• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد د سعودي، ترکیې او پاکستان دفاعي تړون د ټولې اسلامي نړۍ په ګټه وباله

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د مکې درې اړخیز پوځي تړون د افغانستان لپاره نه د اندېښنې وړ دی او نه هم ګواښ دی. نوموړي په یوه مرکه کې دغه تړون د ټولې اسلامي نړۍ په ګټه وباله.

د طالبانو ویاند له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې که اسلامي هېوادونه په کومه موضوع کې له یو بل سره هوکړې ته رسېږي، افغانستان به یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ همکاري وبولي او په وینا یې، دا ډول همکارۍ د اسلامي نړۍ په ګټه دي.

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې افغانستان له پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې سره دښمني نه لري او د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ تړون د ټولې اسلامي نړۍ په ګټه دی.

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان مشرانو د اګست پر اوومه په مکه کې د «ګډې دفاع تړون» لاسلیک کړی دی. د تړون له مخې، پر یوه غړي هر وسله وال برید پر ټولو دریو هېوادونو برید ګڼل کېږي او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو د پراختیا لپاره چوکاټ برابروي.

مجاهد په خپلو خبرو کې وویل، چې له پاکستان سره دښمني نه لري او وروستۍ شخړې د اسلام اباد د بریدونو پر وړاندې دفاعي دریځ و. هغه زیاته کړې، چې « افغانستان د جګړې پلوی نه دی».

هغه له امریکا سره ډیپلوماتیکو اړیکو ته هرکلی ووایه او پر واشنګټن یې غږ وکړ، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي، ځکه دده په وینا، ددې یوه برخه د افغانستان بانک او نورو د افغانانو اړوند دي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی
۱

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی

۲

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۳

ډېمن مک‌وېلسن: د افغانستان د ډیموکراسۍ کیسه د طالبانو په بیا واکمنېدو پای ته نه ده رسېدلې

۴

طالبان په واخان کې اسماعیلي وګړي په زور اړ باسي چې د دوی ځواکونو ته د سون‌توکي برابر کړي

۵

افغان ایواک: ۸۴ سلنه امریکایان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي

•
•
•

نور خبرونه

په تېره یوه میاشت کې د طالبانو مخالفو ډلو شاوخوا ۶۰ بریدونه کړي

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې، د جولای له ۲۳مې نه د اګست تر پایه د طالبانو پر ضد شاوخوا ۶۰ بریدونه او وسله‌والې نښتې شوې دي. طالبانو ددغو بریدونو ډېره برخه نه دي تایید کړي.

د افغانستان ازادۍ جبهې پر خپله رسمي پاڼه د جولای له ۲۳مې څخه د اګست تر ۲۲مې پورې په اتو ولایتونو کې د لږ تر لږه ۲۱بریدونو خبر ور کړی دی.

د دغو بریدونو ډېره برخه په بدخشان، په ځانګړي ډول زیباک ولسوالۍ کې شوي دي.

د جبهې د اعلامیو له مخې، پر بدخشان سربېره په بغلان، کابل، غزني، ننګرهار، فاریاب، نورستان او پنجشېر کې هم بریدونه شوي دي.

د اګست له ۲۲مې وروسته هم د دغې جبهې د عملیاتو ادعاوې خپرې شوې دي. د اګست په ۲۵مه په زیباک کې د نښتو او د اګست په ۲۶مه په کونړ او کابل کې د بریدونو خبرونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان متحدې جبهې خپل بریدونه د اګست له لومړۍ نېټې پیل کړي دي. د دې جبهې لومړنی اعلان شوی برید په کندهار کې و.

د اګست تر شلمې نېټې پورې دغې جبهې د ۳۳ بریدونو ادعا کړې چې ډېری یې په هلمند او کندهار کې ښودل شوي دي.

ددوی د بریدونو نورې سیمې پکتیکا، بادغیس، غور، فاریاب او ځینې نور ولایتونه ښودل شوي.

د اګست په ۲۱مه، ۲۲مه او ۲۵مه په کندهار کې د دې جبهې د نورو عملیاتو ادعاوې هم شوې دي.

