دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې هم طالبانو د اختر او یا هم نورو ځانګړو ورځو په مناسبت ګڼ شمېر بندیان خوشې کړي او یا یې هم د بند موده ور کمه کړې ده.
خو یو شمېر سرچینې وايي، چې په دا ډول پروسو کې پراخ فساد کېږي او د خوشې کېدو او تخفیف په نوملړونو کې هغه کسان شاملیږي، چې اړیکې ولري او یا هم د پیسو په بدل کې په نوملړونو کې ځای پر ځای شوي وي.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.
هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نهدی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېلجيبيټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».