د وېنزوېلا د تېلو پر زېرمو کنټرول؛ ټرمپ وایي حکومت یې له دغه هېواد سره تړون لاسلیک کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې هېواد یې له وېنزوېلا سره د تېلو یو مهم تړون لاسلیک کړی دی. د دغه تړون لهمخې به امریکا د امریکایي مالیه ورکوونکو لپاره له هېڅ ډول لګښت پرته، د وېنزوېلا د څه باندې ۶۵ میلیارده بېرله تېلو د زېرمو د اکثریت برخې کنټرول ترلاسه کړي.
د امریکا د ولسمشر په وینا، دا هوکړه به د امریکا د تېلو اوسنۍ زېرمې تر دوه برابره زیاتې کړي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) په خپله ټروث سوشیلپاڼه لیکلي، چې دا تړون د هغه په لارښوونه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ لهخوا د وېنزوېلا له سرپرستې ولسمشرې ډیلسي روډریګز سره په نږدې همکارۍ او له خصوصي سکټور سره د شراکت له لارې لاسلیک شوی دی. نوموړي د وېنزوېلا سرپرسته ولسمشره د یوه خورا د درناوي وړ شخصیت په توګه یاده کړې ده.
د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا لهخوا د وېنزوېلا د مخکیني ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه له لرې کولو او نیولو وروسته واشنګټن هڅه کوي، چې د امریکا د تېلو د تصفیې کارخونو ته د وېنزوېلا د خامو تېلو د لېږد له منظم بهیر څخه ډاډ ترلاسه کړي. دغه راز امریکا غواړي د دغه اوپېک غړي هېواد د تېلو په ویجاړ شوي سکټور کې د امریکا پانګونو ته زمینه برابره کړي چې دا مهال په ورځني ډول شاوخوا ۱،۲۵ میلیونه بېرله خام تېل تولیدوي.
د ډونالډ ټرمپ اداره د روان کال په وروستیو کې د کېدونکو منځمهالو ټاکنو په درشل کې د تېلو د بیو د لوړېدو له امله تر سخت فشار لاندې ده. د تېلو د ارزانه سرچینو موندل او د تولید کچې لوړول کولای شي دا فشارونه راکم کړي. د دې ترڅنګ، امریکا د تېلو د سټراټیژیکو زېرمو د بېرته ډکولو لپاره د حل لارو په لټه کې ده، چې پهکې له امریکایي تولیدونکو سره د خامو تېلو د تبادلې احتمال هم شامل دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سټراټیژي په دې وروستیو کې پر ایران د «ډېر فشار» له تګلارې څخه د «معاملې» لور ته څرخېدلې ده. د نوموړي د ادارې د تګلارې لهمخې، د هرمز تنګي خلاصون د واشنګټن لومړیتوب دی او د اټومي پروګرام مسئله په راتلونکي پړاو کې راځي. د دې ترڅنګ، ټرمپ په کور دننه د تېلو د بیو د راټیټولو او په هر ګالن کې د تېلو بیې تر ۴ ډالرو پورې د رسولو لپاره پر امریکایي شرکتونو فشارونه زیات کړي دي.
