• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کونړ کې د څه باندې ۲۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې پلورلې دي

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۱

په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد شیرین حقاني وایي، چې په دغه ولایت کې یې د ازادې بولۍ له لارې د ۲۱.۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج، کونزایټ، بلور او د مارګنیټ ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلې دي.

حقاني ویلي، چې دغه ډبرې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۴مه) په اسعداباد ښار کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو په مارکېټ کې پلورل شوي. د نوموړي‌ په خبره، د دغه پیسو څه باندې ۲ مېلیونه افغانۍ عواید هم ټول شوي.

د هغه په وینا، د ډبرو د پلور په بولۍ کې د کورنیو پانګه‌والو ترڅنګ چینايي پانګه‌والو هم ګډون کړی و. طالبانو د پلورل شویو ډبرو وزن په اړه څه نه‌دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه
۱

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه

۲

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان

۳

د امریکا پخوانی سفیر: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی

۴

په پاکستان کې د افغان محصلینو ټولنې د ویزو او نیونو پر ضد عالي محکمه کې قضیه ثبت کړه

۵
معلومات او ټېکنالوژي

اپل د نوي ایفون د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

•
•
•

نور خبرونه

ټرمپ: طالبانو له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر» او مجرمین خوشې کړي

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده. هغه ویلي، دغه «ویجاړونکی» اقدام د دې لامل شو چې طالبان له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر او مجرمین» خوشې کړي.

ټرمپ دغه څرګندونې د ۲۰۲۱کال د کابل پر هوایي ډګر برید کې د ۱۳ وژل شویو سرتېرو د پنځم تلین په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې کړې دي. هغه دغه پېښه د جوبایډن او دیموکراتانو د «مطلقې بې‌کفایتۍ» پایله بللې ده.

د هغه په وینا، د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ناسم مدیریت د امریکا پوځیان بې‌دفاع کړل او طالبانو ته یې فرصت ورکړ چې له بګرام زندانه خطرناک بندیان خوشې کړي. ټرمپ ادعا کړې، چې طالبانو د بګرام له نیولو وروسته له زندانونو زرګونه کسان خوشې کړي.

100%

د امریکا ولسمشر همداراز د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره خپلو لیدنو ته په اشارې ټینګار کړی، چې د دیموکرات ګوند دغه کورنیو ته پاملرنه نه‌ده کړې خو سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته د ده حکومت پر خپلې ژمنې عمل کړی او د دغه «ترهګریز» برید اصلي طراح یې نیولی دی.

ډونالډ ټرمپ دغه پېښه د امریکا د تاریخ له تر ټولو سترو ناورینونو بللې او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن ژمن دی داسې ماتې او ناکامۍ بیا تکرار نه‌شي.

د ۲۰۲۱کال د اګست په ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بهیر کې تر ټولو خونړیو ورځو څخه یوه وه. هغه مهال زرګونه افغان او بهرنيو وګړو هڅه کوله، چې د طالبانو له‌خوا د کابل له بیا نیولو وروسته د بېړنۍ تخلیې له لارې له افغانستان نه ووځي. د داعش څانګې د دغه خونړي برید مسوولیت ومانه. په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو ترڅنګ تر ۱۶۰ ډېر افغانان هم ووژل شول.

د بګرام هوايي اډه چې د کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکا د پوځي او استخباراتي عملیاتو اصلي مرکز و د کابل تر سقوط څو اوونۍ مخکې د امریکايي ځواکونو له‌خوا په ناڅاپي ډول تخلیه شوه. کله چې طالبان پر یادې اډې واکمن شول د بګرام زندان دروازې پرانیستل شوې او زرګونه بندیان چې د طالبانو، القاعده او داعش لوړپوړي غړي هم په‌کې شامل وو له دغه زندانه وتښتېدل. دغه پېښه وروسته له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه د جمهوري‌پالو له اصلي نیوکو وه.

له افغانستان نه د وتلو څرنګوالي په اړه د ډونالډ ټرمپ بیاځلي نیوکې داسې مهال دي، چې د ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه د جوبایډن حکومت کړنې تل له سختو کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ وې. مخالفان دغه په بېړه وتل له امنیتي پلان‌جوړونې پرته بولي؛ ورته مهال د دغه اقدام پلویان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام لا درانه انساني او مالي لګښتونه لرل.

