طالب امنیه قومندان له خلکو غوښتي چې ځوانان له ناوړه تبلیغاتو باخبره وساتي

د پروان طالب امنیه قومندان محمد جاوېد ضیاالرحمان د یوې دیني مدرسو د فراغت په مراسمو کې له ځايي خلکو غوښتي، چې ځوان نسل د ناوړه تبلیغاتو څخه باخبره وساتي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان په خلکو کې د خپلو مخالفینو له نفوذ څخه په اندېښنه کې دي او د مخنیوي لپاره یې هڅه کوي.
د پروان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندان محمد جاوېد ضیاالرحمان د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۴مه) د دوو دیني مدرسو د فراغت او دستاربندۍ په مراسمو کې له ځايي خلکو وغوښتل: «خپل ځوان نسل د کفري تبلیغاتو او د هغوی د لاسپوڅو له دسیسو او ناوړه تبلیغاتو څخه باخبره وساتي». خو هغه په دې تړاو نور جزییات نهورکړي، مګر په دې وروستیو کې په هېواد او په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د وسلهوالو مخالفینو جبهو خپل فعالیتونه پراخ کړي.
یاد طالب قومندان څرګنده کړه: «خپل ځوانان د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې وروزئ».
د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په همدې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې له دوو بېلابېلو دیني مدرسو څخه د شپږو ښځینهوو په ګډون ۵۸ تنو ته د فراغت په مناسبت د فضیلت پګړۍ پر سر شوې.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولکي پورته د زدهکړو له دوامه محرومې شوي او د راپورونو پر بنسټ، ډېری نجونې زدهکوونکې یا په کوچني عمر جبري واده کولو ته اړ اېستل شوي او یا یې هم دیني مدرسو ته مخه کړې ده.
د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد په وینا، دمګړۍ په افغانستان کې تر ۲۰زره ډېرې مدرسې فعالې دي او پهکې شاوخوا دوه نیم میلیونه زدهکوونکي د دیني علومو پر زدهکړو بوخت دي.
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته خپل ډېر تمرکز په جهادي مدرسو، جوماتونو او د دیني بنسټونو پر جوړولو کړی، خو له دې سره سره، نړۍوالو او د بشري حقونو بنسټونو د دغه مدرسو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په باور یې، دغه مدرسې افراطیت ته وده ورکوي.
