شي.

مقاله تورخم د خیبر په غرونو کې یوه تنګه دروازه بللې چې سوداګریز موټر پکې کله ناکله څو ورځې په کتار کې ولاړ وي او موټرچلوونکي د خپلو بارونو تر څنګ شپه تېروي. د مقالې په وینا، په بیجینګ او اسلام‌اباد کې چارواکي اوس په دې پوهېږي چې د اقتصادي دهلېز د افغانستان پر لور د پراختیا ډېره برخه د همدې دروازې پر فعالیت پورې تړلې ده.

مقاله لیکلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تورخم لږ تر لږه پنځه ځله د پام وړ مودې لپاره تړل شوی دی. د لیکوال په وینا، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د طرحه کوونکو لپاره د اندېښنې وړ وضعیت دا دی چې د افغانستان د غځونې په اړه هر ډیپلوماتیک پرمختګ وروسته د هماغې دروازې په تړل کېدو سره له نوې ستونزې سره مخ شوی چې د دې پراختیا اصلي مسیر پرې تېرېږي.

مقاله زیاتوي چې پاکستان په عملي توګه د تورخم د تړل کېدو پر مهال د بدیلې لارې د وړاندې کولو توان نه لري.

د مقالې د لیکوال په وینا، د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ ډېره برخه له پخوا راهیسې د افغانستان له لارې ترسره شوې، ځکه د چین له لارې قزاقستان ته د تېرېدونکې موازي سوداګریزې لارې د پام وړ تجارتي پرمختګ نه دی کړی. له همدې امله، د تورخم تړل کېدل د سوداګرۍ لپاره د عملي بدیل نشتوالی رامنځته کوي.

مقاله وايي، بله لاره دا ده چې سوداګري د ایران د چابهار بندر له لارې یا د ازبکستان او قزاقستان پر لور د نویو رېل پټلیو له لارې د تل لپاره واړول شي. د مقالې په وینا، د سوداګرۍ د مسیرونو دغه بدلون لا له وړاندې د پراختیا په حال کې دی او یوازې د تورخم له یوې تړل کېدو سره تړاو نه لري، بلکې سوداګریز لوري دې پایلې ته رسېدلي چې نور ښايي د پاکستان پر خاوره د باور وړ لارې په توګه حساب ونه کړي.

د مقالې لیکوال لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له تړل کېدو مخکې هم په پاکستان کې د سرحدي دروازو د تصفیې منځنی وخت په یوه کال کې ۱۵ سلنه زیات شوی و او ۳۸ ساعتونو ته رسېدلی و. د مقالې له مخې، د لګښتونو او ځنډونو وضعیت هم خراب شوی او د تورخم د تېرېدو دهلېز په ټوله سیمه کې د شپږو مهمو لارو ترمنځ د فعالیت له پلوه تر ټولو ورو مسیر بلل شوی دی.

مقاله خبرداری ورکوي چې د افغانستان پر لور د اقتصادي دهلېز په پراختیا کې د لا زیاتو پانګونو، لکه د پېښور-کابل موټروې، د «ایم‌اېل-۱» رېل پټلۍ او د قراقرم لویې لارې د مسیر د بدلون، له عملي ستونزو سره د مخ کېدو خطر شته؛ که ورسره د سوداګرۍ د دوام لپاره اړین اداري او سرحدي اقدامات ترسره نه شي.

د مقالې د لیکوال په وینا، د دغو پروژو ترڅنګ باید داسې دایمي میکانیزم رامنځته شي چې د سیاسي اړیکو د خرابېدو پر مهال هم له مخکې تصفیه شوي سوداګریز بارونه په خوندي او دوامداره توګه تېر شي. د ګمرکي اسنادو بشپړ ډیجیټلي کول او د چمن په ګډون د نورو سرحدي دروازو فعالول هم د اړتیا وړ اقدامات بلل شوي، څو یوه سیاسي شخړه د ټولې سوداګریزې شبکې د فلج کېدو لامل نه شي.

مقاله وايي، د ګوادر او کراچۍ بندرونه لا هم منځنۍ اسیا ته د سمندر تر ټولو لنډ جغرافیایي مسیر برابروي، خو د سوداګرو لپاره اصلي پوښتنه اوس دا ده چې ایا پاکستان به دغه لاره هغه مهال هم پرانیستې وساتي چې د سیاسي اختلافونو له امله یې تړل ورته اسانه وي.

لیکوال لیکلي چې هره اوونۍ د تورخم دروازې تړل کېدل د کابل، تاشکند او الماتي سوداګر دې ته نږدې کوي چې د پاکستان پر مسیر د اوږدمهاله باور پر ځای بدیلې لارې غوره کړي.

د مقالې په پای کې ویل شوي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو باید یوازې د سړکونو او ودانیو له جوړولو څخه د سیالۍ او اعتبار پر لور د بدلون پروژه وي، خو د دې طرحې ریښتینې ازموینه به تورخم وي؛ هغه مهال چې سیاست او سوداګري یو ځل بیا د همدې سرحدي دروازې پر سر له یو بل سره ټکر وکړي.