پر میثم نظري نیوکې؛ په یوه چوکاټ کې د امان‌الله خان او طالبانو راوستل تاریخ ته سپکاوی دی

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۱
100%

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.

ځینو افغان سیاست‌والو بیا د دغه څرګندونو په غبرګون لیکلي: «دواړه د دوو سیاسي پروژو په توګه په یوه کرښه کې راوستل د افغانستان تاریخ ته سپکاوی دی».
علي میثم نظري د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) پر اېکس پاڼه کاږلي: «افغانستان د تضادونو هېواد دی». د هغه په خبره، یوه ډله خلک یوه ورځ د تجدد‌پال پاچا امان الله خان چې په ۱۹۲۰ کلونو کې یې هڅه کوله پر افغان ټولنه لوېدیځ پالنه پلي کړي ستاینه کوي او بله ورځ بیا طالبانو ته د مشروعیت ورکولو غوښتنه کوي؛ هغه ډله چې په ۲۰۲۰مو کلونو کې پر همدې ټولنه د اسلام‌پالنې، توکم‌پالنې او دین‌واکۍ افراطي بڼې تپي.
نوموړي پوښتلي: «هغه ګډ عامل څه دی، چې دوی دې ته هڅوي څو د دوو داسې سیاسي پروژو دفاع وکړي، چې د اېډیالوژۍ له پلوه له یو بل سره په بشپړ مخالف لوري کې دي؟»

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمان‌خېل پر اېکس پاڼه د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي: «دواړه د دوو سیاسي پروژو په توګه په یوه کرښه کې راوستل د افغانستان تاریخ ته سپکاوی دی».

اغلې سلیمان خېل کاږلي: «دا د احمد مسعود تر ټولو لویه کمزوري ده، چې قومي متعصبینو ته یې اجازه ورکړې څو د هغه د غورځنګ د غږ او استازي په توګه راڅرګند شي». د هغې په خبره، تر بل بېرغ لاندې د همدغه ذهنیت بیا تکرارول د طالبانو پر وړاندې مقاومت نه بلکې د همدې ناروغۍ بله بڼه ده.

مریم سیلمان خېل زیاتوي: «امان‌الله خان د دې لپاره مبارزه وکړه، چې افغانستان له بهرني کنټروله ازاد کړي او یو خپلواک، لوستی او پرمختللی هېواد جوړ کړي. طالبانو بیا د لسیزو لپاره د همدغه دولت، بنسټونو، ښوونځيو او ازادیو له‌منځه وړلو لپاره مبارزه وکړه».

لیکوال، ټولنیز فعال او د شاهي نظام ملاتړی نعمت سادات هم د علي میثم نظري د لیکنې په غبرګون کې لیکلي: « پاچا امان‌الله یوازې د دې هڅه نه کوله، چې افغانستان لوېدیځ‌پال کړي بلکې هغه هڅه کوله چې یو خپلواک هېواد عصري کړي، زده‌کړې پراخې کړي، په ټولنه کې د ښځو ونډه زیاته کړي، دولتي بنسټونه پیاوړي کړي، حقوقي اصلاحات راولي او د افغانستان اړیکې له نړۍ سره پراخې کړي».

د نوموړي په خبره، له طالبانو سره د بلې جګړې مخالفت په دې معنا نه‌دی چې څوک د طالبانو ملاتړ کوي. هغه زیاتوي: «موږ د طالبانو اېډیالوژي په بشپړه توګه ردوو؛ خو په دې باور یو چې افغانستان په پای کې د یوې بلې نسل‌وژونکې جګړې پرځای خبرو اترو، فشار، د واک شریکولو او د مدني ازادیو پراختیا ته اړتیا لري».

هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نه‌دی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېل‌جي‌بي‌ټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».

د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان راتلونکی پېچلی دی

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۱
100%

د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د کړکېچ نړۍوالې ډلې پخواني مشر ګېرېت ایوانز په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان راتلونکی لاهم له ابهام سره مخ دی او د ښځو او نجونو وضعیت د نړۍوالې اندېښنې وړ پاتې دی.

