په لوګر کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي. ویل کېږي په دغو کسانو ښځې او ماشومان شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي وو.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.
هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نهدی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېلجيبيټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».