اسحاق ډار له برېتانوي چارواکو سره د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو په اړه غږېدلی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، لندن ته یې د خپل سفر پر مهال د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو په اړه د اسلاماباد اندېښنې له برېتانوي لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړې دي.
اسحاق ډار د برېتانیا د بهرنیو چارو له وزیر اېډ میلیبند او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار جاناتان پاول سره په جلا جلا لیدنو کې د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
ډار له میلیبند سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې د پاکستان د سولې او امنیت لپاره ګواښ دي. دواړو لورو د افغانستان او منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په اړه هم خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له جاناتان پاول سره د لیدنې پر مهال د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او امنیت په برخو کې د پاکستان او برېتانیا د همکاریو ارزونه کړې ده.
دواړو لورو د استخباراتي معلوماتو د تبادلې پر پیاوړتیا او د سیمې د امنیتي تحولاتو په اړه پر دوامدارو سلا مشورو ټینګار کړی دی.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې د دغه هېواد مخالفو وسلهوالو ډلو ته د افغانستان په خاوره کې د فعالیت اجازه ورکوي. اسلاماباد پر هند هم تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او بلوڅو ډلو ملاتړ کوي، خو هند دا ادعا رد کړې ده.
په مقابل کې، طالبان پاکستان تورنوي چې د دوی د مخالفانو کوربهتوب او ملاتړ کوي. طالب چارواکو ادعا کړې چې د دوی مخالفې ډلې د پاکستان په ځینو سیمو، په ځانګړې توګه چترال کې، فعالیت لري؛ خو پاکستان دا ادعا هم رد کړې ده.
دغه سازمان ویلي: «یاد مرکز په افغانستان کې د مهمو او حیاتي موضوعاتو لکه تعليمي خپرونو، ټولنیز ثبات، اقتصادي پراختیا، مدني مشارکت، اقلیمي بدلونونو، عامې روغتیا او جنسیتي برابرۍ په برخو کې د عامه پوهاوي او باکیفیته محتواوو په تولید کې اغېزناک رول درلود. د داسې کاري سټیج بندول نه یوازې د بیان پر ازادۍ ګوزار دی، بلکې د ټولنې د فکري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کوي».
دغه سازمان له طالبانو په کلکه غوښتي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د لاپېس رسنیز مرکز د لاسته راوړنو او مسلکي خدماتو په پام کې نیولو سره، د هغه د بېرته فعالېدو او پرانېستل کېدو زمینه برابره کړي.
دغه سازمان څرګنده کړې: «د ټولنیزو، اقلیمي او اقتصادي ستونزو د حل لارې یوازې د ازادو، مسلکي او خپلواکو رسنیو د ملاتړ له لارې موندل کېدای شي؛ د پوهې او عامه پوهاوي د تولید د ادرسونو تړل د ستونزو حل نه دی».
امسو پر ټولو اړوندو خواوو غږ کړی، چې د رسنیزو بنسټونو او کارکوونکو امنیت، کاري خپلواکي او قانوني ساحه وپېژني او له هر ډول بېدلیله محدودیتونو څخه ډډه وکړي.
موبي ګروپ په خپل وېبپاڼه کې د لاپيس په تړاو لیکلي، چې تبلیغاتو او بازارموندنې، عامه اړیکو او ارتباطاتو، ټولنیزو او عامه پوهاوي کمپاینونو، څېړنې او مشورې، تعلیم، روغتیا او ټولنیزو پروژو په برخه فعالیتونه کوي.
لاپیس اداره په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې او د موبيګروب تر چتر لاندې د طلوع نیوز، طلوع او لمر ټلویزیوني شبکو او همداراز ارمان او اراکوزیا راډيوګانو تر څنګ یې فعالیت درلود.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.
هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نهدی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېلجيبيټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».