دغه مقاله چې د اسټرالیا پر «پرلز اېنډ اریټېشنز» وېب‌پاڼه د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) خپره شوې راغلي، چې تر ۲۰۰۱کال وروسته د افغانستان د دولت جوړونې او سولې ټینګښت پروژه په ګڼو برخو کې ناکامه شوه او هماغه ناکامۍ په پای کې د طالبانو د بېرته واکمنېدو زمینه برابره کړه.
هغه ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور محدودیتونه لاهم دوام لري او همدا مسله د دې لامل شوې چې ډېری هېوادونه د طالبانو د حکومت رسمي مشروعیت ونه مني.
ایوانز لیکي، که څه هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد په بشپړه توګه نه‌دی نړېدلی او یوشمېر هېوادونه له کابل سره ډیپلوماتیک او اقتصادي تعاملات زیاتوي؛ خو د ښځو د حقونو وضعیت د نړۍوالې رسمیت پېژندنې پر وړاندې لوی خنډ پاتې دی.
هغه په ځانګړي ډول د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز، د ښځو د کار محدودیتونه او د هغوی پر تګ‌راتګ لګېدلي بندیزونه د طالبانو د حکومت تر ټولو جنجالي سیاستونه بللي دي. د اسټرالیا دغه پخواني وزیر تر ۲۰۰۱کال وروسته د افغانستان د دولت جوړونې د ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه هم یاد کړي دي.
د هغه په وینا، د افغانستان د ټولنیز او سیاسي جوړښت ناسم درک، کمزورې همغږي، د قانون حاکمیت ته کمه پاملرنه، د فساد پراخې ستونزې او د نړۍوالو د وتلو ناسم مدیریت هغه لاملونه وو چې د جمهوري نظام د پرځېدو لامل شوي.
ایوانز لیکلي، چې د سولې او دولت جوړونې بهیر باید د افغانستان د قومي، کلتوري او سیاسي واقعیتونو له درک سره مل وای؛ خو نړۍوالو لوبغاړو په دې برخه کې لازمې تجربې او تګلارې ونه لرلې.
د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه هغه د دوو تګلارو یادونه کړې؛ یوه د طالبانو پر وړاندې د فشار او انزوا تګلاره او بله له طالبانو سره د تعامل او خبرو اترو لاره. نوموړي ویلي، د فشار په تګلاره کې بندیزونه، نړۍوال فشار او د بشري حقونو د سرغړونو قضیو څار شامل دي، په داسې حال کې چې د تعامل پلویان باور لري چې د خبرو او اقتصادي همکاریو له لارې د وضعیت د ښه کېدو زمینه برابرېدای شي.
ایوانز ویلي، چې خپله د تعامل او فشار د ګډې تګلارې ملاتړ کوي. د هغه په وینا، له طالبانو سره اړیکې باید دوام ومومي؛ خو په ورته وخت کې باید د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو موضوع له پامه ونه غورځول شي.
هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو د ډیپلوماتیکو استازو منل او له کابل سره اړیکې باید د بشري حقونو د وضعیت له ښه والي سره مشروط وي. ایوانز همداراز ویلي، چې اسټرالیا باید د افغانستان په اړه خپله پاملرنه وساتي او د افغان کډوالو، بشري حقونو او نړۍوالو مرستو په برخه کې خپل رول ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، که څه هم اسټرالیا نه‌شي کولی په افغانستان کې مرکزي رول ولوبوي؛ خو باید د افغانانو د وضعیت د ښه کولو لپاره له خپلو نړۍوالو مسوولیتونو سترګې پټې نه‌کړي.

د دوو مېرمنو له نظره د ننني افغانستان انځور؛ خلک نهیلي او ان ظاهري بڼې یې بدلې دي

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱
100%

څلور کاله وروسته تمنا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنه شوې؛ خو هغه افغانستان یې ونه موند چې ترې تللې وه. هغه وايي: «ما داسې احساس کاوه لکه یو چا چې پر کابل خاورې شېندلې وي». غرڅنۍ بیا وايي، په پنځو کلونو کې خلک نهیلي شوي او ان ظاهري بڼې یې بدلې شوې دي.

