د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني له اروپايي ټلویزیوني شبکې «ارته» سره په تازه مرکه کې د افغانستان له وتلو څخه د خپل روایت په وړاندې کولو سره ویلي: «ما ته دقیقا دوه دقیقې وخت راکړل شو او خبر راکړل شو چې ماڼۍ محاصره شوې ده. که پاتې شوی وای، نیول کېدم، شکنجه کېدم او اړ کېدم چې اعلان وکړم د طالبانو واک ته رسېدل مشروع دي. له هغې وروسته نه پوهېږم چې څه به راسره شوي وای».
اشرف غني ویلي: «زه یوازې په هغو جامو کې چې پر تن مې وې، له هغه ځایه ووتلم کله چې چورلکي ته پورته شوم، نه پوهېدم چې زموږ مقصد چېرته دی.»
غني ټینګار کړی: «زه هېڅکله له خپل وتلو پښېمانه نه شوم. نه مې غوښتل چې جمهوریت په داسې حال کې پای ته ورسېږي چې ټوپک مې پر سر نیول شوی وي او ویل شوي واي: هغه تسلیم شو.»
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې: «ما غوښتل د تاریخ ژوندی شاهد واوسم. ما غوښتل ناټو او امریکا ته وښیم چې د دوی پرېکړه به څه پایلې ولري. زه یو ژوندی شاهد یم چې خپله خبرې کولی شم. نه مې غوښتل چې نور زما پر ځای خبرې وکړي.»
غني په دغه مستند کې له کابل څخه د خپل وتلو د څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې هغه ورځ یې غوښتل د دفاع وزارت ته لاړ شي.
هغه ویلي: «دفاع وزیر زنګ وواهه او راته یې وویل چې طالبانو د کابل په شمال او جنوب کې دوه زندانونه نیولي دي. ما وویل چې وزارت ته درځم. امنیتي ځواکونه د دفاع وزارت ته ولاړل او پوه شول چې ودانۍ تشه ده د قوماندې لړۍ له منځه تللې وه.»
همدارنګه غني د دوحې پر تړون نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه تړون له افغان حکومت سره د واشنګټن د همکارۍ د پای ته رسېدو په معنا و.
هغه ویلي، په دغه تړون کې د طالبانو د پنځه زره بندیانو پر خوشې کولو ټینګار شوی و، په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، افغان امنیتي ځواکونو د دغو کسانو د نیولو لپاره «ډېرې وینې او ډېر لګښت» ورکړی و.
غني ویلي چې د دغو بندیانو خوشې کول «د افغانستان د امنیتي ځواکونو پای» و.
نوموړي همداراز ویلي چې د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې راهیسې د امریکا دیپلوماتیکه برخه نور د افغانستان د حکومت شریک نه وه. د هغه په وینا، افغان حکومت د سولې له بهیر څخه څنګ ته کړل شو او وروسته له هغې چې زلمي خلیلزاد د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، دغه بهیر عملا د واشنګټن له خوا په خپل لاس کې واخیستل شو.
امریکا د دوحې له تړون وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لپاره پوځي مرستې کمې کړې.
د افغانستان پخواني ولسمشر د افغان هوايي ځواک د امریکا پر ملاتړ د تړاو په اړه ویلي: «زموږ هوايي ځواک د امریکا له خوا د تجهیزاتو او دوامدار ملاتړ پر برابرولو متکي و. زموږ اتکا ډېره زیاته وه. کله چې دغه ملاتړونه ودرول شول، زموږ هوايي ځواک له ډېرو لویو ستونزو سره مخ شو.»
د اشرف غني دغه څرګندونې د افغانستان د ۲۱ کلنې جګړې په اړه په یوه درې برخیز فرانسوي ـ جرمني مستند فلم کې شوې دي. دغه مستند د بنسه ماته او لوچو مولیکا له خوا جوړ شوی او درې برخې لري: «له لاسه ورکړل شوی هېواد»، «د امریکا جګړه» او «د کابل سقوط».