د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو د «پولیسو نوی قانون» د بشري حقونو پر وړاندې پراخ برید دی

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د «پولیسو نوی قانون» د بشري حقونو پر وړاندې یو بل پراخ برید بللی او ویلي دي چې دغه قانون د عادلانه محاکمې، بیان ازادۍ، محرمیت، د ماشومانو حقونو او د پولیسو د واکونو په برخه کې خورا بدې اغېزې لري.
د بښنې نړیوال سازمان پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې په دغه قانون کې د لاریونونو پر ټولو ډولونو عمومي بندیز لګول شوی، چې د سوله ییزې غونډې او راټولېدو له حق څخه ښکاره سرغړونه ده.
د بښنې نړیوال سازمان وایي، دغه پراخ بندیز په افغانستان کې د بنسټیزو ازادیو د لا سختو محدودیتونو او د ځپنې د موجود چاپېریال د لا پیاوړتیا سبب کېږي.
د یاد سازمان په وینا، دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې طالبان لا هم اعتراض او مخالف نظر لرونکي کسان په خپلسري ډول نیسي او بندیان وي، شکنجه کوي او له نورو ناوړه چلندونو او جبري ورکېدنو سره یې مخ کوي.
د بښنې نړیوال سازمان تر دې مخکې هم د طالبانو له خوا د سوله ییزو اعتراضونو د ځپلو او د معترضانو د نیولو او شکنجه کولو په اړه راپورونه ورکړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول هغه فرمانونه او پالیسۍ ژر تر ژره لغوه او هغه کړنې پای ته ورسوي چې د نړیوال قانون له مخې د افغانستان له ژمنو سره په ټکر کې دي.
طالبانو د اګست پر ۲۲مه د «پولیسو قانون» په نوم نوی قانون خپور کړ چې ۵۳ مادې لري. د دغه قانون د ۵۰مې مادې له مخې، د افغانستان په ټوله خاوره کې د هر ډول لاریون ترسره کول منع شوي دي.
