د سرچینو په وینا، په دولتي ادارو کې استخباراتي ادارې د دولتي کارکوونکو او په ځانګړې توګه د تېر نظام د جمهوري نظام د کارکوونکو ټولې کړنې او فعالیتونه تر څار لاندې لري او ځینې یې کله نا کله تر پوښتنو لاندې نیسي او ډېری وخت له هېڅ راز دلیل وړاندې کولو پرته له دندو ګوښه کوي.
دغه سازمان ویلي: «یاد مرکز په افغانستان کې د مهمو او حیاتي موضوعاتو لکه تعليمي خپرونو، ټولنیز ثبات، اقتصادي پراختیا، مدني مشارکت، اقلیمي بدلونونو، عامې روغتیا او جنسیتي برابرۍ په برخو کې د عامه پوهاوي او باکیفیته محتواوو په تولید کې اغېزناک رول درلود. د داسې کاري سټیج بندول نه یوازې د بیان پر ازادۍ ګوزار دی، بلکې د ټولنې د فکري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کوي».
دغه سازمان له طالبانو په کلکه غوښتي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د لاپېس رسنیز مرکز د لاسته راوړنو او مسلکي خدماتو په پام کې نیولو سره، د هغه د بېرته فعالېدو او پرانېستل کېدو زمینه برابره کړي.
دغه سازمان څرګنده کړې: «د ټولنیزو، اقلیمي او اقتصادي ستونزو د حل لارې یوازې د ازادو، مسلکي او خپلواکو رسنیو د ملاتړ له لارې موندل کېدای شي؛ د پوهې او عامه پوهاوي د تولید د ادرسونو تړل د ستونزو حل نه دی».
امسو پر ټولو اړوندو خواوو غږ کړی، چې د رسنیزو بنسټونو او کارکوونکو امنیت، کاري خپلواکي او قانوني ساحه وپېژني او له هر ډول بېدلیله محدودیتونو څخه ډډه وکړي.
موبي ګروپ په خپل وېبپاڼه کې د لاپيس په تړاو لیکلي، چې تبلیغاتو او بازارموندنې، عامه اړیکو او ارتباطاتو، ټولنیزو او عامه پوهاوي کمپاینونو، څېړنې او مشورې، تعلیم، روغتیا او ټولنیزو پروژو په برخه فعالیتونه کوي.
لاپیس اداره په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې او د موبيګروب تر چتر لاندې د طلوع نیوز، طلوع او لمر ټلویزیوني شبکو او همداراز ارمان او اراکوزیا راډيوګانو تر څنګ یې فعالیت درلود.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.
هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نهدی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېلجيبيټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».