د جرمني فدرالي محکمې د هغه افغان د عمري بند سزا تایید کړه چې خپله مېرمن یې وژلې وه

د جرمني فدرالي محکمې د یوه افغان سړي د عمري بند سزا تایید کړې ده چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه یې په برلین کې خپله ۳۷ کلنه مېرمن په چاقو وژلې وه.
د محکمې د موندنو له مخې، دغه سړي له خپلې مېرمنې سره د خپلو غوښتنو پر سر له شخړې وروسته د برلین د بریتس سیمې په یوه اپارتمان کې د پخلنځي په چاقو پرې برید کړی او وژلې یې ده. د دې جوړې اولادونه د پېښې شاهدان وو.
محکمې ویلي چې دغه سړي له وژنې وړاندې خپله مېرمن تر کنټرول او محدودیت لاندې ساتله، ګواښونه یې ورته کول او ورسره یې تاوتریخوالی کاوه.
د محکمې په وینا، نوموړي له کوم موجه دلیل پرته پر خپلې مېرمنې شک کاوه او غوښتل یې هغه د ده په اند د «ناسم چلند» له امله مجازات کړي.
دغه جوړه په ۲۰۰۳ کال کې په افغانستان کې واده کړې و او په ۲۰۱۵ کال کې جرمني ته کډوال شوي وو. دوی څلور ګډ اولادونه لري او د ګډ ژوند په کلونو کې یې له ګڼو ستونزو او شخړو سره مخامخ وو.
محکمې ویلي چې دغه سړي په ۲۰۲۴ کال کې د اسلامي دود له مخې له خپلې مېرمنې جلا شوی او له بلې ښځې سره یې واده کړی و، خو د جرمني د قوانینو له مخې د دوی طلاق لا نهايي شوی نه و.
د محکمې د حکم له مخې، نوموړي وروسته له هغې چې د خپلې پخوانۍ مېرمنې له نوې اړیکې ناخوښ شو او هڅه یې وکړه چې هغه بېرته ګډ ژوند ته راوګرځوي.
د محکمې په وینا، سړي د پخلنځي په چاقو د خپلې مېرمنې د بدن په پورتنۍ برخه پنځه ګوزارونه کړي وو. د دغو ګوزارونو له ډلې یو یې د هغې په شا کې ژور لګېدلی و.
ښځه له برید وروسته د ودانۍ زینو ته په تېښته بریالۍ شوې، خو د سختې وینې بهېدنې له امله یې ساه ورکړه. پولیسو د هغې مېړه په هماغه ودانۍ کې ونیو.
د برلین ایالتي محکمې تر دې وړاندې دغه سړی په عمري بند محکوم کړی و.
د جرمني فدرالي محکمې د استیناف غوښتنې له څېړلو وروسته ویلي چې په مخکینۍ پرېکړه کې هېڅ حقوقي تېروتنه نه ده شوې او د عمري بند حکم یې تایید کړی دی.
