• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو د پولیسو په نوي قانون کې د لاریونونو بندیز وغنده

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱

د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو د پولیسو په نوي قانون کې د هر ډول لاریونونو بندیز غندلی او دا یې د طالبانو له‌خوا د مخالفتونو د ځپلو د هڅو یوه برخه بللې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت له‌خوا خپور شوی ۸۴ مخیز قانون د قانون د پلي کولو په برخه کې یو شمېر بدلونونه تشریح کوي او په یوه برخه کې یې د «هر ډول لاریونونو» پر بندیز ټینګار شوی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې مشرې، الین پیرسون، د پنجشنبې په ورځ فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دا اقدام د طالبانو له‌خوا د هر ډول مخالفت د ځپلو په هڅو کې «یو بل ګام» دی.

هغې زیاته کړې چې طالبان له مخالفتونو وېره لري او له همدې امله یې د مخالفو غږونو ځپل سخت کړي دي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې ویلي چې د جون په میاشت کې د هرات ښار کې د ښځو د حقونو پر معترضانو د طالبانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو د پولیسو نوی قانون په افغانستان کې «د بشري حقونو پر وړاندې یو بل پراخ برید» بللی او د لاریونونو بندیز یې د دې قانون له جدي برخو څخه ګڼلی دی.

د دغه قانون له مخې، له تور پرته د نیولو موده له دریو ورځو څخه ۱۰ ورځو ته لوړه شوې او د محکمې په حکم کېدای شي د لا اوږدې مودې لپاره هم دوام وکړي.

نوي قانون همداراز د شکمنو کسانو د توبې ته اړ کولو لپاره د زور کارول روا ګڼلي، خو د محکمې له حکم پرته یې د بندیانو د وهلو ټکولو لپاره د لرګیو او کیبل په څېر وسایلو کارول منع کړي دي.

ډېر لیدل شوي

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه
۱

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه

۲

ملګري ملتونه: د وسله‌والو فعالیت او په بدخشان کې نښتو د بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې

۳
معلومات او ټېکنالوژي

اپل د نوي ایفون د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ایران پارلمان غړی: د امریکا د اقتصادي فشارونو په لړ کې له افغانستان سره سوداګري ګټوره ده

۵
ځانګړی

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

•
•
•

نور خبرونه

د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۱
100%

د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي طلعت‌بیک مصدقوف د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره به د وسلو او تجهیزاتو لومړنۍ جوپې د روان کال په مني کې دوشنبې ته وسپارل شي.

مصدقوف ویلي چې روسیه د دغو وسلو او تجهیزاتو په برابرولو کې اصلي رول لري.

هغه د روسیې خبري اژانس «تاس» ته ویلي: «که خدای مه کړه هلته کومه پېښه رامنځته شي، دا به یوازې د تاجکستان ستونزه نه وي، بلکې د سازمان د ټولو غړو هېوادونو او د خپلواکو دولتونو د ګډې ټولنې د نورو غړو هېوادونو ستونزه به هم وي».

د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي ویلي چې د دې سازمان غړو هېوادونو د تاجکستان د اړتیا وړ وژونکو او غیر وژونکو وسلو او تجهیزاتو پر نوملړ هوکړه کړې ده. د هغه په وینا، دغه تجهیزات به د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د «هدفمن بین‌الدولتي پروګرام» په چوکاټ کې ولېږدول شي.

مصدقوف ویلي چې روسیه د تاجکستان لپاره د وسلو او تجهیزاتو د برابرولو اصلي مسوولیت پر غاړه لري او د خپلو ستونزمنو شرایطو سربېره یې له تاجکستان او د سازمان له نورو غړو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او تاجکستان د پولې پیاوړتیا باید ژر تر ژره ترسره شي، ځکه د دې سیمې هر ډول امنیتي ستونزه کولای شي د سازمان پر نورو غړو هېوادونو هم اغېز وکړي.

