په دې ناسته کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي پر شفافیت او د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په تفاهملیک کې شامل ټول موارد باید په بشپړه توګه عملي شي، څو په راتلونکي کې د نورو همکاریو لپاره لاره هواره شي.
د دغه لاسلیک شوي تفاهملیک له مخې، یادې موسسې ژمنه کړې چې په هرات ولایت کې به د بشري مرستو د ذخیره کولو لپاره د ګودامونو خدمات په وړیا او سټنډرډ ډول وړاندې کوي.
د دې ترڅنګ، دغه موسسه به له هرات څخه د دغه ولایت ولسوالیو او څلورو ګاونډیو ولایتونو غور، بادغیس، فراه او نیمروز ته د بشري مرستو د لېږد او ترانسپورت خدمات هم چمتو کړي.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.
هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نهدی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېلجيبيټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».