• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېمز روغتون کې اورلګېدنه؛ د طالبانو سفارت د ماشومانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت په پېمز روغتون کې د اورلګېدنې پېښه چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي «لړزونکې» ګڼلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. دغه پېښه په یاد روغتون کې (چهارشنبه د وږي۴) سهار مهال رامنځته شوې وه.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې ورځې په ناوخته ( د وږي ۴مه) د یوه پیغام په خپرولو سره د اسلام‌اباد په پېمز روغتون کې رامنځته شوې اورلګېدنه چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي «لړزونکې» پېښه بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.

دغه سفارت چې په انګلیسي او اردو ژبو دغه پیغام خپور کړی ویلي: «په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په پېمز روغتون کې د اورلګېدنې د لړزونکې پېښې له امله، چې له امله یې یو شمېر نوي زېږېدلي ماشومان مړه شول، خپله ژوره همدردي او ډاډګېرنه څرګندوي».

د پاکستان د طبي علومو په انسټېټیوټ (پېمز) روغتون کې د نسایي څانګې د ماشومانو په ځانګړې خونه کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.

د دغه هېواد د ژغورنې ادارې ویلي، د پېښې پرمهال د ماشومانو په ځانګړې خونه کې د ۱۶ تازه زېږېدلو ماشومانو له ډلې یوازې یو ماشوم ژغورل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان
۱

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان

۲

په پاکستان کې د افغان محصلینو ټولنې د ویزو او نیونو پر ضد عالي محکمه کې قضیه ثبت کړه

۳

د افغانستان نوې سوداګریزې لارې د خیبر پښتونخوا اقتصاد له ستونزو سره مخ کوي

۴

عطامحمد نور امیر خان متقي ته: «رېښتیا هم چې جاهل او وحشي، ښه او بد نه‌لري»

۵

د امریکا پخوانی سفیر: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی

•
•
•

نور خبرونه

د ایران پارلمان غړی: د امریکا د اقتصادي فشارونو په لړ کې له افغانستان سره سوداګري ګټوره ده

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱
100%

د ایران د پارلمان غړي علیرضا زندیان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ وروستیو ګواښونو او د اقتصادي فشارونو نوي پړاو ته په اشارې سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا د دغو فشارونو د اغېزو په کمولو کې خورا مؤثره ثابتېدلی شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د امریکا اوسني فشارونه تر ډېره پر رواني جګړې تمرکز لري او د کورني اقتصاد د پیاوړتیا او سیمه‌ییزې سوداګرۍ له لارې د ماتې سره مخ کېدلی شي.

د بیجار د خلکو استازي علیرضا زندیان له «ایراف» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې بندیزونه کومه نوې موضوع نه ده او خلک له کلونو راهیسې له دغه وضعیت سره بلد دي. هغه زیاته کړه چې د دغو فشارونو د شنډولو لپاره باید درون‌اټکله اقتصاد پیاوړی شي، د ریل پټلۍ شبکه پراخه شي، خصوصي سکتور او د سوداګرۍ خونې فعالې شي او د افغانستان په څېر د ګاونډیو هېوادونو له ظرفیتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي.

زندیان په خپلو خبرو کې د چین هېواد دریځ ته هم اشاره وکړه چې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د امریکا یو اړخیز بندیزونه په رسمیت نه پېژني او دا یې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې یو مهم فرصت وباله. نوموړي د بهرنیو چارو له وزارت او د سوداګرۍ له خونې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل اقتصادي مصلحتین او دفترونه فعال کړي، د ګمرکي تعرفو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د چابهار، قشم، بانه او مریوان په څېر له ازادو سیمو څخه د سوداګرۍ د رونق لپاره کار واخلي.

