تر اوسه په راپور کې د دغه افغان وګړي نوم، په لبنان کې د هغه د اوسېدو قانوني وضعیت او دا چې نوموړي په حقیقت کې کوم محرم معلومات ترلاسه کړي وو که نه، نه دي څرګند شوي. همداراز، د هغه پر وړاندې مطرح شوي تورونه تر اوسه د محکمې له خوا په وروستۍ بڼه نه دي ثابت شوي.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.
هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نهدی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېلجيبيټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».