د طالبانو له ادعا وروسته؛ مقاومت جبهې په بغلان کې د خپلو دوو قومندانانو وژل کېدل تایید کړل

د مقاومت جبهې اعلان کړی، چې د دغې جبهې دوه قومندانان شمسالدین او قوماندان بابه په هندوکش کې د طالبانو په یو ناڅاپي کمین کې وژل شوي دي.تر دې یوه ورځ وړاندې طالبانو د بغلان په نهرین او خوست ولسوالیو کې د دغو قوماندانو په ګډون د مقاومت جبهې د څلورو غړو له وژلو خبر ورکړی وو.
مقاومت جبهې د شنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو دوو قومندانانو وژل کېدل تایید کړل او دا پېښه یې د هېواد د ازادۍ په لاره کې یوه لویه ضایعه بللې ده.
تر دې وړاندې د وږي په ۶مه نېټه طالبانو خبر ورکړی وو، چې د بغلان د نهرین ولسوالۍ په چهار سايي او د خوست ولسوالۍ په فرغامبول کې یې د مقاومت جبهې څلور غړي وژلي دي. طالبانو په وژل شویو کې د دغو قومندانانو چې مقاومت جبهې یې هم وژل کېدل تایید کړي نومونه یاد کړي وو.
د مقاومت جبهې په اعلامیه کې راغلي، چې دغه دوه قومندانان په تېرو پنځو کلونو کې په خورا سختو شرایطو، په ځانګړې توګه د هندوکش په واورینو او سختو غرونو کې، د طالبانو پر وړاندې پر مبارزې بوخت وو. اعلامیه زیاتوي، چې هغوی په دې موده کې د ازادۍ مشعل روښانه ساتلی او هغوی یې د ملت لپاره د مقاومت «سمبولونه» بللي دي.
یادې جبهې د دغو قومندانانو پر وژل کېدو د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي، چې د داسې بیداره قومندانانو وژل کېدل که څه هم د دوی او همسنګرانو لپاره یو دروند داغ دی، خو د تروږمۍ او استبداد د له منځه وړلو لپاره د هغوی عزم او اراده نوره هم پیاوړې کوي. د مقاومت جبهې ټینګار کړی، چې د دغو قومندانانو لاره به په پوره مېړانې سره دوام ومومي.
طالبانو تېره اونۍ د دغې جبهې یو بل مشهور قومندان حسیب قوای مرکز له خپلو درېیو ملګرو سره په سالنګ کې په یو کمین کې وواژه.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د وسلهوالو جبهو بریدونه او نښتې په بېلابېلو سیمو کې دوام لري. د وروستیو راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د مقاومت جبهې، د افغانستان د ازادۍ جبهې او د متحدې جبهې په ګډون د طالبانو مخالفو جبهو په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۵۰ بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې د دواړو لورو ګڼو کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