مصدقوف همداراز ویلي چې سیمې ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې د تاجکستان د ولسمشر امام‌علي رحمان په بلنه، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قوماندان سره یوځای د افغانستان او تاجکستان د شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره پولې له ۷۰۰ کیلومترو ډېره برخه لیدلې ده.

د هغه په وینا، د تاجکستان سرحدي ځواکونه د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره هڅې کوي، خو کافي امکانات نه لري.

د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولیز امنیت شورا د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پنځه کلن پروګرام د تصویب پړاو ته ورساوه او د دې پروګرام عملي کېدل له تېر کال راهیسې پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له لړم میاشتې راهیسې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان څو بریدونه شوي دي. په دغو پېښو کې یو شمېر ملکي وګړي، د چین اتباع او د تاجکستان سرحدي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

تاجکستاني چارواکو ویلي چې له بریدګرو څخه وسلې او نشه‌يي توکي هم ترلاسه شوي او یو شمېر بریدګر وژل شوي دي.

د افغانستان بدخشان ولایت، چې له تاجکستان سره اوږده پوله لري، په وروستیو میاشتو کې د وسله‌والو نښتو د زیاتېدو شاهد هم و. په دې ولایت کې د طالبانو او د هغوی د وسله‌والو مخالفانو ترمنځ په ځینو سیمو کې نښتې شوې دي.

په وروستیو اوونیو کې د طالبانو ځواکونو او د افغانستان د ازادۍ جبهې څو ځله د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې جګړه کړې ده. په یفتل ولسوالۍ کې هم د سپاه میهن جبهې ځواکونو د لنډ وخت لپاره د ولسوالۍ مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوستی و، خو تر شاتګ وروسته طالبانو سیمې ته نور ځواکونه واستول.

خو طلعت‌بیک مصدقوف له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې تاجکستان ته د وسلو او تجهیزاتو لېږل په مستقیم ډول د بدخشان له وروستیو نښتو سره نه دي تړلي.

طالبان په واخان کې اسماعیلي وګړي په زور اړ باسي چې د دوی ځواکونو ته د سون‌توکي برابر کړي

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
100%

څلورو سرچینو، چې یوه یې د طالبانو غړی او درې نورې یې د بدخشان د واخان ولسوالۍ اسماعیلي اوسېدونکي دي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ځواکونه په دې ولسوالۍ کې د اسماعیلي مذهب پیروان په زور اړ کوي چې د دوو پوځي کنډکونو لپاره د سون توکي برابر کړي.

د سرچینو په وینا، دغه دوه کنډکونه په بروغېل او قلعه‌پنجه کې مېشت دي او هر یو یې له څلورو تر پنځو ټولیو پورې لري. سرچینې وايي چې ځايي خلک، په ځانګړي ډول اسماعیلیان، اړ دي چې د طالب ځواکونو د بخاریو لپاره د اړتیا وړ سون توکي برابر کړي.

واخان د افغانستان له تر ټولو سړو مېشتو سیمو څخه دی. د قلعه‌پنجه سیمه د سمندر له سطحې شاوخوا ۲۸۰۰ متره او د بروغېل سرحدي سیمه شاوخوا ۳۲۵۰ متره لوړه ده. د ژمي پر مهال د واخان په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه تر منفي ۳۰ سانتي‌ګراد پورې ټیټېږي او درنې واورې د اوږدې مودې لپاره لارې بندوي.

د سرچینو په خبره، که د طالبانو د دغو پوځي واحدونو لپاره د سون لرګي پر وخت ونه رسېږي یا ذخیره یې پای ته ورسېږي، طالب ځواکونه پر اسماعیلي اوسېدونکو د لرګیو د برابرولو لپاره فشار راوړي او کله ناکله ورته ګواښونه کوي او له زور څخه کار اخلي.

سرچینې وايي، هغه کورنۍ چې لرګي نه لري، اړ کېږي له نورو خلکو څخه یې واخلي.

