امیرخان متقي او د سره صلیب جګپوړي چارواکي د بشري مرستو د اړتیا په اړه غږېدلي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عملیاتي چارو مشرې یاسمین پراز ډسیماز د لیدنې پرمهال د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او روغتیايي خدمتونو په اړه غږېدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه، د وږي پر ۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د جګړې له دورې څخه د پاتې شویو ستونزو او اړتیاوو د هواري په تړاو هم خبرې شوې دي.
د یادې لیدنې پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټینګار کړی، چې د تېرې دورې د قربانیانو ځینې ستونزې او اړتیاوې لا هم پر ځای پاتې دي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشري همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عملیاتي چارو عمومي رییسې او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د روغتیايي همکاریو پر پراختیا او د کډوالو ستونزو ته پر رسېدو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دواړو لوریو ژمنه کړې چې په بېلابېلو بشري برخو کې به خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکوي.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج او د بې اسناده پناه غوښتونکو پر وړاندې د فشارونو د زیاتوالي له امله په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو د زیاتېدو په اړه اندېښنې خورا زیاتې شوې دي.
بل لور ته، په هېواد کې د تېرو جګړو د اغېزو او د روغتیايي متخصصانو د کډوالۍ له امله د روغتیا او درملنې په سکټور کې د زرګونو ډاکترانو د نشتوالي تشه رامنځته شوې ده.