په ورته وخت کې ملي مقاومت جبهې د اګست لپاره د خپلو عملیاتو کوم رسمي شمېر نه دی خپور کړی، خو د دې ډلې د بریدونو او عملیاتو ګڼې ادعاوې په همدې میاشت کې رسنیزې شوې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په اګست کې د دې جبهې د ادعا شویو عملیاتو جغرافیا هرات، کندز، بغلان او بدخشان ته غځېدلې ده.

په بدخشان کې د اګست پر ۱۳مه دې ډلې د طالبانو د فیض‌اباد ښاروال وواژه. دغه راز د اګست په ۲۵مه یې په فیض‌اباد کې د طالبانو یو رنجر موټر هم په بم الوزولی و، خو دې جبهې خپل یو جګپوړی قوماندان هم له لاسه ورکړ او طالبانو ادعا کړې، چې د یادې جبهې دوه نور قوماندانان یې هم وژلي دي.

ملي مقاومت جبهې مخکې ادعا کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له دوه زرو څخه ډېر عملیات کړي دي.

د چنګاښ په ۲۶مه محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سپاهي میهن په نامه د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې د کوز یفتل ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره په خپل واک کې اخېستی و.

د سرچینو په وینا، مخالفو وسله‌والو د ولسوالۍ له مرکز څخه وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات له ځان سره یووړل.

په ورته وخت کې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر هم په اګست میاشت کې په لغمان، کندز او سالنګ کې د بریدونو خبر ورکړی دی.

د دغو بریدونو ډېره برخه لا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې او د بریدونو د شمېر او مرګ‌ژوبلې په اړه طالبانو غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو یوازې په بدخشان کې نښتې تایید کړې دي، خو پر نورو بریدونو یې له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

طالبانو د افغان کډوالو د اخراج بهیر د اسانه کولو لپاره جرمني ته درې کسیز پلاوی استولی

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
100%

طالبانو د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو او د هغوی د هویت او سفر د اسنادو د برابرولو لپاره درې کسیز پلاوی جرمني ته استولی. دوی اوس مهال د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ بن او مونشن ته هم ولاړ شي.

د جرمني د این ډي ار راډیو او ټلوېزیون د معلوماتو له مخې، د طالبانو درې استازي د چارشنبې په ورځ جرمني ته رسېدلي او ټاکل شوې شاوخوا درې اونۍ په دغه هېواد کې پاتې شي. هغوی له کابل څخه تر وتلو وروسته په قطر کې تم شوي وو او هلته د جرمني په دیپلوماتیکه استازولۍ کې ورته د دېرشو ورځو اعتبار لرونکي ویزې ورکړل شوې دي.

دوی اوس مهال د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ بون او مونشن ته هم ولاړ شي. په دواړو ښارونو کې د افغانستان کونسلګرۍ فعالیت کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام د دغه پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې د دوی ماموریت افغانستان ته د افغان اتباعو د ایستلو له پلان سره تړاو لري.

د وزارت په وینا، د پلاوي یوه مهمه دنده د هغو اسنادو برابرول دي چې طالبان یې د اعتبار وړ ګڼي. ددې سفر موخه د هغو افغانانو هویت تثبیتول دي، چې جرمني غواړي افغانستان ته یې ستانه کړي او د هغوی د بېرته ستنولو لپاره اړین تخنیکي شرایط برابر شي.

د جرمني حکومت وايي، د همدې موخې لپاره د طالبانو یو «تخنیکي ملاتړ کوونکی ټیم» په لنډمهاله توګه جرمني ته داخل شوی دی.

د اخراج لپاره له کابل سره عملي همکاري

د طالبانو د پلاوي سفر د برلین او کابل ترمنځ د هغو اړیکو د پراخېدو یوه بله نښه ده چې د مهاجرت، اخراج او کونسلي خدمتونو پر محور راڅرخي.

جرمني د طالبانو حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندلی، خو د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره له کابل سره مستقیم تماسونه زیات شوي دي.

د جرمني حکومت غواړي د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې د دغه هېواد د چارواکو په باور باید له جرمني ووځي.

په دې بهیر کې د افغان هویت تثبیت او د سفر د اسنادو برابرول اساسي خنډونه ګڼل کېږي. د طالبانو استازي اوس په همدې برخه کې د جرمني له چارواکو او افغان کونسلګریو سره د همغږۍ دنده پر مخ وړي.

دا د طالبانو لومړی ځل نه دی چې د کونسلي چارو په نوم خپل استازي جرمني ته استوي.