د ایران د مجلس دغه غړي د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د برخو پرانیستلو ته په اشارې سره وویل چې د ریل شبکې پراختیا د ایران په اووم پرمختیایي پلان کې یو اساسي هدف دی. هغه څرګنده کړه چې ایران د خپل ځانګړي جیوپولیټیک موقعیت له امله د ختیځ او لوېدیځ د نښلوونکي پُل حیثیت لري او کولی شي د منځنۍ اسیا هېوادونه ازادو اوبو او نړیوالو بازارونو ته وصل کړي، چې په دې لړ کې له افغانستان سره د ریل پټلۍ نښلول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

د تایید شویو سرچینو د معلوماتو له مخې، دا مهال د هرمز تنګی د جګړې او پوځي کړکېچ له امله تړل شوی او د سپاه پاسداران سمندري ځواک وایي هر ډول تګ راتګ باید د دوی په همغږۍ ترسره شي، په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د بندرونو سمندري محاصره جاري ساتلې ده.

په داسې وضعیت کې چې د قطر د مایع ګاز صادرات تر ۸۸ سلنې پورې کم شوي او د هرمز تنګي د بندېدو له امله په سیمه کې د تېلو او انرژۍ د لېږد بدیلې لارې لکه د عراق-جیهان نللیکه او نورې شبکې تر کار لاندې دي، د اسلامي جمهوریت چارواکي هڅه کوي چې له افغانستان سره د ځمکنیو او ریل پټلیو له لارې د بندیزونو او سمندري محاصرې اغېزې تر یوې کچې راکمې کړي.

هم‌مهاله واشنګټن د ایران پر یو شمېر پانګه‌والو او مالي شرکتونو هم سخت اقتصادي بندیزونه وضعه کړې دي.

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، که د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه په افغانستان کې پاتې شوی وای نیول کېده، شکنجه کېده او اړ کېده چې د طالبانو واک ته رسېدل مشروع وبولي. هغه وایي، له وتلو پښېمانه نه دی او غوښتل یې د تاریخ «ژوندی شاهد» پاتې شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني له اروپايي ټلویزیوني شبکې «ارته» سره په تازه مرکه کې د افغانستان له وتلو څخه د خپل روایت په وړاندې کولو سره ویلي: «ما ته دقیقا دوه دقیقې وخت راکړل شو او خبر راکړل شو چې ماڼۍ محاصره شوې ده. که پاتې شوی وای، نیول کېدم، شکنجه کېدم او اړ کېدم چې اعلان وکړم د طالبانو واک ته رسېدل مشروع دي. له هغې وروسته نه پوهېږم چې څه به راسره شوي وای».

اشرف غني ویلي: «زه یوازې په هغو جامو کې چې پر تن مې وې، له هغه ځایه ووتلم کله چې چورلکي ته پورته شوم، نه پوهېدم چې زموږ مقصد چېرته دی.»

غني ټینګار کړی: «زه هېڅکله له خپل وتلو پښېمانه نه شوم. نه مې غوښتل چې جمهوریت په داسې حال کې پای ته ورسېږي چې ټوپک مې پر سر نیول شوی وي او ویل شوي واي: هغه تسلیم شو.»

د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې: «ما غوښتل د تاریخ ژوندی شاهد واوسم. ما غوښتل ناټو او امریکا ته وښیم چې د دوی پرېکړه به څه پایلې ولري. زه یو ژوندی شاهد یم چې خپله خبرې کولی شم. نه مې غوښتل چې نور زما پر ځای خبرې وکړي.»

غني په دغه مستند کې له کابل څخه د خپل وتلو د څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې هغه ورځ یې غوښتل د دفاع وزارت ته لاړ شي.

هغه ویلي: «دفاع وزیر زنګ وواهه او راته یې وویل چې طالبانو د کابل په شمال او جنوب کې دوه زندانونه نیولي دي. ما وویل چې وزارت ته درځم. امنیتي ځواکونه د دفاع وزارت ته ولاړل او پوه شول چې ودانۍ تشه ده د قوماندې لړۍ له منځه تللې وه.»

همدارنګه غني د دوحې پر تړون نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه تړون له افغان حکومت سره د واشنګټن د همکارۍ د پای ته رسېدو په معنا و.

