دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په غبرګولي میاشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او استخباراتو په دغه ولایت کې د درې سیمهییزو راډیوګانو دفترونه د رسمي جوازونو نه لرلو، د مالیاتو نه ورکولو او غیرمعیاري خپرونو له امله تړلي وو، خو له څه مودې وروسته یې بېرته د فعالیت اجازه ورکړه.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.
هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نهدی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېلجيبيټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».