طالبان: په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۱۶ زره کسان له زندانونو ازاد شوي

د طالبانو ستره محکمه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد له زندانونو څه باندې ۱۶ زره بندیانو ته «عفوه» شوې ده. د دغې محکمې لپاره طالب مسوولین زیاتوي، په دې موده کې د څه باندې ۱۱ زره نورو بندیانو د بند په موده کې کموالی راغلی، خو دا چې دمګړۍ څومره کسان بندیان دي څه نهدي ویل شوي.
د طالبانو د سترې محکمې ویاند منصور احمد حمزه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د دغې ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده د حکم او د سترې محکمې د رييس عبدالحکیم حقاني د هدایت پر بنسټ څه باندې ۱۱ زره کسان له زندانونو ازاد شوي دي.
منصور احمد حمزه زیاته کړه: «د هبتالله اخوندزاده د حکم او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د هدایت پر اساس په تېرو ۵ کلونو کې ۱۶ زره او ۴۶۸ زندانیانو ته عفوه ورکړل شوې او د ۱۱ زره او ۱۵۹ د بند په موده کې تخفیف راوستل شوی دی».
نوموړي په دې اړه، چې دمګړۍ د افغانستان په ټولو زندانونو کې د ښځو په ګډون څومره کسان بندیان څه نهدي ویلي.
د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو په وینا، د طالبانو تر ادارې لاندې د ازادۍ د سلب په مرکزونو او په ځانګړې توګه د استخباراتو تر څار لاندې زندانونو کې شکنجه یوه عامه پدیده ده او قربانیان د خپلو شکایتونو د ثبت او خوندیتوب لپاره اغېزناکو میکانیزمونو ته لاسرسی نهلري او همداراز په زندانونو کې تر شکنجې لاندې د بندیانو د مړه کېدو ګڼ راپورونه هم خپاره شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل – پښتو د څېړنو له مخې، د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کیږي، خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې د دوی د اصولو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه منع ده.
