ټي ټي پي په سویلي وزیرستان کې د جرمونو په تور خپل سیمهییز قوماندان وژلی

په سوېلي وزیرستان کې ځايي سرچینې وايي، ټيټيپي خپل یو سیمهییز قوماندان د شورا په پرېکړه وژلی دی. وژل شوی قوماندان فضل وزیر نومېده او پر هغه په واڼه او شاوخوا سیمو کې د بېګناه خلکو د وژلو او باج اخیستلو تورونه وو.
د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لرونکی یو سیمه ییز قوماندان د ټي ټي پي شورا له پریکړې سره سم وژل شوی دی.
پر وژل شوي قوماندان په سیمه کې د خلکو په غیرقانوني وژنې، باج اخیستلو او نورو جرمونو کې د ښکیلتیا تور پورې شوی و.
د ځایی خلکو په وینا، دا پیښه د پنجشنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان په شوال سیمه کې وشوه.
د ځایی سرچینو په وینا، یاد قوماندان څو ورځې وړاندې د ټي ټي پي شورا له خوا توقیف شوی و.
د سرچینو په وینا، وژل شوی قوماندان د جمعې په ورځ په اعظم ورسک سیمه کې ښخ شو.
د سیمه ییزو خبریالانو په وینا، یاد قوماندان په سیمه کې د ټي ټي پي د پالیسیو خلاف کړنې کولې او د خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو او د هغوی د کورنیو په ګواښلو او شکنجه کولو تورن و. سربیره پردې، وژل شوی قوماندان د نجونو د زده کړې سخت مخالف و او څو ځله یې د نجونو ښوونځیو ته ګواښ کړی و.
په ورته وخت کې، د طالبانو سرچینو د یاد قوماندان وژنه تایید کړې، خو په دې اړه یې د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده
