د جرمني د خبري اژانس د معلوماتو له مخې، داسې نښې شته چې بریدګر او له وژل شویو کسانو څخه یوه یې یو بل پېژندل.
د «مېرکېشه الګماینه» ورځپاڼې د راپور له مخې، شکمن کس ۱۹ کلن دی او د وژل شوې زدهکوونکې پخوانی ملګری بلل کېږي.
پولیسو ویلي چې د پېښې په سیمه کې یې امنیتي تدابیر نیولي او د اوسنیو معلوماتو له مخې، په ښوونځي کې نور امنیتي ګواښ نشته. د پېښې نور جزئیات او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه معلومات لا نه دي خپاره شوي.
پېښه د ګوزن-نیو څیتاو ښار په یوه خصوصي ښوونیز کمپلکس کې شوې، چې لېسه، منځنی ښوونځی او مسلکي عالي ښوونځی پکې شامل دي.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.
هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نهدی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېلجيبيټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».