د کوېټې سوداګر: لارې بندې دي خو بیا هم پاکستان ته په قاچاق د افغانستان رومیان راروان دي

په کوېټه کې یو شمېر ځايي سوداګر وایي، سره له دې چې پر ډیورنډ کرښه د چمن او نورې لارې بندې دي، خو بیا هم د افغانستان رومیان پاکستان ته روان دي. دوی وایي، د چهارشنبې په ورځ د وږي ۴مه یې د افغانستان له رومیانو یو شمېر بار موټرې نیولي دي.
د کوېټې سوداګرو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې باید وضاحت ورکړي چې څنګه پر دغو قاچاقي لارو لا هم د افغانستان توکي او محصولات دغه هېواد ته داخلېږي؟
یو سوداګر وویل: «دا څنګه چل دی چې باډران بند دي او دا ټماټمر راروان دي. څلویشت تر پنځوس ګاډي پر دغه لارو باندې له رومیانو ډکې راروانې دي». د اجمل په نوم د کوېټې یو بل سوداګر بیا وایي، دوی د رومیانو بېلابېل موټرونه چې د افغانستان رومیان یې راقاچاق کړي نیولي دي، خو بېرته یې خوشې کړل.
هغه خبرداری ورکړی، که د پاکستان حکومت او ځايي چارواکي د قاچاق دغه بهیر بند نهکړي، نو په راتلونکو ورځو کې به بیا سخت اعتراضونه او لاریونونه وکړي. دغه سوداګر زیاتوي چې پر دوی باندې د قانوني سوداګرۍ مخه بنده ده، خو په قاچاقي ډول بیا سوداګري روانه ده.
یو سوداګر وویل: «زموږ معاشي ژوند یې را تباه کړو، خو سمګلېنګ روان دی». له دې ور هاخوا څو څو ځله افغان سوداګرو هم نیوکې کړي چې د ډیورنډ کرښې له هاغې غاړې افغانستان ته هم د پاکستان میوې او تازه سبزیجات په ناقانونه توګه افغانستان ته راوړل کېږي، خو دوی ته اجازه نشته چې په قانوني توګه سوداګري وکړي.
تر یو کال ډېره موده کېږي چې د ټيټيپي پر سره د طالبانو او پاکستان اړیکې کړکېچنې شوي او تر سختو نښتو وروسته یې پر ډیورنډ کرښه دروازې د هر ډول سوداګرۍ پرمخ بندې کړې دي. له دې اقداما سره د کرښې دواړو غاړو سوداګرو ته نږدې ۲میلیارده ډالره زیان اوښتی دی.
هممهاله خپله طالبانو هم څو څو ځله خبر ورکړی چې له پاکستان څخه افغانستان ته تازه میوې قاچاق شوې دي. نږدې میاشت وړاندې طالبانو خبر ورکړ چې تورخم کې یې سلګونه کیلو هغه نیولي او سیند ته غورځولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته راقاچاق شوي وو.
