د هبتالله په حکم ۵ ولایتونو کې نږدې ۲۴زره جریبه دولتي ځمکه د راستنېدونکو لپاره ځانګړې شوه

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هبتالله اخوندزاده په ۵ بېلابېلو حکمونو سره په ۵ ولایتونو کې نږدې ۲۴ زره جریبه ځمکه کې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښارګوټو جوړولو لپاره ځانګړې شوه. دغه ځمکې په ننګرهار، هلمند، نیمروز، فراه او غور ولایتونو کې ځانګړې شوي دی.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د هبتالله اخوندزاده د پنځو بېلابېلو حکمونو لهمخې، په ننګرهار، هلمند، نیمروز، فراه او غور ولایتونو کې ټولټال ۲۳ زره ۶۳۶ اعشاریه ۳۹ جریبه دولتي ځمکه د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښارګوټو جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
د یادو حکمونو پر بنسټ، په هلمند کې ۱۰ زره جریبه، نیمروز کې ۸ زره جریبه، غور کې ۷۰۶ اعشاریه ۳۹ جریبه، ننګرهار کې ۱۰۰۶ جریبه او فراه کې ۳۴۳۰ جریبه امارتي ځمکه د راستنېدونکو مهاجرینو د مېشتېدنې لپاره ځانګړې او انتقال شوې ده.
دغه وزارت پر راستنېدونکو د یادو ځمکو د وېشل کېدو د نېټې په اړه څه نهدي ویلي، خو زیاته کړې یې ده: «دغه ځمکه د راستنېدونکو مهاجرینو د ښه، دایمي او باعزته ژوند د برابرولو په موخه ځانګړې شوې، تر څو د منظمو ښاري پلانونو له مخې پرې استوګنیز ښارګوټي جوړ او اړوندې ځمکې د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو له مخې پر راستنېدونکو مهاجرینو ووېشل شي».
د کور او ښار جوړولو وزارت زیاته کړې، چې دغه وزارت به د یادو ساحو د ښاري پلانونو په ترتیب او ډیزاین کې د استوګنې سیمو ترڅنګ، د سړکونو، عامه تأسیساتو، شنو ساحو، ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو ښاري اسانتیاوو لپاره لازم ځایونه په پام کې ونیسي، څو د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره منظم، معیاري او د ژوند له اړتیاوو سره برابر ښارګوټي رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو پنځو کلونو کې له ګاونډيو هېوادونو میلیونونه کډوال په جبر سره له کوربه هېوادونو اېستل شوي او اوس په خپل هېواد کې د سرپناه د نهلرو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
