ازادۍ جبهې په کونړ کې د یو طالب په وژلو سره په دغه ولایت کې د خپلو عملیاتو د پیل اعلان وکړ

د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې په کونړ کې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو د پیل خبر ورکړ او ادعا یې کړې، چې د طالبانو پر یوې پوستې یې خپل لومړنی برید ترسره کړی. دوی زیاتوي دغه برید د وږي په څلورمه نېټه د اسعداباد او جلالاباد پر لویه لاره د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.
د ازادۍ جبهې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید د چهارشنبې په ماښام د نظامي اصولو او تکتیکونو په کارولو سره ترسره شو. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې یو طالب وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
دغې جبهې ویلي چې دا په کونړ ولایت کې د دوی د نویو عملیاتو پیل دی او په راتلونکي کې به هم د طالبانو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. تر اوسه په کونړ کې د طالبانو چارواکو د دغه برید او اوښتې مرګژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ازادۍ جبهه یو له هغو نظامي ډلو څخه ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په بېلابېلو ولایتونو کې د هغوی پر وړاندې چریکي بریدونه پیل کړي او تر دې وړاندې یې هم په کابل او نورو سیمو کې د ګڼو بریدونو مسوولیت منلی دی. دې ډلې همدا راز د بدخشان په زېباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره ساعتونه ساعتونه مخامخ وسلهوالې نښتې هم کړې دي.
دغې جبهې ادعا کړې چې هلته یې د طالبانو څو پاسګاوې نیولې او تر ۲۰ ډېر طالبان یې وژلي دي، خو طالبانو د دغو بریدونو د مهارولو ادعا کړې ده.