تمنا او غرڅنۍ (مستعار نومونه) له افغانستان نه هغه مهال وتلې وې، چې طالبان تازه واک ته رسېدلي وو، د نورو ډېرو ښځو په څېر دوی هم داسې فکر کاوه چې ښايي دغه جلاوطني به لنډمهاله وي؛ خو لنډمهاله سفر په کلونو واوښت.
دوی په پاکستان کې درېیم هېواد ته د تګ په تمه وې، چې شاوخوا درې او څلور کاله وروسته د وروستیو جبري اېستلو، د ویزو نه‌لرلو او فشارونو له امله بېرته افغانستان ته ستنې شوې.

تمنا د کندهار له لارې افغانستان ته ستنه شوې، د هغې دا لومړی ځل و چې کندهار یې له نږدې لیده. د ښار، خلکو او فضا په لیدلو ورته هر څه نوي ښکارېدل. د هغې جامې هم د نورو ښځو پرتله متفاوتې وې.

تمنا وايي، په موټر کې له کندهاره تر کابله موټرچلوونکي د دوی خبرو او لهجې ته په ډېر غور سره غوږ نیوه. د هغې لپاره دغه کوچنۍ شېبې هم د یوه لوی بدلون نښې وې.

غرڅنۍ هم د تمنا په څېر نظر لري. هغه وايي: «ما چې له کلونو وروسته کابل ولید، خلک نهیلي او ستړي وو او ان ظاهرې بڼې یې لا اوښتې وې. د خلکو ظاهرې بڼې ګډې و‌ډې، نامنظمې او سپیرې معلومېدې. اوس په کابل ښار کې د پخوا پرتله څوک سټایل هم نه وهي، د طالبانو محدودیتونو نه یوازې د ښځو؛ بلکې د نارینه‌و ظاهري بڼې هم بدلې کړې دي».

غرڅنۍ زیاتوي: «د مېرمنو لپاره حجاب او ماسک مجبوریت دی؛ کنه د امربالعمروف کارکوونکو له‌خوا د سپک وضعیت او بد چلند سره مخ کېږي». د هغې په خبره، د نجونو ښوونځي تړلي دي او د ښځو پر کار هم محدودیتونو ګڼې باسواده نجونې دې ته اړ اېستې، چې د ځینو رسټورانټونو په ښځینه برخه کې د صفا کارو او خدمتکارو په توګه کار وکړي. غرڅنۍ که له یوې خوا دا د ښځو لپاره یو کاري فرصت ګڼي؛ خو تر ټولو لویه اندېښنه یې د افغانستان ناسم راتلونکی دی، چې لویه برخه یې بې‌سواده لویېږي.

د تمنا او غرڅنۍ له نظره کابل؛ هماغه ښار خو بدل احساس

تمنا او غرڅنۍ په کابل کې ډېره موده اوسېدلې وې، د ښار کوڅې، ودانۍ او شور ورته نا اشنا نه‌و؛ خو کله چې له څه باندې څلورو کلونو وروسته بېرته کابل ته ستنې شوې، ښار یې په لومړي نظر کې بدل ولید.

لوړې ودانۍ زیاتې شوې وې، پراخه ابادي شوې او ښار په ظاهري ډول لوی ښکارېده؛ خو د دغه ټولو بدلونونو ترڅنګ یې د ښار په څېره کې داسې څه ولیدل، چې په الفاظو یې بیانول ورته سخت وو. تمنا وايي: «ما داسې احساس کاوه لکه یو چا چې پر ښار خاورې شېندلې وي».

غرڅنۍ بیا زیاتوي: «په کابل کې د پخوا په څېر چاودنې نه وې؛ خو په نورو برخو کې هیڅ امنیت نه وو. مثلا: لوږه زیاته شوې، غلاوې او خپل منځني‌ دوښمنۍ ډېرې شوې او د فقر کچه پراخه شوې ده».

