ملګري ملتونه: په غزه کې وروستیو بریدونو ملکي وګړو او بشري مرستو ته درانه زیانونه اړولي

ملګرو ملتونو په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل لخوا په وروستیو بریدونو کې څلور ماشومان وژل شوي او د بشري مرستو په ګډون مهمې زېربناوې زیانمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جمعې په ورځ ویلي، وژل شوي ماشومان د دوو او ۱۶ کلونو ترمنځ وو او په بېلابېلو بریدونو کې یې ژوند بایللی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې برخې (یونیسف ) د معلوماتو له مخې، د دغو بریدونو له ډلې یوه برید کې د یوه مرستندویه بنسټ ګودام سخت زیانمن شوی چې په پایله کې یې د څه باندې ۷۷۰ زره ډالرو په ارزښت د خوړو توکي له منځه تللي دي. دغه توکي د څه باندې ۴۵ زره ماشومانو، امیندواره ښځو او شیدې ورکوونکو میندو لپاره ځانګړي شوي وو.
یونیسف وايي، په دیرالبلح کې د اوبو یوه څاه او د اوبو د پاکولو مرکز هم د برید له امله زیانمن شوي چې له څلورو زرو څخه ډېرو کسانو ته یې اوبه برابرولې.
په همدې حال کې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په تېره اوونۍ کې یې له غزې څخه د ۱۰۶ ناروغانو، چې ۱۹ یې ماشومان دي، د طبي انتقال زمینه برابره کړې او ۱۳۲ د هغوی سره مل کسان(پایوازان) یې هم ورسره ایستل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، لا هم زرګونه ناروغان له غزې څخه د طبي لیږد په تمه دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې ملکي وګړي، بشري مرکزونه او مهمې زېربناوې باید د جګړې پر مهال خوندي وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د فلسطین او اسرایل ترمنځ د امریکا د سولې تړون د عملي کېدو موضوع پر سر ناندرۍ لاهم دوام لري.
څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان، مصر، اردن، پاکستان، اندونیزیا، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د اسراییل له لوري د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې نقشه» د ردولو اقدام غندلی دی.
د دغو اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي و، چې د اسراییل مخالفت د ټرمپ د طرحې د بشپړ عملي کېدو پر وړاندې خنډ رامنځته کوي او په سیمه کې د عادلانه او دوامدارې سولې لپاره ګډې هڅې کمزورې کوي.
