د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر خپل ایکس لیکلي چې موخه دا وه چې د سولې پروسې تر نامه لاندې له جمهوري نظام څخه له نوم او پوستکي پرته بل څه پاتې نه شي، د نظام محتوا او معنا د خلکو په ذهنونو کې له منځه یووړل شي او وروسته همدغه نوم او بې محتوا بڼه په یوه علني مجلس کې منحل او طالبانو ته مشروعیت ورکړل شي.
د هغه په وینا، د دغې موخې نورې برخې په بریالیتوب ترسره شوې، خو د طالبانو لپاره د «تاج اېښودنې مجلس» جوړ نه شو او له همدې امله، د صالح په باور، طالبان تر اوسه سیاسي حیثیت او مشروعیت نه لري.
صالح ټینګار کوي چې که د سولې واقعي پروسه موجوده وای، هیچا یې د مخنیوي توان نه درلود؛ بلکې د هغه په وینا، «د سولې پروسه» د رژیم د بدلون لپاره جعلي نوم و.
صالح ویلي چې له ۲۰۱۸ کال وروسته امریکا او لوېدیزو شریکانو یې د جمهوري نظام نږدې ۳۰۰ زره غړو، یا د جمهوریت تر چتر لاندې د ګټه اخیستونکو کسانو، لکه خبریالانو، د مدني ټولنې غړو، خیریه او پراختیايي بنسټونو کارکوونکو ته په لوېدیځ کې د انتقال ژمنې ورکړې، چې ډېری یې د SIV په نوم پېژندل کېدې.
صالح وايي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې یې ډېرې هڅې وکړې، څو امریکایان قانع کړي چې د ځانګړو قطعاتو قوماندانانو او غړو ته د ویزو ورکول او د مادي او هوساینې امتیازونو ژمنې ودروي.
نوموړي وايي، وروسته د دې دسیسې د توجیه لپاره وویل شول چې جمهوري نظام د فساد له امله سقوط وکړ، خو پوښتنه کوي چې که د جمهوریت مامورین په فساد کې ډوب وو، نو ولې په لوېدیځ کې د هوساینې امتیازونو او دایمي ویزو مستحق وګرځول شول؟
د هغه په وینا، لوېدیځ ته د ویزې او انتقال ژمنو د جمهوري نظام د نږدې ټولو غړو لپاره یو نه تشریح کېدونکی وضعیت رامنځته کړی و. صالح وايي، ډېرو کسانو داسې فکر کاوه چې که د زلمي خلیلزاد او د دوحې د پروسې له فکري مسیر سره یوځای نه شي، ښايي له دغو امتیازونو بې برخې پاتې شي.
صالح زیاته کړې، چې د دې پروسې د ساده کولو لپاره تر ټولو اسانه لاره دا وه چې وویل شي «سوله یو ګام لرې ده، خو ولسمشر او امرالله صالح یې خنډ دي».
د هغه په وینا، په دې توګه په خلکو کې دا تصور رامنځته شو چې له طالبانو سره جوړجاړی یوازې دوه قربانیان لري؛ غني او د هغه مرستیال، او غوره ده چې دوی د سولې پروسې لپاره قرباني شي.
هغه د طالبانو لپاره د ۱۷ میلیارد ډالرو د ورکړې یادونه هم کړې او وايي، چې که د دغو پیسو لس سلنه د طالبانو پر ضد د مبارزې د پیاوړتیا لپاره لګول شوې وای، نو هیچا به له افغانستان نه تېښتې ته اړتیا نه لرله.
صالح اوس پوښتنه کوي چې ولې د افغانستان ټول مدني او علمي ظرفیتونه له هېواده بهر انتقالېږي، څو طالبان وکولای شي خپل پروګرامونه له اندېښنې او خنډ پرته عملي کړي.
د هغه په وینا، امریکا په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱۸ ځله اعلان کړی چې نه غواړي طالبان سقوط وکړي.
نوموړي ادعا کړې چې د روان کال د جولای په ۱۳مه، د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت بانکنوټونه په پولنډ کې چاپ او طالبانو ته سپارل شوي. هغه وايي، د دغو پیسو د چاپ لګښت ۸،۵ میلیون ډالر و، حال دا چې د صالح په وینا، د چاپ شویو افغانیو ارزښت نږدې ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
صالح وايي، د دغې «دسیسې» دغو اړخونو ته لږ پام شوی دی. هغه باور لري چې د جمهوري نظام ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې د حل وړ وې او د «جمهوري اسلامي افغانستان» نظام د تفاهم او د واک د عمودي او افقي وېش لپاره دروازه پرانیستې وه.
د تېر جمهوري نظام مرستیال په پای کې پوښتنه کوي چې طالبانو ته د افغانستان د سپارلو د دغې «دسیسې» اساسي هدف څه و او څه دی، او وايي چې په دې اړه به په راتلونکي کې نور وضاحت ورکړي.