د ازبکستان د سوداګرو یوه ۱۶ کسیز پلاوي کندوز ته سفر کړی دی

په کندوز کې خبري سرچینې وايي، د ازبکستان د جیزخ ولایت د مرستیال والي په مشرۍ د سوداګرو یوه ۱۶ کسیز پلاوي کندوز ولایت ته سفر کړی دی. د دغه ازبکستاني پلاوي مشر ویلي، هېواد یې لېواله دی، چې په افغانستان کې د خپلو پانګونو کچه لاپسې لوړه کړي.
په کندوز کې خبري سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۴مه) دغه ولایت ته د ازبکستان د جېزخ ولايت د والي د مرستيال بهرام يوسوپوف په مشرۍ د يوه ۱۶ کسيز پلاوي له سفره خبر ورکړ.
دغه پلاوي له ځايي طالب مسوولینو سره له کتنو سربېره په دغه ولایت کې له یو شمېر سوداګرو سره هم کتلي دي.
د خبري سرچینو په وینا، د کندوز د والي مرستیال حبیبالرحمان صهیب له دغه ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې دغه پلاوي ته د کندوز په بېلابېلو برخو کې د پانګونو بلنه ورکړه.
صهیب له دغه ازبکستاني پلاوي څخه وغوښتل، چې افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې لا ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي.
د ازبکستاني پلاوي مشر بهرام يوسوپوف هم په دې کتنو کې څرګنده کړې، چې هېواد يې لېواله دی په افغانستان کې خپله پانګونه لا ډېره کړي.
د یاودنې وړ ده، چې طالبانو نږدې یو کال مخکې له پاکستان سره د هر ډول سوداګریزو اړیکو له پرېکون وروسته هڅه کړې، چې د افغانستان د اړتیا وړ توکو د برابرولو او د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د صادراتو لپاره بدیلې لارې ومومي او په دې هڅو کې یې د ایران په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړې ده.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي ډالر زیان رسېدلی دی.