تېر کال هم د طالبانو دوه کونسلي چارواکي جرمني ته داخل شوي وو. له دغو کسانو څخه یو اوس په عملي ډول په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ وړي او بل په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ مشري کوي.

د جرمني حکومت هغه مهال ویلي وو چې د دغو چارواکو دنده افغانانو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کول او د هغو افغانانو د ایستلو اسانه کول دي چې جرمني یې افغانستان ته ستنول غواړي.خو د جرمني د رسنیو د څېړنو له مخې، د دغو کسانو ماموریت یوازې په کونسلي خدمتونو پورې محدود نه و.

طالبانو هڅه کړې چې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت له لوري ګومارل شوي ډیپلوماتان له خپلو دندو څنګ ته کړي او د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه د طالبانو له ادارې سره همغږي کړي.

دا چاره د طالبانو لپاره له دې امله مهمه ده چې په بهر کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ لا هم د پام وړ مالي او کونسلي سرچینې لري.

د راپور له مخې، د برلین سفارت او د بن او مونشن کونسلګریو له لارې د پاسپورټونو، تصدیق‌پاڼو او نورو کونسلي خدمتونو په بدل کې د پام وړ عواید ترلاسه کېږي.

د جرمني رسنیو د څېړنو له مخې، د طالبانو استازو هڅه کړې چې دغه عواید افغانستان ته ولېږدول شي، په داسې حال کې چې پر طالبانو او د هغوی پر مالي شبکو نړیوال بندیزونه لا هم موجود دي.

په برلین کې افغان سفارت په تېر وخت کې د دغو مالي چارو په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه و ورکړی.

میرضیایف: د افغانستان په اړه خپلې رغنده پالیسۍ ته په کلک هوډ دوام ورکوو

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۱
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، تاشکند به د افغانستان په اړه خپله رغنده پالیسي په کلک هوډ سره روانه وساتي. میرضیایف افغانستان د ازبکستان لپاره «تر ټولو نږدې ګاونډی» وباله.

میرضیایف دا څرګندونې د اګست په ۲۸مه د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

هغه افغانستان د ازبکستان «تر ټولو نږدې ګاونډی» وباله او ویې ویل چې تاشکند به له دغه هېواد سره خپلې رغنده تګلارې ته په پرېکنده ډول دوام ورکړي.

هغه وویل، « موږ به د افغانستان په اړه خپله رغنده پالیسي، چې زموږ تر ټولو نږدې ګاونډی دی، په کلک هوډ سره روانه وساتو».

میرضیایف په خپله وینا کې د افغانستان په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل، خو د ازبکستان د بهرني سیاست عمومي مسیر یې څو اړخیز، سنجول شوی او متوازن وباله او ټینګار یې وکړ چې اقتصادي ډیپلوماسي به د دغه هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.

ازبکستان په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د سیاسي اړیکو ترڅنګ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. تاشکند هڅه کوي افغانستان د مرکزي اسیا له بازارونو او ترانزیټي لارو سره د جنوبي اسیا د نښلولو په سیمه‌ییزو طرحو کې شامل کړي.

میرضیایف د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې ازبکستان په وروستیو کلونو کې له خپلو ګاونډیانو سره سرحدي ستونزې حل کړې او د دوستۍ او همکاریو اړیکې یې پیاوړې کړې دي. د هغه په وینا، د تاشکند بهرنی سیاست پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیک مشارکت او دوستانه اړیکو ولاړ دی.

د ازبکستان ولسمشر وویل چې هېواد یې اوس له نږدې ۱۷۰ هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري او غواړي په راتلونکو کلونو کې ازبکستان د نړیوالې ډیپلوماسۍ په یوه مهم مرکز بدل کړي.

هغه اعلان وکړ چې ازبکستان به د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ناپییلو هېوادونو د غورځنګ مشري هم پر غاړه واخلي.

د ازبکستان د ولسمشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې تاشکند له طالبانو سره د هغوی د ادارې له رسميت پېژندنې پرته عملي اړیکې پراخې کړې دي.

ازبکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، رېل پټلۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي. تاشکند په ځانګړي ډول افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي او اقتصادي دهلېزونو په جوړولو کې مهم هېواد ګڼي.

