جو ویلسن: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل «ناورینزېږوونکې تېروتنه» وه

د امریکا د استازو جرګې جمهوريپال غړي جو ویلسن، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د بهرني سیاست او پوځي تاریخ له «تر ټولو سترو ناورینزیږوونکو تېروتنو» څخه یوه بللې ده.
ویلسن د چهارشنبې په ورځ، د وږي په څلورمه، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د داعش په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو پنځم تلین په پار ایکس خواله رسنۍ لیکلي، امریکا باید هغه څه هېر نه کړي چې نوموړي په افغانستان کې «تسلیمېدل» بللي دي.
هغه د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د طالبانو پر وړاندې په «تسلیمېدو» تورن کړی او ویلي یې دي چې د امریکايي ځواکونو وتلو افغانستان د ترهګرو لپاره پر خوندي پناهځای بدل کړی او د امریکایانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
ویلسن زیاته کړې: «نن موږ هغه له لاسه ورکړي ژوندونه او هغه قربانۍ یادوو چې په امریکا کې زموږ د ازادۍ او امنیت لپاره ترسره شوې دي».
د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د داعش خراسان ډلې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول. داعش خراسان د برید مسوولیت ومانه.
برید په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې هغه مهال وشو چې زرګونه افغانان له هېواده د وتلو په موخه د کابل هوايي ډګر شاوخوا راټول شوي وو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څو ځله له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او د ۱۳ امریکايي سرتېرو پر وژل کېدو نیوکه کړې او دا یې د امریکا په تاریخ کې له «تر ټولو شرموونکو» پېښو څخه یوه بللې ده.
بلخوا، د ټرمپ حکومت د پاکستان له خوا د کابل هوايي ډګر د برید د یوه عامل د نیول کېدو له امله له اسلاماباد څخه مننه کړې ده.