هغه ویلي، په دغه تړون کې د طالبانو د پنځه زره بندیانو پر خوشې کولو ټینګار شوی و، په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، افغان امنیتي ځواکونو د دغو کسانو د نیولو لپاره «ډېرې وینې او ډېر لګښت» ورکړی و.

غني ویلي چې د دغو بندیانو خوشې کول «د افغانستان د امنیتي ځواکونو پای» و.

نوموړي همداراز ویلي چې د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې راهیسې د امریکا دیپلوماتیکه برخه نور د افغانستان د حکومت شریک نه وه. د هغه په وینا، افغان حکومت د سولې له بهیر څخه څنګ ته کړل شو او وروسته له هغې چې زلمي خلیلزاد د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، دغه بهیر عملا د واشنګټن له خوا په خپل لاس کې واخیستل شو.

امریکا د دوحې له تړون وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لپاره پوځي مرستې کمې کړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر د افغان هوايي ځواک د امریکا پر ملاتړ د تړاو په اړه ویلي: «زموږ هوايي ځواک د امریکا له خوا د تجهیزاتو او دوامدار ملاتړ پر برابرولو متکي و. زموږ اتکا ډېره زیاته وه. کله چې دغه ملاتړونه ودرول شول، زموږ هوايي ځواک له ډېرو لویو ستونزو سره مخ شو.»

د اشرف غني دغه څرګندونې د افغانستان د ۲۱ کلنې جګړې په اړه په یوه درې برخیز فرانسوي ـ جرمني مستند فلم کې شوې دي. دغه مستند د بنسه ماته او لوچو مولیکا له خوا جوړ شوی او درې برخې لري: «له لاسه ورکړل شوی هېواد»، «د امریکا جګړه» او «د کابل سقوط».

ملګري ملتونه: د وسله‌والو فعالیت او په بدخشان کې نښتو د بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیت، په بدخشان او ځینو نورو سیمو کې نښتو د داخلي بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

راپور زیاتوي، له همدې امله اداري او عملیاتي محدودیتونو د بشري مرستو پر رسېدو او د پروګرامونو پر پلي کېدو اغېز کړی. یادې ادارې د تېرې جولای میاشتې په راپور کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) خپور شوی ویلي، په دې موده کې له پاکستان او ایران نه د راستنېدونکو افغان کډوالو څپې پراخې وې.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر نښتو وروسته اړیکې لاهم ترینګلې پاتې دي. دوی زیاته کړې: «په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو د فعالیتونو زیاتېدل، په بدخشان او نورو سیمو کې نښتو او هرات کې د ښځو پر وړاندې پراخو محدودیتونو د نورو داخلي بې‌ځایه کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د ځینو پروګرامونو د لنډمهاله درېدلو لامل شوي».

په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت

یونسیار په ایران کې د افغان کډوالو په اړه ویلي، چې په جولای میاشت کې له دغه هېواده د افغانانو اېستل دوام لاره او پر بې‌اسناده افغانانو د قوانینو پلي کول هم سخت شوي وو. په راپور کې راغلي، چې پوځي بریدونو او د ترانسپورټ او لوژستیکي زېربناوو زیانمنېدو هم د بشري مرستو رسېدل، د اکمالاتو لړۍ او سوداګریز فعالیتونه ګډوډ کړي وو.

د یونسیار د راپور د معلوماتو له مخې؛ د ایران په کرمان، سیستان او بلوچستان کې د سرحدي امنیتي تدابیرو پیاوړتیا او د ناقانونه لارو د تېرېدو ګواښونو د هغه افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې، چې هڅه یې کوله په خطرناکو شرایطو کې له پولې واوړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت

د یونسیار په راپور کې راغلي، په پاکستان کې هغه افغانان چې معتبرې ویزې نه‌لري د جولای له ۱۰مې وروسته یې پر وړاندې عملیات پراخ شوي. په راپور کې د افغانانو د نیولو، توقیف، د کورونو تالاشي او جبري اېستلو خبر هم ورکړل شوی.