د طالبانو له راتګ مخکې تمنا او غرڅنۍ په کابل کې په نسبتا ازاده توګه ګرځېدې، د لباس، تګ راتګ او ورځني ژوند په اړه یې دومره فکر نه کاوه. تمنا وايي، که څه هم لباس یې مناسب و؛ خو بیا هم دا وېره ورسره وه چې هسې نه د امر بالمعروف کسان یې ودروي، د جامو په اړه پوښتنه ترې وکړي یا ورته ووایي چې لباس یې د دوی له معیارونو سره برابر نه‌دی.

هغه وايي: «موږ د غلو په څېر ګرځېدو؛ له دې ډاره چې د امربالمعروف محتسبینو له ناوړه چلند سره مخ نه‌شو». دغه ډار تر هغې ورځې ورسره و، چې بېرته له افغانستان نه ووتله.

په افغانستان کې واکمنه نرواکي

تمنا او غرڅنۍ وايي، له څلور نیمو کلونو وروسته یې په ټولنه کې یو بل ژور بدلون هم احساس کړ، چې هغه د نرواکۍ زیاتوالی وو. د دوی وینا، دغه بدلون یوازې د لویانو په چلند کې نه لیدل کېده، ان د کورنیو دننه په کوچنیو ماشومانو کې یې هم نښې څرګندې وې.

تمنا وايي: «نارینه ځان ته د واک حق ورکاوه، ښځې به ډېرې عاجزې او محتاطې ښکارېدې او ان داسې ماشومان یې لیدلي چې له خپلو خوېندو به کشران وو؛ خو پر هغوی یې د مالکیت احساس کاوه». د هغې په خبره، د دغه شېبو لیدل ورته له نورو ټولو بدلونونو ډېر دردوونکي وو.

تمنا وایي: «په کابل کې رسټورانټونه لاهم له خلکو ډک وو، ژوند په بشپړ ډول نه و درېدلی، خلک به راوتل، ناست وو، خواړه به یې خوړل او په ښار کې ظاهرا ژوند نورمال روان و؛ خو د ښځو حضور پېکه و».

د تمنا او غرڅنۍ د سفر یوه بله درنه خاطره روغتونونه وو. دوی وايي، د مسلکي ډاکټرانو کمښت هم په پراخه کچه احساسېده او د درملو کیفیت د خلکو د اندېښنو یوه لویه برخه وه. غرڅنۍ وایي، په روغتون کې له ښځینه ناروغ سره محرم او یا یوه بله مېرمن حتمي وي؛ کنه د درملنې اجازه نه ورکول کېږي.

د پرون افغانستان؛ نیمګړی خو د حرکت په حال کې

پنځه کاله مخکېنی افغانستان هم له جګړې، ناامنۍ، فقر، اداري فساد او ګڼو نورو ستونزو سره مخ و؛ خوخلکو د انتخاب حق لاره. تمنا وايي: «ښځې به کار ته تللې، زده‌کړې یې کولې، په ښارونو کې به یې په نسبتا ازاد ډول تګ‌راتګ کاوه، کورنۍ به رسټورانټونو او عامه ځایونو ته تللې او د راتلونکې په اړه یې د انتخاب حق لاره».

د هغې لپاره د پرون او نن ترمنځ تر ټولو لوی توپیر ښایي همدا وي، چې په پروني افغانستان کې د انتخاب دروازې د دوی پرمخ خلاصې وې. نن د هغې په تجربه کې ډېرې ښځې له دې وېرې سره ژوند کوي چې یو عادي ورځنی کار هم ښايي د یوه بندیز، امر یا پوښتنې له امله له ستونزې سره مخ شي.

تمنا افغانستان ته له څه باندې څلورو کلونو وروسته د ستنېدو پر مهال یوازې خپل ښار نه‌دی لیدلي؛ بلکې هغې د ننني افغانستان څو ورځنی ژوند هم تجربه کړی. د هغې په ذهن کې تر ټولو ډېر هغه ښځې پاتې دي، چې د خپل لباس، تګ‌راتګ، کار او حتی د عادي ژوند په انتظار کې شپې سبا کوي. تمنا او غرڅنۍ یو وار بیا افغانستان پرېښود؛ خو دا ځل یې یوازې خپل هېواد نه‌دی پرېښی؛ بلکې دوی هغه افغانستان هم پرېښود چې په خپل یاد کې یې له ځان سره ساتلی وو.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې؛ افغانان لاهم د یوه ازاد او ډیموکراټیک راتلونکي لپاره مبارزه کوي

