طالبان: په هرات کې هره ورځ تر ۲مېلیونه ډېرې هګۍ تولېدېږي

په هرات کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۰۰ د چرګانو فارمونه فعالیت کوي چې له دې ډلې ۱۲۰ یې د هګیو د تولید لپاره ځانګړي شوي دي. د یاد ریاست په وینا، هره ورځ تر ۲ مېلیونه زیاتې هګۍ له فارمونو راټولېږي.
په هرات کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د چرګانو په برخه کې پانګونه کولای شي د چرګانو د غوښې پر وارداتو تکیه کمه او د کورنیو تولیداتو د ودې زمینه برابره کړي.
دغه ریاست زیاته کړې، هرات دامهال د چرګانو د غوښې او هګیو د تولید په برخه کې ځان بساینې ته رسېدلی او د کورني بازار اړتیا تر ډېره پوره کوي.
ورته مهال په هرات کې د طالبانو د والي ویاند یوسف سعیدي وایي، چې په دغه ولایت کې د چرګانو د فارمونو پراختیا د کارموندنې او کورنیو تولیداتو د زیاتوالي زمینه برابره کړې ده.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وړاندې ویلي و، چې په هرات کې د هګیو، غوښې او د چرګانو د تولید په برخه کې تر ۱۲۰ مېلیون ډالرو ډېره پانګونه شوې ده.
د هګیو د تولید ټولنې رییس عبدالقدیر پوپل هم ویلي و: «نږدې ۱۵زره کسان د چرګانو په فارمونو کې پر کار بوخت دي. د هرات د چرګانو ۷۰سلنه محصولات نورو ولایتونو ته لېږل کېږي».
د هرات د فارمي چرګانو ټولنه بیا وايي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د چرګانو د روزنې او پالنې کچه د پخوا پرتله د پام وړ لوړه شوې ده. د یادې ټولنې په وینا، هره ورځ نږدې ۴۰زره هګۍ د چرګانو د تولید لپاره کارول کېږي او په هرات کې هره ورځ د فارمي چرګانو شاوخوا ۱۷۰ ټنه غوښه تولیدېږي.
