هغه له امریکا سره د اړیکو د راتلونکي په اړه وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او اوس باید د جګړې د دورې سیاسي او رسنیزې تګلارې هم بدلې شي.
نوموړي وویل، چې د طالبانو په اړه د لوېدیځ برداشت لا هم د تېرو دوو لسیزو جګړې تر اغېز لاندې دی او نړیوالې رسنۍ طالبان د جګړې، بېثباتۍ او نړۍ ته د ګواښ په توګه انځوروي.
مجاهد وویل: «خو اوس جګړه پای ته رسېدلې او زه باور لرم چې د هغه وخت سیاستونه، که سیاسي وي او که رسنیز، باید بدل شي.»
هغه له بهرنیو حکومتونو او خبریالانو وغوښتل چې له طالبانو سره مستقیم تعامل وکړي او د دوی موخې درک کړي.
د طالبانو ویاند د نړیوالو بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته سپارلو غوښتنه هم وکړه. د مجاهد په وینا، د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو بېرته خوشې کول کولی شي له واشنګټن سره د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان خپل قوانین لري او نه شي کولای د نورو هېوادونو پالیسۍ په افغانستان کې پلې کړي. مجاهد وویل، چې افغانستان د خپل دین، شرایطو او قوانینو له مخې مخته ځي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان دغو ځانګړنو ته درناوی وکړي.
افغانستان له امریکا پرته «بې له شکه ښه شوی»
مجاهد د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې هېواد «بې له شکه ښه شوی دی».
د هغه په وینا، د بهرنیو ځواکونو وتلو افغانستان ته خپلواکي بېرته ورکړې او افغانان یې د خپل هېواد د بیا رغونې مسوول کړي دي. نوموړي ادعا وکړه چې طالبان د هېواد پر ټولو برخو کنټرول لري او د امنیت له پلوه یې وضعیت ښه شوی دی.
مجاهد د طالبانو د اوسنیو بهرنیو اړیکو په اړه وویل چې دوی له ګڼو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې لري. هغه چین او روسیه د طالبانو مهم متحدین وبلل او ویې ویل چې دواړو هېوادونو په افغانستان کې په مهمو پروژو کې پانګونه کړې ده.
د روسیې په اړه مجاهد وویل چې د طالبانو ډېر پوځي تجهیزات روسي دي او د دغو تجهیزاتو د بیارغونې لپاره د مسکو ملاتړ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې روسیه د بیارغونې په برخه کې پراخه تجربه لري او طالبان غواړي له دغو تجربو ګټه واخلي.
مجاهد همداراز ترکمنستان د ټاپي پروژې له مهمو شریکانو وباله او ویې ویل چې دغه پروژه د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. نوموړي ټرانسپورټي پروژې هم د افغانستان لپاره مهمې وبللې.
له هند سره سوداګریزې اړیکې
مجاهد له هند سره د طالبانو اړیکې هم مثبتې وبللې.
هغه وویل: «موږ له هند سره ډېرې ښې سوداګریزې اړیکې لرو. زموږ محصلان هلته درس وایي او زموږ ډېر هېوادوال د درملنې لپاره هلته ځي.»
نوموړي وویل چې د طالبانو استازي په ګڼو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې منل شوي او له ډېرو هېوادونو سره یې دیپلوماتیکې اړیکې پراخې شوې دي.
د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې د نیوکو په ځواب کې مجاهد وویل چې طالبان خپل قوانین لري او نه غواړي د نړیوالو غوښتنې د افغانستان پر کورنیو سیاستونو حاکمې شي.
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د نړیوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي، خو د رسمیت پېژندنې لپاره د کورنیو سیاستونو د بدلون غوښتنه یې رد کړه.
له پاکستان سره جګړه نه غواړو
مجاهد د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه وویل چې طالبان له هېڅ هېواد سره جګړه نه غواړي.
هغه وویل: «موږ له هېچا سره جګړه نه غواړو او نه بل هېواد ته اجازه ورکوو چې زموږ خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي. جګړه د هېچا په ګټه نه ده.»
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې امنیتي او سیاسي اختلافات زیات شوي دي.
مجاهد د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د کم عامه حضور په اړه وویل چې هغه مذهبي مشر دی، «د افغانانو امیرالمومنین» دی او ګڼ مسوولیتونه لري.
نوموړي وویل چې هبتالله ساده ژوند خوښوي او نه شي کولای په هر مناسبت کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شي، خو د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت یې د خلکو په یوه لویه غونډه کې حضور درلود.
د مجاهد څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان هڅه کوي له روسیې، چین، هند او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو په ورته وخت کې د امریکا او ډېرو لوېدیزو هېوادونو له خوا د طالبانو حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندل شوی او دغه ډله د نړیوالو قوانینو، میثاقونو منلو او د ښځو او نجونو د حقونو رعایت کولو ته رابولي.