د میرضیایف په وینا، د ازبکستان بهرنی سیاست یوازې پر سیاسي اړیکو نه، بلکې پر اقتصادي همکاریو او ګډو سیمه‌ییزو پروژو هم ولاړ دی. هغه ټینګار وکړ چې ازبکستان غواړي د سیمې له هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب او ستراتیژیک مشارکت اړیکې لا پیاوړې کړي.

میرضیایف د خپلې وینا په یوه لویه برخه کې د هېواد پر اقتصادي پرمختګ او راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې.

که څه هم میرضیایف په خپله وینا کې له افغانستان سره د اقتصادي پروژو او سیمه‌ییز اتصال مشخص جزئیات یاد نه کړل، خو د تاشکند د بهرني سیاست په عمومي لید کې افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د اړیکې له مهمو مسیرونو څخه ګڼل کېږي.

ازبکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي د افغانستان له لارې د پاکستان او جنوبي اسیا بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او د رېل پټلۍ، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې سیمه‌ییزې اړیکې پراخې کړي.

راپور: د طالبانو تر لومړۍ واکمنۍ ۳۰ کاله وروسته هم افغانستان له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دی

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۲۹ GMT+۱
100%

د ایرش اېګزامنر ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي، ۳۰ کاله وروسته له هغه چې طالبانو د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې د لومړي ځل لپاره کابل ونیو، دغه ډله یو ځل بیا پر افغانستان واکمنه ده او د نړیوالې ټولنې د شلو کلونو پوځي او سیاسي حضور پایله لا هم د بحث موضوع ده.

راپور وايي، کله چې طالبان لومړی ځل کابل ته ننوتل، افغانستان لا دمخه د کلونو کورنیو جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او پراخو ویجاړیو له امله له سخت ناورین سره مخ و.

د راپور په وینا، د ۱۹۷۸ کال کمونیستي کودتا، د شوروي اتحاد یرغل، د مجاهدینو جګړې او وروسته د کورنیو ډلو ترمنځ شخړو د افغانستان دولتي جوړښت له منځه وړی و او کابل یې په کنډواله بدل کړی و.

ایرش اېګزامنر لیکي چې همدا وضعیت د دې لامل شو چې ځینو افغانانو په لومړیو کې د طالبانو هرکلی وکړي، ځکه هغوی د نظم او امنیت د ټینګښت ژمنه کوله، که څه هم وروسته یې سخت محدودیتونه او سختدریځ سیاستونه عملي کړل.

راپور زیاتوي چې د اسامه بن لادن له بېرته افغانستان ته ستنېدو او د القاعده د فعالیتونو له پراخېدو وروسته، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې بریدونو د امریکا په مشرۍ د افغانستان د اشغال زمینه برابره کړه.

د ورځپاڼې په وینا، د امریکا او متحدینو لومړنۍ موخه د القاعده له منځه وړل او د طالبانو د حکومت نسکورول وو، خو دا ماموریت وروسته د دولت جوړونې او ملت جوړونې یوې پراخې پروژې ته واوښت.

راپور وايي، د شلو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ولاړل، میلیونونه نجونې زده‌کړو ته ورسېدې، ښځې پوهنتونونو، رسنیو، سیاست او نورو برخو ته داخلې شوې او پراخې پرمختیايي پروژې پلې شوې.

خو راپور یادونه کوي چې د دغو لاسته راوړنو ترڅنګ جګړو لسګونه زره افغانان ووژل، پراخ مالي لګښتونه یې رامنځته کړل او بالاخره د جمهوري نظام بنسټونه دومره پیاوړي نه شول چې د طالبانو د بیا واکمنېدو مخه ونیسي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغان حکومت چټک سقوط او د طالبانو بېرته واک ته رسېدل وښودله چې د افغانستان د بدلون لپاره د نړیوالې ټولنې ستره سیاسي پروژه خپلو اساسي موخو ته ونه رسېده.

ایرش اېګزامنر لیکي، سره له دې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو د مرکز په بڼه نه دی راڅرګند شوی، خو ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه پراخې محرومې شوې دي.

راپور وايي، اوس هم ډېری هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه پېژني او د ښځو د حقونو وضعیت د نړیوال مشروعیت پر وړاندې مهم خنډ بلل کېږي.