د دوی په وینا، د واخان په ځینو کلیو کې ځنګلونه او ونې نشته او اوسېدونکي اړ کېږي هغه حیواني فضله مواد هم پوځي کنډکونو ته ورکړي چې د ژمي لپاره یې د سون توکو په توګه زېرمه کړي وي.

سرچینو همداراز ادعا کړې چې طالبان د ځايي خلکو آسونه هم په زور د خپلو چارو لپاره کاروي. د هغوی په خبره، ځینې آسونه د کار پر مهال مړه شوي، خو طالبانو یې مالکانو ته تاوان نه دی ورکړی.

د اسماعیلي ټولنې درې سرچینې وايي چې خلک د طالبانو د ځواکونو پر دې کړنو د اعتراض توان نه لري. د دوی په وینا، په واخان کې پر اسماعیلیانو فشارونه له کلونو راهیسې په بېلابېلو بڼو دوام لري.

طالبان تر دې وړاندې هم د اسماعیلي مذهب پر پیروانو د ناوړه چلند او فشارونو له تورونو سره مخ شوي دي.

پر طالبانو د اسماعیلیانو د مذهب د بدلولو، د سني حنفي مذهب د تحمیلولو، عقیدوي پوښتنو او پلټنو، ګواښونو او وهلو ټکولو، د ماشومانو د سني دیني مدرسو ته د لېږلو او د هغوی د مذهبي عبادتونو د محدودولو له امله هم نیوکې شوې دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۱۴۰۴ کال د غويي په ۱۱مه په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو په بدخشان کې لږ تر لږه ۵۰ اسماعیلي نارینه د خپل مذهب پرېښودو ته اړ کړي دي. د یوناما په وینا، هغه کسان چې له دې کار سره یې مخالفت کړی، له وهلو ټکولو او د مرګ له ګواښونو سره مخ شوي دي.

یوناما د روان کال په زمري کې هم ویلي وو چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیانو ۳۳ جماعت‌خونې تړلې دي. د دې ادارې په وینا، ۱۷ یې په زیباک، ۱۴ په اشکاشم او دوه په واخان کې دي.

طالبانو بیا ویلي چې د هرې ودانۍ په اړه یې جلا پرېکړه کړې او ځینې له دغو ودانیو مخکې جوماتونه یا د استوګنې ځایونه وو.

د بشري حقونو ادارې «رواداري» هم د اسماعیلیانو پر وړاندې د طالبانو کړنې «سیستماتیک مذهبي ځورونه» بللې او ویلي یې دي چې اسماعیلیان له اداري او ټولنیزې ونډې، د عبادت له حق، د کار له فرصتونو او په ځینو مواردو کې د خپل مذهب له ساتلو سره له فشارونو سره مخ دي.

امسو د طالبانو له لوري کابل کې د موبي‌ګروپ اړوند د لاپېس مرکز پر بندولو ژوره اندېښنه ښودلې

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو د استخباراتو له لوري په کابل کې د موبي‌ګروپ اړوند د «لاپېس» رسنیز مرکز د فعالیتونو د بندولو پر پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړې. دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د هغه د بېرته فعالېدو زمینه برابره کړي.

په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د موبي‌ګروپ اړوند لاپیس رسنیز دفتر تړلی او د دغه دفتر وسایل او کمپيوټرونه یې له ځانه سره وړي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو د موبي ګروپ لاپیس دفتر ځینې مسوولان هم نیولي دي.

د طالبانو اړوند یوې رسنۍ ادعا کړې، چې د لاپیس تړل شوې څانګې د باربُد، فضا او دریا رسنیو او د یو شمیر هنرمندانو سندرې، لنډې نیمه بربنډې فلمي صحنې، کنسټرونه او هغه نور تصویري مطالب خپرول چې د لوېدیځ سبک او افکار یې ترویجول.