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانستان د پاکستان پر ځای د ایران او منځنۍ اسیا له لارې د بدیلو سوداګریزو لارو کارول پراخ کړي چې له امله یې د خیبر پښتونخوا او په ځانګړي ډول د پېښور او خیبر ولسوالۍ صنعت، سوداګري او ټرانسپورټ له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د ګمرکي معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې له پاکستان نه د افغانستان سوداګري نږدې ۸۹زره کانټینرو ته رسېدلې وه او ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵ مېلیارد ډالره و؛ خو په ۲۰۲۳کال کې دغه کچه تر ټولو لوړ پړاو ته ورسېده، چې ارزښت یې شاوخوا ۶.۷ مېلیارد ډالره و.

خو له هغه وروسته په سوداګرۍ کې پرله‌پسې کمښت راغلی دی، په ۲۰۲۴کال کې د کانټینرونو شمېر ۵۴زره او ۱۱۴ ته راکم شو او په ۲۰۲۵کال کې ۴۲زره او ۹۵۹ ته ورسېد. په ۲۰۲۶کال کې وضعیت لا کړکېچن شو او د پاکستان له لارې افغانستان ته تلونکي ټرانزیټي کانټینرونه یوازې ۱۱زره او ۵۹۲ پاتې شول، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۳۶۷ مېلیون ډالره ښودل شوی دی.

اقتصادي شنونکي وايي، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیا دغه ستونزې لاپراخې کړې؛ خو افغانستان تر دې مخکې هم د بدیلو سوداګریزو لارو د پیدا کولو هڅې پیل کړې وې.

افغانستان اوس د خپلو وارداتي اړتیاوو لپاره د ایران او منځنۍ اسیا پر لارو زیات تمرکز کوي. د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د ایران سوداګریزه لاره د افغانستان د وارداتو د لېږد په برخه کې ترټولو مهمه لاره بلل کېږي. په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان ۳۱.۳ سلنه واردات له ایران نه شوي؛ په داسې حال کې چې له ایران نه مستقیم او د ایران له لارې راغلي واردات د افغانستان د ټولو وارداتو ۴۸.۶ سلنه جوړوي.

شنونکي وايي، د غه بدلونونو له امله پاکستان یوازې د ټرانزیټ له فیسونو نه محرومېږي؛ بلکې د افغانستان لپاره د نړۍوالو بازارونو پر لور د مهمې سوداګریزې دروازې حیثیت هم کمېږي.

د پاکستان له لارې درېیمو هېوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې هم کمښت راغلی دی. د ګمرکي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې دغه صادرات ۴۵۴ مېلیون ډالره وو خو په ۲۰۲۶کال کې یوازې ۷ مېلیون ډالرو ته راکم شوي دي.

له افغانستان سره د سوداګرۍ کمښت مستقیم اغېز په خیبر پښتونخوا کې پر سوداګرو هم شوی دی. په پېښور او خیبر کې ټرانسپورټران، د مالونو د تصفیې کارکوونکي، د ګودامونو خاوندان، عمده پلورونکي او واردوونکي له کلونو راهیسې له افغان بازار سره تړلي دي.

د سمنټو، ودانیزو توکو، خوراکي توکو، درملو، ټوکرو او نورو مصرفي توکو پاکستاني تولیدوونکي هم افغانستان یو مهم صادراتي بازار ګڼي. د لارو د بندښت له امله کرنیزه سوداګري هم سخته زیانمنه شوې ده.

په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان د انګورو د تولید پنځو سویلي ولایتونو ۴۴زره او ۲۲۵ ټنه انګور صادر کړي وو، چې شاوخوا ۴۳زره ټنه یې پاکستان ته راغلي وو؛ خو په ۲۰۲۶کال کې تراوسه د انګورو صادرات یوازې ۲۵۶ ټنو ته رسېدلي، چې ارزښت یې شاوخوا یو لک ډالره ښودل شوی دی. د صادراتو دغه کمښت افغان بزګران، پاکستاني ټرانسپورټران، کمېشن کاران، عمده پلورونکي او پرچون پلورونکي ټول اغېزمن کړي دي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د لارو تړل کېدو له امله په روان کال کې د اتو میاشتو په موده کې پاکستاني صادرونکو شاوخوا ۲۲۵ مېلیون ډالره زیان لیدلی دی.

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

له افغانستان څخه په قاچاقي لارو کراچۍ ته تللی افغان وايي، په هېواد کې د کار او روزګار نشتوالي، لوړو بیو او بې‌وزلۍ له امله هغه کډوال چې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ستانه کړل شوي، یو ځل بیا د کار او ډوډۍ پیدا کولو لپاره دغو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د تګ هڅه کوي.

د کندوز ۳۵ کلن احمدالله (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، د اګست په ۱۴مه له کوره روان شوی او له ۱۲ ورځو سختو او ستونزمنو سفرونو وروسته، د پیسو په بدل کې کراچۍ ته رسېدلی دی.

هغه وویل، افغانانو ته د پاکستان ویزې نه ورکول کېږي او له همدې امله اړ کېږي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي.

