میرضیایف دا څرګندونې د اګست په ۲۸مه د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.
هغه افغانستان د ازبکستان «تر ټولو نږدې ګاونډی» وباله او ویې ویل چې تاشکند به له دغه هېواد سره خپلې رغنده تګلارې ته په پرېکنده ډول دوام ورکړي.
هغه وویل، « موږ به د افغانستان په اړه خپله رغنده پالیسي، چې زموږ تر ټولو نږدې ګاونډی دی، په کلک هوډ سره روانه وساتو».
میرضیایف په خپله وینا کې د افغانستان په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل، خو د ازبکستان د بهرني سیاست عمومي مسیر یې څو اړخیز، سنجول شوی او متوازن وباله او ټینګار یې وکړ چې اقتصادي ډیپلوماسي به د دغه هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.
ازبکستان په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د سیاسي اړیکو ترڅنګ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. تاشکند هڅه کوي افغانستان د مرکزي اسیا له بازارونو او ترانزیټي لارو سره د جنوبي اسیا د نښلولو په سیمهییزو طرحو کې شامل کړي.
میرضیایف د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې ازبکستان په وروستیو کلونو کې له خپلو ګاونډیانو سره سرحدي ستونزې حل کړې او د دوستۍ او همکاریو اړیکې یې پیاوړې کړې دي. د هغه په وینا، د تاشکند بهرنی سیاست پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیک مشارکت او دوستانه اړیکو ولاړ دی.
د ازبکستان ولسمشر وویل چې هېواد یې اوس له نږدې ۱۷۰ هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري او غواړي په راتلونکو کلونو کې ازبکستان د نړیوالې ډیپلوماسۍ په یوه مهم مرکز بدل کړي.
هغه اعلان وکړ چې ازبکستان به د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ناپییلو هېوادونو د غورځنګ مشري هم پر غاړه واخلي.
د ازبکستان د ولسمشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې تاشکند له طالبانو سره د هغوی د ادارې له رسميت پېژندنې پرته عملي اړیکې پراخې کړې دي.
ازبکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، رېل پټلۍ او سیمهییز اتصال په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي. تاشکند په ځانګړي ډول افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي او اقتصادي دهلېزونو په جوړولو کې مهم هېواد ګڼي.
د میرضیایف په وینا، د ازبکستان بهرنی سیاست یوازې پر سیاسي اړیکو نه، بلکې پر اقتصادي همکاریو او ګډو سیمهییزو پروژو هم ولاړ دی. هغه ټینګار وکړ چې ازبکستان غواړي د سیمې له هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب او ستراتیژیک مشارکت اړیکې لا پیاوړې کړي.
میرضیایف د خپلې وینا په یوه لویه برخه کې د هېواد پر اقتصادي پرمختګ او راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې.
که څه هم میرضیایف په خپله وینا کې له افغانستان سره د اقتصادي پروژو او سیمهییز اتصال مشخص جزئیات یاد نه کړل، خو د تاشکند د بهرني سیاست په عمومي لید کې افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د اړیکې له مهمو مسیرونو څخه ګڼل کېږي.
ازبکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي د افغانستان له لارې د پاکستان او جنوبي اسیا بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او د رېل پټلۍ، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې سیمهییزې اړیکې پراخې کړي.