له دې سره سم، د افغانستان رسنیو ملاتړسازمان (امسو) د پنجشنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد مرکز د تړل کېدو له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان ویلي: «یاد مرکز په افغانستان کې د مهمو او حیاتي موضوعاتو لکه تعليمي خپرونو، ټولنیز ثبات، اقتصادي پراختیا، مدني مشارکت، اقلیمي بدلونونو، عامې روغتیا او جنسیتي برابرۍ په برخو کې د عامه پوهاوي او باکیفیته محتواوو په تولید کې اغېزناک رول درلود. د داسې کاري سټیج بندول نه یوازې د بیان پر ازادۍ ګوزار دی، بلکې د ټولنې د فکري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کوي».

دغه سازمان له طالبانو په کلکه غوښتي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د لاپېس رسنیز مرکز د لاسته راوړنو او مسلکي خدماتو په پام کې نیولو سره، د هغه د بېرته فعالېدو او پرانېستل کېدو زمینه برابره کړي.

دغه سازمان څرګنده کړې: «د ټولنیزو، اقلیمي او اقتصادي ستونزو د حل لارې یوازې د ازادو، مسلکي او خپلواکو رسنیو د ملاتړ له لارې موندل کېدای شي؛ د پوهې او عامه پوهاوي د تولید د ادرسونو تړل د ستونزو حل نه دی».

امسو پر ټولو اړوندو خواوو غږ کړی، چې د رسنیزو بنسټونو او کارکوونکو امنیت، کاري خپلواکي او قانوني ساحه وپېژني او له هر ډول بې‌دلیله محدودیتونو څخه ډډه وکړي.

موبي ګروپ په خپل وېب‌پاڼه کې د لاپيس په تړاو لیکلي، چې تبلیغاتو او بازارموندنې، عامه اړیکو او ارتباطاتو، ټولنیزو او عامه پوهاوي کمپاینونو، څېړنې او مشورې، تعلیم، روغتیا او ټولنیزو پروژو په برخه فعالیتونه کوي.

لاپیس اداره په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې او د موبي‌ګروب تر چتر لاندې د طلوع نیوز، طلوع او لمر ټلویزیوني شبکو او همداراز ارمان او اراکوزیا راډيوګانو تر څنګ یې فعالیت درلود.

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۵۰۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
100%

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې پراخه شوې او د تېر کال همدې مودې په پرتله ۲.۵ برابره لوړه شوې ده. د قزاقستان د دولتي عوایدو کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، د سوداګرۍ ټولیز ارزښت په ۶ میاشتو کې ۵۰۸.۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلی.

قزاقستان په دې موده کې افغانستان ته شاوخوا ۱.۶ میلیونه ټنه توکي صادر کړي چې ارزښت یې ۵۰۱.۵ میلیونه ډالر ښودل شوی.

د تېر کال د لومړۍ نیمایي په پرتله د صادراتو حجم ۲.۲ برابره او ارزښت یې ۲.۶ برابره زیات شوی دی. د سوداګرۍ په دې پراخېدو کې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادرات تر ټولو مهمه برخه لري، چې د افغانستان د بازار لپاره د قزاقستان د غلو او اوړو د مهم عرضه کوونکي په توګه د دغه هېواد رول لا پیاوړی کوي.

افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۳.۷ برابره زیات شوي او ۵۱۱.۴ زره ټنو ته رسېدلي دي.

د نخود، چڼې او عدس صادرات هم ۴.۲ برابره لوړ شوي او ۵۴.۹ زره ټنو ته رسېدلي دي. د بورې صادرات نږدې پنځه برابره زیات شوي او ۴.۸ زره ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د جوارو صادرات په بې‌ساري ډول ۴۸ برابره لوړ شوي او ۳۵.۴ زره ټنو ته رسېدلي دي.

د غوړیو صادرات هم د پام وړ زیات شوي دي. قزاقستان افغانستان ته د لمرګل او پنبه‌دانې غوړي ټولټال ۴۹.۵ زره ټنه صادر کړي چې د تېر کال په پرتله ۲.۸ برابره زیاتوالی ښيي. د اوړو صادرات ۱.۵ برابره لوړ شوي او ۶۸۷.۳ زره ټنو ته رسېدلي دي. دغه شمېره ښيي چې د افغانستان په بازار کې د قزاقستان د خوراکي توکو حضور په چټکۍ پراخېږي.