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱
100%

د امریکا د ډیموکراسۍ ملي بنسټ مشر ډېمن وېلسن ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان کیسه یوازې د طالبانو د واکمنۍ کیسه نه‌ده؛ بلکې زرګونه افغانان لاهم د بشري حقونو، بیان ازادۍ او ډیموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې لپاره مبارزه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د «له طالبانو هاخوا؛ د افغانانو د مقاومت او پایښت پنځه کاله» تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي. وېلسن وویل، نړۍوال بحثونه تر ډېره د طالبانو، د هغوی د محدودیتونو او تګلارو په اړه دي؛ خو د افغانستان بل اړخ هم شته چې په‌کې خبریالان، ښوونکي، مدني فعالان، څېړونکي او د ښځو د حقونو مدافعان خپل فعالیتونه روان ساتي.
هغه وویل: «طالبان افغانستان نه‌دي. بله کیسه هم روانه ده؛ د هغو افغانانو کیسه چې لاهم راپور ورکوي، تدریس کوي، د بشري حقونو دفاع کوي او د یو بل راتلونکي لپاره هڅه کوي».
هغه زیاته کړه: «طالبان ښايي پر دولت واک ولري؛ خو نه‌شي کولای د افغانانو فکر، ارمانونه او د خپل هېواد لپاره د دوی تصور کنټرول کړي». وېلسن وویل، د ډیموکراسۍ ملي بنسټ له ۱۹۸۴کال راهیسې له افغانانو سره کار کړی او په تېرو څلورو لسیزو کې یې د شاوخوا ۶۰۰ پروژو له لارې تر ۱۰۰ ډېرو افغان بنسټونو سره د ملاتړ لپاره نږدې ۸۲ مېلیون ډالره لګولي دي.
د هغه په وینا، دغه پروژو په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو، مدني ټولنې، ښځینه او ځوانو مشرانو، څېړنیزو ادارو او مدني شبکو په پیاوړتیا کې مرسته کړې ده. وېلسن وویل، د ۲۰۲۱کال تر سیاسي بدلون وروسته که څه هم د جمهوري نظام ادارې ونړېدې؛ خو هغه خلک، تجربې، اړیکې او شبکې له‌منځه نه‌دي تللې چې په تېرو دوو لسیزو کې جوړې شوې وې.
هغه زیاته کړه، چې د دوی تمرکز اوس د ډیموکراتیکو فعالانو، ازاده رسنیو او مدني شبکو پر ملاتړ دی. د نوموړي په وینا، د ډیموکراسۍ ملي بنسټ دامهال د ۲۴ فعاله پروژو له لارې شاوخوا ۲.۵ مېلیون ډالره پانګونه کوي.
وېلسن وویل، دغه پروګرامونه پر درېیو مهمو برخو متمرکز دي: د خپلواکو رسنیو ملاتړ، د بشري حقونو دفاع په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونه او د ډیموکراتیکو افغان شخصیتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا.
هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوس د ښځو او نجونو د حقونو له تر ټولو جدي نړۍوال ناورین سره مخ دی؛ خو دغه وضعیت باید د افغانانو د ملاتړ د کمېدو لامل نه‌شي. د نوموړي په وینا: «تواضع باید په بې‌غورۍ بدله نه‌شي. د افغانستان د راتلونکي ټاکل د بهرنیانو دنده نه‌ده، خو له هغه افغانانو سره درېدل مهم دي چې غواړي خپل راتلونکی په خپله جوړ کړي».
وېلسن وویل، د افغانستان د ډیموکراتیکې مبارزې کیسه د ۲۰۲۱کال په اګست کې پای ته نه‌ده رسېدلې او راتلونکی پړاو به یې خپله افغانان لیکي. هغه زیاته کړه، نړۍواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې هغه پوهه، شبکې، تجربه او ازاد غږونه چې په تېرو لسیزو کې رامنځته شوي له‌منځه ولاړ نه‌شي او افغانان د راتلونکو فرصتونو لپاره چمتو پاتې شي.