راپور وايي، هغه افغان محصلین چې د (پي او ار) کارت یې لاره د حقونو لپاره د هڅې او غوښتنې سره، سره هم د نیول کېدو او اېستل کېدو له پېښو سره مخ شوي. په راپور کې راغلي، چې د پاکستاني چارواکو له‌خوا د افغانانو پر وړاندې اقدامات په ځانګړي ډول په بلوچستان او سند کې ډېر جدي وو.

د کډوالو دغه اداره وايي، په تورخم کې امنیتي تدابیرو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ترینګلتیاوو هم د خلکو د تګ‌راتګ او د بشري مرستو رسېدل اغېزمن کړي وو.

راپور؛ د امریکا د مرستو کمښت افغانستان کې د مېندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت اغېزمن کړی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۳ GMT+۱
100%

د پي‌بي‌اېس نیوز په راپور کې راغلي، د امریکا د بهرنیو مرستو د کمښت له امله افغانستان تر ټولو زیات اغېزمن شوی او د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله د افغان مېندو او ماشومانو وضعیت لا کړکېچن شوی دی. د راپور له مخې، د مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې تر ۱۶۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

راپور د هرات ولایت د لرو پرتو سیمو بېلګې وړاندې کړې، هغه سیمې چې پخوا په‌کې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ ګرځنده او کلیوال روغتیايي مرکزونه فعال وو؛ خو د بودجې له بندېدو وروسته یې فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.
په راپور کې راغلي، په هرات کې یوشمېر ناروغان د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله روغتونونو ته نه‌شي رسېدای او ځینې یې د درملنې تر ترلاسه کولو وړاندې مري. په راپور کې د سیما‌ګل په نوم د یوې مور کیسه هم راغلې، چې شپږ میاشتنی زوی یې د خوارځواکۍ او ناروغۍ له امله مړ شوی دی. هغې ویلي، د خپل ماشوم د ناروغۍ پرمهال نه یې د درملنې وس لاره او نه یې روغتیايي مرکز ته پر وخت لاسرسی. د راپور له مخې، نوموړې اوس اندېښنه لري چې لور یې هم د ورته ناروغیو نښې لري.
راپور د یګانې په نوم د یوې بلې ښځې کیسه هم بیانوي چې وايي، تراوسه یې پنځه ماشومان له لاسه ورکړي او د فقر او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله د خپل راتلونکي ماشوم په اړه هم اندېښمنه ده.
د هرات یوې قابلې چې پخوا یې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په یوه ګرځنده کلینیک کې کار کاوه ويلي، د دوی د فعالیتونو ۸۰ سلنه لګښت د امریکا د پراختیایي ادارې له لوري تمویلېده؛ خو د بودجې له بندېدو وروسته اړ شوي چې خپل خدمات ودروي.
هغې ویلي: «اوس فکر کوم چې د دغه سیمو ښځو او ماشومانو ته به څوک خدمتونه وړاندې کوي؟ کله چې د هغوی د مړینې خبرونه اورم، سخته خواشینې شم».
راپور کاږي، د طالبانو د تګلارې له مخې ښځې باید له کوره بهر د یوه نارینه محرم په ملتیا ووځي چې دغه موضوع هم روغتیايي خدمتونو ته د ښځو پر لاسرسي اغېز لري. د راپور له مخې، روغتیايي کارکوونکو داسې پېښې ثبت کړې چې ښځې او ماشومان روغتون ته تر رسېدو وړاندې یا د تګ پرمهال مړه شوي دي.
په ختیځ افغانستان کې د ننګرهار د ولایتي روغتون د ماشومانو د خوارځواکۍ څانګې مشر ډاکټر سکندر غني ویلي، د یو اېس ایډ له مرستو وروسته د روغتیايي مرکزونو وضعیت ښه و؛ خو اوس ډېری تجهیزات خراب شوي او امکانات محدود دي.
هغه زیاته کړې، چې اوس روغتون ته ډېری ماشومان په ډېر خراب وضعیت کې راوړل کېږي او په ځینو مواردو کې د ژغورلو امکان یې کم وي.
