د چین نړیوال ټلویزیونپه یوه تازه راپور کې ویلي، بېرته ستنېدونکي افغانان داسې هېواد ته راګرځي چې اقتصاد یې کمزوری، د کار زمینه پکې محدوده او میلیونونه وګړي یې لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري. له همدې امله د کډوالو پراخه ستنېدنه د ډېرو کورنیو لپاره د نوي ژوند د پیل پر ځای له نوو ستونزو سره د مخ کېدو معنا لري.
راپور د یو شمېر راستنېدونکو کورنیو وضعیت هم انځور کړی دی. شاه ولي چې له پاکستانه ایستل شوی، له خپلې اووه کسیزې کورنۍ سره کابل ته رسېدلی او غواړي په مزار شریف کې نوی ژوند پیل کړي. نوموړي نږدې ۲۸ کاله له افغانستانه بهر تېر کړي دي.
شاه ولي وايي: «هغه دردونه چې موږ تېر کړي، هېرول یې ممکن نه دي؛ خو اوس باید تېر وخت شاته پرېږدو او مخته ولاړ شو. انشاءالله له همدې ځایه به خپل ژوند بیا جوړ کړو.»
له ایران څخه راستون شوی محمد تاجک هم د استوګنې، کار او عاید موندلو له ستونزو سره مخ دی. نوموړی وايي، که په افغانستان کې وضعیت ښه نه شي او د کار زمینه ورته برابره نه شي، ښايي یو ځل بیا د بل هېواد د پناه اخیستو هڅه وکړي.
تاجک وویل: «که دلته حالات ښه نه شي، ښايي له بل هېڅ انتخاب پرته په بل هېواد کې د پناه اخیستو هڅه وکړم. کله چې ژوند د زغملو نه وي، خلک اړ کېږي چې خپل هېواد پرېږدي.»
د هغه دویمه مېرمن لیلا تاجک وايي، نه غواړي د تل لپاره پر بشري مرستو متکي وي او غواړي د کورنۍ لپاره د عاید یوه دوامداره سرچینه پیدا کړي.
هغې وویل: «غواړم یوه غوا واخلم یا یو کوچنی کاروبار پیل کړم، څو وکولای شو خپل لګښتونه پخپله برابر کړو.»
د طالبانو چارواکي وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د دوی له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸ میلیونه افغان کډوال هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت په وینا، د راستنېدونکو کورنیو د استوګنې، کار او په خپلو اصلي سیمو کې د بیا مېشتېدو لپاره اقدامات روان دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په ټول هېواد کې د ۵۷ نوي استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو پلان جوړ شوی دی.
د فطرت په وینا، د دغو ښارګوټو له ډلې د ۳۷ ښارګوټو ماسټر پلانونه او نقشې بشپړې شوې او په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکو د وېش بهیر هم روان دی. نوموړي ویلي، تر اوسه د راستنېدونکو کورنیو لپاره له ۷۰ زرو ډېرې د استوګنې ځمکې ځانګړې شوې دي.
د مرستو پر ادارو هم فشار زیات شوی
بشري مرستندویه ادارې وايي، د میلیونونو افغانانو ستنېدل په داسې وخت کې دي چې افغانستان لا له وړاندې له سخت بشري بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال په اوږدو کې د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي، یعنې شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه کسان، بشري مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د پلاوي مشر حسام فیصل وايي، د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره مرستندویه ادارې اړې شوې چې له محدودو امکاناتو سره د لا ډېرو خلکو اړتیاوې پوره کړي.
فیصل وايي، مرستندویه ادارې یوازې د راستنېدونکو له اړتیاوو سره نه مخ کېږي، بلکې په کوربه سیمو کې پخوانۍ مېشتې کورنۍ هم پر همدې محدودو مرستو او سرچینو تکیه کوي.
د بشري ادارو په وینا، د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی به په افغانستان کې د استوګنې، کار، روغتیا، خوړو او نورو بنسټیزو خدمتونو اړتیاوې لا پسې زیاتې کړي.