د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو او ان د یو بل پر پلازمینو له بریدونو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۲۱مه وتړل شوې او طالبانو په یوه بېساري ګام کې له پاکستان سره هر ډول سوداګري هم وردوله.
په دې موده کې د پاکستان او طالبانو تر منځ د سولې په موخه د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین په منځګړیتوب څو غونډې وشوې، خو کومه ملموسه پایله یې ورنهکړه او یوازې پر یو بل د مخامخ بریدونو بهیر درېدلی او لفظي ناندرۍ لا هم روانې دي او همداراز د سوداګرۍ تر څنګ ټولې لارې بندې دي او یوازې افغان کډوال په جبري توګه له یادو لارو افغانستان ته اړول کېږي.
طالبانو بیا ویلي چې د هرې ودانۍ په اړه یې جلا پرېکړه کړې او ځینې له دغو ودانیو مخکې جوماتونه یا د استوګنې ځایونه وو.
د بشري حقونو ادارې «رواداري» هم د اسماعیلیانو پر وړاندې د طالبانو کړنې «سیستماتیک مذهبي ځورونه» بللې او ویلي یې دي چې اسماعیلیان له اداري او ټولنیزې ونډې، د عبادت له حق، د کار له فرصتونو او په ځینو مواردو کې د خپل مذهب له ساتلو سره له فشارونو سره مخ دي.
دغه سازمان ویلي: «یاد مرکز په افغانستان کې د مهمو او حیاتي موضوعاتو لکه تعليمي خپرونو، ټولنیز ثبات، اقتصادي پراختیا، مدني مشارکت، اقلیمي بدلونونو، عامې روغتیا او جنسیتي برابرۍ په برخو کې د عامه پوهاوي او باکیفیته محتواوو په تولید کې اغېزناک رول درلود. د داسې کاري سټیج بندول نه یوازې د بیان پر ازادۍ ګوزار دی، بلکې د ټولنې د فکري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کوي».
دغه سازمان له طالبانو په کلکه غوښتي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د لاپېس رسنیز مرکز د لاسته راوړنو او مسلکي خدماتو په پام کې نیولو سره، د هغه د بېرته فعالېدو او پرانېستل کېدو زمینه برابره کړي.
دغه سازمان څرګنده کړې: «د ټولنیزو، اقلیمي او اقتصادي ستونزو د حل لارې یوازې د ازادو، مسلکي او خپلواکو رسنیو د ملاتړ له لارې موندل کېدای شي؛ د پوهې او عامه پوهاوي د تولید د ادرسونو تړل د ستونزو حل نه دی».
امسو پر ټولو اړوندو خواوو غږ کړی، چې د رسنیزو بنسټونو او کارکوونکو امنیت، کاري خپلواکي او قانوني ساحه وپېژني او له هر ډول بېدلیله محدودیتونو څخه ډډه وکړي.
موبي ګروپ په خپل وېبپاڼه کې د لاپيس په تړاو لیکلي، چې تبلیغاتو او بازارموندنې، عامه اړیکو او ارتباطاتو، ټولنیزو او عامه پوهاوي کمپاینونو، څېړنې او مشورې، تعلیم، روغتیا او ټولنیزو پروژو په برخه فعالیتونه کوي.
لاپیس اداره په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې او د موبيګروب تر چتر لاندې د طلوع نیوز، طلوع او لمر ټلویزیوني شبکو او همداراز ارمان او اراکوزیا راډيوګانو تر څنګ یې فعالیت درلود.