راپور ټینګار کوي چې د افغانستان په اړه تر ټولو ستونزمنه پوښتنه دا نه ده چې طالبان څنګه په ۱۹۹۶ کال کې کابل ته ورسېدل، بلکې دا ده چې د شلو کلونو نړیوال حضور، میلیاردونو ډالرو لګښتونو او پراخو نظامي عملیاتو وروسته ولې دغه ډله یو ځل بیا پر افغانستان واکمنه شوه.

راپور کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله او د دوی د لومړۍ واکمنۍ ۳۰ کاله وروسته، افغانستان لا هم د ثبات، بشري حقونو او سیاسي راتلونکي په برخه کې له جدي ناڅرګندتیاوو سره مخ دی.

نېکسټ سېنچري: د طالبانو نوی د واده قانون د افغان ښځو پر حقونو محدودیتونه زیاتوي

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۱
100%

د نېکسټ سېنچري بنسټ په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغان ښځو وضعیت لا پسې خراب شوی او د واده په اړه نوی قانون د ښځو او نجونو پر حقونو اضافي محدودیتونه وضع کړي دي.

راپور د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري د مې میاشتې په «د مېړه او مېرمنې د قضايي بېلتون د قانون» تمرکز کړی او ویلي یې دي چې دغه قانون نارینه خپلوانو ته اجازه ورکوي چې نجونې له بلوغ وروسته په نکاح ورکړي.

د راپور له مخې، په یاد قانون کې د ښځې چوپتیا هم د واده لپاره د رضایت په توګه ګڼل شوې ده.

راپور زیاتوي چې که څه هم په قانون کې د طلاق ځینې موارد ذکر شوي، خو په ډېری حالاتو کې د طلاق ترلاسه کول د نارینه وو له موافقې، د قاضي له پرېکړې، د شاهدانو له شهادت یا د نارینه خپلوانو له مداخلې سره تړل شوي دي.

د نېکسټ سېنچري بنسټ په وینا، د «خلع» له لارې د ښځو د طلاق حق هم محدود شوی او د طلاق لپاره د ورکړې د پیسو اندازه نه ده مشخصه شوې، چې له امله یې ښځې په عملي ډول د طلاق غوښتلو محدود فرصتونه لري.

راپور وايي، دغه قانون د کورني تاوتریخوالي او جبري ودونو په اړه اندېښنې زیاتې کړي او د نړیوالو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.

راپور استدلال کوي چې دغه قانون د طالبانو د واک او نفوذ د پراخېدو نښه ده او ښيي چې د ښځو اړوند محدودیتونه د کمېدو پر ځای مخ په زیاتېدو دي.

د راپور له مخې، طالبان اوس د افغانستان پر ټولو ۳۴ ولایتونو کنټرول لري، په داسې حال کې چې د دوی د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې بشپړ واک نه درلود.

راپور زیاتوي چې د ښځو د حقونو وضعیت د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې په دوامداره توګه خراب شوی او هغه څه چې راپور یې «جنسیتي اپارتاید» بولي، لا هم دوام لري.

د یاد بنسټ په باور، د افغانستان د منزوي کولو سیاست مطلوبه پایله نه ده ورکړې، ځکه د طالبانو واک لا پیاوړی شوی، د ښځو محدودیتونه زیات شوي او بشري بحران لا ژور شوی دی.

راپور یادونه کوي چې روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی، خو هند، چین او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو له کابل سره خپلې عملي او ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي.

د راپور له مخې، اوس د نړیوالې ټولنې په منځ کې دوه لیدلوري موجود دي؛ یو لوری غواړي له طالبانو سره اړیکې محدودې شي، او بل لوری باور لري چې له تعامل پرته به پر طالبانو د اغېز امکان لا کم شي.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د ښځو د حقونو له موضوع جلا نه وي او نړیواله ټولنه باید د سوداګرۍ، کډوالو او نورو موضوعاتو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونه هم د خبرو اساسي برخه وګرځوي.

راپور همداراز غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو د دفاع کوونکو ډلو، مدني فعالانو او نادولتي بنسټونو ملاتړ دوام ومومي او پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره ټولې موجودې ډیپلوماتیکې لارې وکارول شي.

راپور کې راغلي چې د افغان ښځو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د نورو محدودیتونو د مخنیوي لپاره بیړني او دوامداره نړیوالو اقداماتو ته اړتیا ده.