سوداګري یوازې پر کرنیزو محصولاتو محدوده نه ده پاتې شوې. د قزاقستان له لوري افغانستان ته د موټرو پټرولو صادرات ۴.۶ برابره زیات شوي او ۱۶.۶ زره ټنو ته رسېدلي دي. همداراز ۱۲۰.۹ زره ټنه فلیټ فولادي محصولات افغانستان ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۲.۸ برابره زیاتوالی لري. قزاقستان په دې موده کې ۷۴.۳ میلیونه المونیمي قوطي او ۱۵۲ باروړونکي موټر هم افغانستان ته صادر کړي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په جوړښت کې تر ټولو څرګند توپیر دا دی چې قزاقستان ته د افغانستان صادرات د قزاقستان د صادراتو په پرتله ډېر کم دي. د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې له افغانستان نه قزاقستان ته د وارداتو حجم دوه برابره کم شوی او ۱۸ زره ټنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د دغو توکو ارزښت ۶.۷ میلیونه ډالر و. په دې توګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لویه برخه د قزاقستان له صادراتو جوړیږي.

افغانستان قزاقستان ته په دې موده کې ۸.۹ میلیونه لیټره خواږه مشروبات صادر کړي، ورپسې ۱.۳ زره ټنه مېوې او توتان، چې انګور، خټکي، هندواڼې، مڼې او زردالو پکې شامل دي او ۴۲.۵ ټنه د غلو له موادو جوړ خوراکي بارونه شامل دي.

افغانستان قزاقستان ته د چودن لوښو ترڅنګ ۳۱۲.۴ ټنه المونیمي لوښي، ۱.۵ زره متره مربع اوبدل شوي غالۍ، ۴۶ ټنه نفرایت، ۳.۳ زره ټنه تالک، ۷۳.۳ زره ونې او بوټي او ۲.۸ زره ټنه کروم ډبرې او کنسنټرېټ هم صادر کړي دي.

د سوداګرۍ د پراختیا چټکتیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د ژورېدو له پراخ بهیر سره هممهاله ده. د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال په جون کې په کابل کې د سوداګرۍ په یوه ګډ فورم کې د ۲۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک شوي وو، چې د خوراکي توکو په برخه کې یې هم تړونونه درلودل.

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره د لوژستیکي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا هم تمرکز کوي. د قزاقستان چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې افغانستان د دغه هېواد لپاره یو مهم سیمه‌ییز سوداګریز شریک دی او قزاقستان غواړي افغانستان ته د غلو او اوړو ترڅنګ د نورو کرنیزو او صنعتي محصولاتو صادرات هم پراخ کړي. په هرات کې د قزاقستان سوداګریز مرکز هم فعال شوی او د کابل لپاره د ورته مرکز د جوړولو پلان هم مطرح شوی دی.

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی چې ښيي د وزارت اړوندې ادارې افغان ټیلیکام او یو شمېر خصوصي مخابراتي شرکتونو ته په یوه رسمي مکتوب کې امر کړی چې د نوري فایبر ترمیم او له زیربنا سره تړلې ټولې چارې تر بلې لارښوونې پورې ودروي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې د چټک انټرنېټ د پراختیا بهیر لا له وړاندې له محدودیتونو سره مخ دی.

د مکتوب له مخې، چې د «نوري فایبر د پراختیا ریاست» صادر کړی او تر ۵۰۳ شمېرې لاندې ثبت دی، د نوري فایبر شبکې غځول، پراخول، انتقال، د مسیر بدلول، د نویو مسیرونو جوړول، نښلول، ځای پرځای کول، ساتنه او ترمیم او نور اړوند فعالیتونه «د بلې لارښوونې او امر ثاني تر صدور» پورې ځنډول شوي دي.

100%

په مکتوب کې له مخابراتي شرکتونو غوښتل شوي چې له هر ډول فعالیت څخه ډډه وکړي.