احمدالله وویل، کورنۍ یې له پخوا په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کولو، دی هم هلته زېږېدلی او لوی شوی او ډېره برخه ژوند یې په کراچۍ کې تېر کړی دی. د هغه په وینا، بل هېواد ته د تلو زمینه نه لري او د ژوند او کار لپاره بېرته کراچۍ ته ستون شوی دی.

هغه پاکستان ته د تګ د لارې په اړه وویل، له خپلو درېیو کوچنیانو سره یې په بولدک کې د چمن له لارې د تېرېدو لپاره پیسې ورکړې: «د هر کوچني پر سر مې ۳۰زره کلدارې او زما نه یې ۵۰زره کلدارې اخیستې دي». هغه وويل ګڼ کسان دي چې خلک په پيسو را اړوي.

نوموړي وویل، سفر یې ځکه ۱۲ ورځې اوږد شو چې هغه کسان چې دوی یې پاکستان ته راوستل، څو ورځې په کندهار کې پاتې شول او بیا په پوله کې هم څو ورځې بند پاتې شول. وروسته یې کوچنیان د چمن له کرښې واړول، خو دی د پولې بلې غاړې ته پاتې شو او څو ورځې یې نورې هم په انتظار کې تېرې شوې.

احمدالله وايي، په کندهار او بولدک کې یې سلګونه کسان ولیدل چې پاکستان ته روان وو. د هغه په وینا، یوازې بې‌وزله او د مزدورۍ په لټه کې کسان نه، بلکې ناروغان د درملنې لپاره او ګڼې کورنۍ هم پاکستان ته روانې وې. نوموړي وویل: «ډېری کسان نه یوازې کراچۍ، بلکې پنجاب ته هم تلل او ویل یې چې په پاکستان کې یې کورونه او کاروبارونه پاتې دي او بېرته په هغو پسې ځي».

هغه زیاته کړه چې ځینې هغه کسان هم شته چې په پوله بېرته افغانستان ته اړول شوي، خو بیا د پاکستان د تګ لپاره د نوې لارې په لټه کې دي. د هغه په وینا، «د هر يو کس څخه په پوله له اړولو لپاره له ۱۰زرو تر ۵۰ زرو کلدارو پورې اخېستل کيږي».

احمدالله په افغانستان کې د ورځني ژوند په اړه وویل، د مزدورۍ زمینه ډېره کمه ده. هغه وویل، که سهار څوک بازار ته ولاړ شي چې ورځنۍ مزدوري پیدا کړي نو هلته په لسګونو کسان ولاړ وي، ښايي یوازې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو پورې ته د کار زمینه برابره شي او پاتې کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

هغه زیاته کړه چې د خوراکي توکو بیې لوړې دي او ډېری خلک په فقر کې ژوند کوي. د نوموړي په وینا: «په افغانستان کې د هغو کسانو اقتصادي وضعیت یو څه ښه دی چې د کرنې لپاره ډېرې ځمکې، پخواني کاروبارونه یا رسمي دندې او معاشونه لري، خو د عامو خلکو ژوند ډېر ستونزمن دی».

احمدالله وویل: «له پاکستان او ایران څخه بېرته ستانه شوي کډوال له لا سخت وضعیت سره مخ دي. د کورنۍ د اړتیاوو د نه پوره کېدو له امله به مو په کور کې هره ورځ ستونزې او شخړې رامنځته کېدې او اوس دپاسه ژمی هم راروان دی» د راتلونکو ورځو په اړه اندېښمن دي.

نوموړي د روغتیايي خدمتونو په اړه هم شکایت وکړ او ویې ویل، په دولتي روغتونونو کې ډېره ګڼه ګوڼه ده او له خلکو څخه هلته هم پیسې اخیستل کېږي. د هغه په وینا، که څوک شخصي ډاکټر ته ولاړ شي، یوازې د درملو لګښت یې هم لږ تر لږه زر افغانۍ کېږي، په داسې حال کې چې ډېری خلک د خوړو د پیدا کولو لپاره اندېښمن دي.

احمدالله د کډوالو لپاره د اسنادو د جوړولو په برخه کې هم د طالبانو له چلند شکایت وکړ او ویې ویل، هغه کډوال چې په پاکستان کې زېږېدلي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي، د هویتي اسنادو د ترلاسه کولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه ادعا وکړه چې د موټر د اسنادو او نورو چارو لپاره د طالبانو لخوا خلک بېلابېلو دولتي دفترونو ته لېږل کېږي او د لنډمهالو، دوه کلنو اسنادو لپاره ترې دومره پیسې اخیستل کېږي چې د کوچني موټر خاوند یې ښايي په دوو کلونو کې هم پوره نه شي ګټلی.

نوموړي وویل، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو له وضعیت څخه خبر دی، خو د ده په وینا، بله لاره نه لري او اړ دی چې په پټه مزدوري وکړي، ځکه په افغانستان کې یې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته محتاج دي.

احمدالله وايي: «که مو ونیسي او بېرته مو افغانستان ته ولېږي، بیا به هم د مزدورۍ لپاره پاکستان ته راځو».