د هند او پاکستان ترمنځ احتمالي تاوتریخوالی؛ ذبیحالله مجاهد وایي جګړه د هېچا په ګټه نهده

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د هند او پاکستان ترمنځ د احتمالي ناندریو په اړه ویلي، چې جګړه د هېچا په ګټه نهده او دوی په سیمه کې د سولې غوښتونکي دي. نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان په خپله له جګړو ډېر زیانمن شوی او نهغواړي چې په سیمه کې بل هېواد له جګړې او بېثباتۍ سره مخ شي.
ذبیحالله مجاهد له یوې هندۍ خبریالې سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان به د پاکستان پر وړاندې د هند ملاتړ ته خپل ځواکونه واستوي وویل، چې دوی د هېڅ هېواد ترمنځ جګړه نهغواړي او نه هم غواړي چې یو هېواد د بل پر وړاندې پوځي اقدام وکړي. هغه دغه راز ټینګار وکړ، چې له هند سره د طالبانو د ادارې اړیکې په مثبت لوري روانې دي او دوی له نوي ډیلي سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
د طالبانو ویاند د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره وویل، چې دوی د جګړې پیلونکي نهدي او یوازې له خپلې خاورې دفاع کوي. د هغه په وینا، د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته مېشت خلک ګډ کلتور، سوداګریزې اړیکې او جغرافیه لري، نو ځکه د دغه وضعیت دوام او جګړه د هېچا په ګټه نهده.
له بلې خوا، د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ویلي، چې د دوی اداره چمتو ده، څو د هغې احتمالي ریل پټلۍ امنیت خوندي کړي چې روسیه له هند سره نښلوي او له افغانستان څخه تېرېږي. د طالبانو چارواکي وایي، چې دا پروژه به افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او دوی غواړي د هېواد په بیارغونه کې د روسیې له تجربو او سرچینو څخه ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ مخامخ نښتې یو څه کمې شوي او اسلاماباد ادعا لري، چې طالبانو هغو وسلهوالو ته پناه ورکړې چې په پاکستان کې بریدونه کوي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او وایي، چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او په وینا یې، د پاکستان په هوایي او توپچي بریدونو کې د افغانستان ملکي وګړي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
