دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې د چټک انټرنېټ د پراختیا بهیر لا له وړاندې له محدودیتونو سره مخ دی.
د مکتوب له مخې، چې د «نوري فایبر د پراختیا ریاست» صادر کړی او تر ۵۰۳ شمېرې لاندې ثبت دی، د نوري فایبر شبکې غځول، پراخول، انتقال، د مسیر بدلول، د نویو مسیرونو جوړول، نښلول، ځای پرځای کول، ساتنه او ترمیم او نور اړوند فعالیتونه «د بلې لارښوونې او امر ثاني تر صدور» پورې ځنډول شوي دي.
په مکتوب کې له مخابراتي شرکتونو غوښتل شوي چې له هر ډول فعالیت څخه ډډه وکړي.
همداراز ویل شوي چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا) او د ولایتونو مخابراتي ریاستونه دې د دې امر د عملي کېدو څارنه وکړي او له سرغړوونکو شرکتونو سره دې «اصولي چلند» وشي.
د مکتوب یوه کاپي ګڼو مخابراتي شرکتونو ته استول شوې، چې افغان بې سیم، روشن، اتصالات، افغان ټیلیکام او د نوري فایبر په برخه کې نور فعال شرکتونه پکې شامل دي.
د فایبر پر پراختیا د محدودیتونو پراخېدل
دا نوی مکتوب د نوري فایبر د محدودولو په لړ کې د طالبانو د وروستیو اقداماتو برخه ګڼل کیږي.
افغانستان انټرنشنل د روان کال په مې میاشت کې د اترا له یوه بل مکتوب څخه راپور ورکړی و چې له مخې یې په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر د لاینونو غځول او د نویو فایبر کیبلونو نښلول ځنډول شوي وو.
د دغه مکتوب له مخې، پرېکړه د ۱۴۰۵ کال د وري په ۲۳مه شوې وه.
له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د افغان ټیلیکام او انټرنېټي شرکتونو د سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې په کابل کې د نوري فایبر د پراختیا او کیبلغځولو چارې تر بل امر پورې درول شوې دي. د افغان ټیلیکام په یوه ایمیل کې شرکتونو ته ویل شوي وو چې تر نوې رسمي لارښوونې پورې دې کیندنې او نور اړوند فعالیتونه، نه کېږي.
د نوري فایبر شبکه د افغانستان د مخابراتي شبکې د انتقال له مهمو بنسټونو ګڼل کیږي، چې د جمهوري حکومت پر وخت پیل شوې وه.
د افغانستان د نړیوال انټرنېټ د ظرفیت یوه مهمه برخه د نوري فایبر او مایکرووېو له لارې له ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه هېواد ته راځي. د موبایل شبکې هم په نهایت کې د نړیوال اتصال لپاره د همدې پراخ بانډ بنسټونو پر ظرفیت تکیه کوي.
د انټرنېټ پر بازار احتمالي اغېزې
د مخابراتو د برخې د شنونکو په باور، د طالبانو نوې پرېکړه د انټرنېټي شبکو پر ظرفیت، سرعت او د مخابراتي شرکتونو د راتلونکو پانګونو پر بهیر هم اغېز کولی شي.
په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د فایبر تر کوره خدمتونو (FTTH) لومړني جوازونه ورکړل شول او له هغې وروسته نوري فایبر په تدریجي ډول د عامو کورونو تر دروازو ورسېد.
خو د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې طالبانو په بلخ کې د فایبر انټرنېټ کارول بند کړل او وروسته دا محدودیت څو نورو ولایتونو ته هم وغځېد. په ځینو مواردو کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې اقدام دلیل «د منکراتو مخنیوی» بللی و.
د ۲۰۲۵ کال د تلې پر اوومه طالبانو په ټول افغانستان کې نوري فایبر او مخابراتي شبکې هم پرې کړې. د دغه بندیز له امله بانکونه، ګمرکونه او د کابل د شهزاده سرای فعالیتونه ودرېدل او ځینې الوتنې هم لغوه شوې. خدمتونه شاوخوا ۴۸ ساعته وروسته بېرته فعال شول.
سره له دې، چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ نوی مکتوب، د ټول انټرنېټ د سملاسي پرې کولو امر نه کوي، خو د نوري فایبر د زیربنا د پراختیا، جوړولو، انتقال، ساتنې او ترمیم چارې تر نامعلومې مودې پورې دروي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت تر اوسه د دې نوي مکتوب د دلایلو په اړه عامه توضیح نه ده ورکړې.
د دې پرېکړې موده هم په مکتوب کې نه ده مشخصه شوې او یوازې «تر بل امر» پورې یې دوام ټاکل شوی دی.