راپور وايي، د امریکا د مرستو تر کمښت وروسته نږدې ۵۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او د روان کال په اوږدو کې ۳۰۰ نور هم خپل فعالیتونه درولي دي چې له امله یې شاوخوا شپږ مېلیونه کسان له سیمه‌ییزو روغتیايي خدماتو محروم شوي دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي بې‌سارې کچې ته رسېدلې او نږدې نیمايي ماشومان د کافي خوړو له نشتوالي سره مخ دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د کور په کور واکسیناسیون نشتوالی د ګوزڼ ویروس د خپرېدو لامل شوی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان د ګوزڼ ناروغۍ د بېړني وضعیت کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان لاهم د ګوزڼ ویروس د انتقال له اصلي مرکزونو شمېرل کېږي او کور په کور د واکسیناسیون نشتوالي د ګوزڼ د له‌منځه وړلو هڅې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶کال کې تراوسه په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۲۵کال کې ۲۱ ښودل شوی و. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې او چاپېریالي بېلګې تر ډېره د هېواد په سوېل او ختیځو سیمو کې ثبت شوې دي.
راپور څرګندوي، چې د ۲۰۲۵کال له اکتوبر راهیسې په افغانستان کې کور په کور د واکسین کمپاینونه نه‌دي ترسره شوي او پر ځای یې د «سایټ په سایټ» یا ټاکلو مرکزونو له لارې د ماشومانو د واکسیناسیون تګلاره عملي شوې ده.
د یادې کمېټې په وینا، د کور په کور کمپاینونو نشتوالي او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو محدود حضور، په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېلي سیمو کې د دې لامل شوی چې ډېری ماشومان واکسین ته لاسرسی ونه لري.
راپور زیاتوي: «سایټ په سایټ کمپاینونه نه‌دي توانېدلي، چې د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره د پوښښ اړینه او دوامداره کچه رامنځته کړي، په ځانګړي ډول په سوېلي افغانستان کې».
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د افغانستان سوېلي سیمه لاهم د ګوزڼ ویروس د انتقال تر ټولو اندېښمنوونکې سیمه ده، چېرې چې د ویروس د پټې او دوامداره خپرېدو شواهد موندل شوي دي.
راپور همداراز یادونه کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګوزڼ ویروس د انتقال ګواښ لاهم شته او دواړه هېوادونه د پولیو د له‌منځه وړلو له پلوه یو ګډ اپیډیمولوژیک بلاک بلل کېږي.
د سازمان په وینا، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تر تړل کېدو وروسته د پولیو د بېلګو لېږد ځنډېدلی و؛ خو د ۲۰۲۶کال له جنورۍ راهیسې دغه بهیر له هوايي لارو بېرته پیل شوی دی.
راپور کې ویل شوي، چې له پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو او نورو وګړو دوامداره تګ‌راتګ هم د پولیو د پولې هاخوا انتقال ګواښ زیاتوي. د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو بېړنۍ کمېټې ټینګار کړی، چې افغانستان باید د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره د څار، واکسین کمپاینونو او د ماشومانو د پوښښ د پراختیا هڅې زیاتې کړي.
یادې کمېټې له طالبانو غوښتي، چې د امکان په صورت کې بېرته د کور په کور واکسیناسیون ته لاره هواره کړي؛ ځکه دغه تګلاره د ګوزڼ د بشپړ له‌منځه وړلو لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ګڼل کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپلې وروستۍ ارزونه کې ویلي، چې د ګوزڼ د خپرېدو ګواښ لاهم د نړۍوالې عامې روغتیا بېړنی حالت بلل کېږي او له همدې امله یې د پولیو اړوند لنډمهاله نړۍوالې سپارښتنې د نورو درېیو میاشتو لپاره غځولې دي.