همداراز ویل شوي چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا) او د ولایتونو مخابراتي ریاستونه دې د دې امر د عملي کېدو څارنه وکړي او له سرغړوونکو شرکتونو سره دې «اصولي چلند» وشي.

د مکتوب یوه کاپي ګڼو مخابراتي شرکتونو ته استول شوې، چې افغان بې سیم، روشن، اتصالات، افغان ټیلیکام او د نوري فایبر په برخه کې نور فعال شرکتونه پکې شامل دي.

د فایبر پر پراختیا د محدودیتونو پراخېدل

دا نوی مکتوب د نوري فایبر د محدودولو په لړ کې د طالبانو د وروستیو اقداماتو برخه ګڼل کیږي.

افغانستان انټرنشنل د روان کال په مې میاشت کې د اترا له یوه بل مکتوب څخه راپور ورکړی و چې له مخې یې په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر د لاینونو غځول او د نویو فایبر کیبلونو نښلول ځنډول شوي وو.

د دغه مکتوب له مخې، پرېکړه د ۱۴۰۵ کال د وري په ۲۳مه شوې وه.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د افغان ټیلیکام او انټرنېټي شرکتونو د سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې په کابل کې د نوري فایبر د پراختیا او کیبل‌غځولو چارې تر بل امر پورې درول شوې دي. د افغان ټیلیکام په یوه ایمیل کې شرکتونو ته ویل شوي وو چې تر نوې رسمي لارښوونې پورې دې کیندنې او نور اړوند فعالیتونه، نه کېږي.

د نوري فایبر شبکه د افغانستان د مخابراتي شبکې د انتقال له مهمو بنسټونو ګڼل کیږي، چې د جمهوري حکومت پر وخت پیل شوې وه.

د افغانستان د نړیوال انټرنېټ د ظرفیت یوه مهمه برخه د نوري فایبر او مایکرووېو له لارې له ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه هېواد ته راځي. د موبایل شبکې هم په نهایت کې د نړیوال اتصال لپاره د همدې پراخ‌ بانډ بنسټونو پر ظرفیت تکیه کوي.

د انټرنېټ پر بازار احتمالي اغېزې

د مخابراتو د برخې د شنونکو په باور، د طالبانو نوې پرېکړه د انټرنېټي شبکو پر ظرفیت، سرعت او د مخابراتي شرکتونو د راتلونکو پانګونو پر بهیر هم اغېز کولی شي.

په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د فایبر تر کوره خدمتونو (FTTH) لومړني جوازونه ورکړل شول او له هغې وروسته نوري فایبر په تدریجي ډول د عامو کورونو تر دروازو ورسېد.

خو د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې طالبانو په بلخ کې د فایبر انټرنېټ کارول بند کړل او وروسته دا محدودیت څو نورو ولایتونو ته هم وغځېد. په ځینو مواردو کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې اقدام دلیل «د منکراتو مخنیوی» بللی و.

د ۲۰۲۵ کال د تلې پر اوومه طالبانو په ټول افغانستان کې نوري فایبر او مخابراتي شبکې هم پرې کړې. د دغه بندیز له امله بانکونه، ګمرکونه او د کابل د شهزاده سرای فعالیتونه ودرېدل او ځینې الوتنې هم لغوه شوې. خدمتونه شاوخوا ۴۸ ساعته وروسته بېرته فعال شول.

سره له دې، چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ نوی مکتوب، د ټول انټرنېټ د سملاسي پرې کولو امر نه کوي، خو د نوري فایبر د زیربنا د پراختیا، جوړولو، انتقال، ساتنې او ترمیم چارې تر نامعلومې مودې پورې دروي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت تر اوسه د دې نوي مکتوب د دلایلو په اړه عامه توضیح نه ده ورکړې.

د دې پرېکړې موده هم په مکتوب کې نه ده مشخصه شوې او یوازې «تر بل امر» پورې یې دوام ټاکل شوی دی.