د پاکستان په کراچۍ کې د یوه ځايي نیول شوي پښتون کس وکیل، محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د چمن ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم د افغان کډوالو پر ضد په عملیاتو کې نیول شوی او شاوخوا څلور اونۍ کېږي چې په توقیفي کمپ کې ساتل کېږي.
د محمد ظاهر په وینا، نوموړي د دغه کس د خوشې کېدو لپاره په کراچۍ کې د اړوندې سیمې او توقیفي کمپ له چارواکو سره لیدلي، خو چارواکو ورته ویلي، چې د هغو کسانو د هویت معلومولو لپاره چې شک پرې وي، نوې کړنلاره جوړه شوې ده.
هغه وايي، په دې وروستیو کې د پاکستان نیمه پوځي ځواک رېنجرز د افغان کډوالو د نیولو پر مهال که کوم ځايي پاکستانی هم په شک کې ونیسي، د هغه د هویت د تایید لپاره به د نوموړي د پلرنۍ سیمې له چارواکو سره په رسمي کچه اړیکه نیول کېږي.
د نوموړي په خبره، د اړوندې ولسوالۍ چارواکي به د دغه کس هویت، کورنۍ او د پاکستان تابعیت تاییدوي او وروسته به دغه معلومات په رسمي ډول کراچۍ ته استول کېږي او نیول شوی کس به بیا محکمې ته مراجعه کوي او که محکمه یې پاکستانی هویت او پېژندپاڼه تایید کړي، بیا به یې د خوشې کېدو امر صادر شي.
محمد ظاهر وايي، پخوا به که د بلوچستان یا خیبر پښتونخوا کوم پښتون د افغان کډوالو پر ضد په عملیاتو کې نیول کېده، د هغه خپلوان به توقیفي کمپ ته ورتلل او د هویت له تایید وروسته به نوموړی خوشې کېده.
د هغه په وینا، دمګړۍ د کراچۍ په توقيفي کمپ کې د پېژندپاڼې په قضیو کې چې څومره کسان ساتل کېږي زیاتره یې د بلوچستان پښتانه دي.
بلخوا، په کراچۍ کې ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې دوی مخکې افغان کډوالو ته خپل کورونه په کرایه ورکړي وو، خو په دې وروستیو کې پولیسو د هغو پاکستانیانو پر ضد هم قضیې ثبت کړي چې افغان کډوالو ته یې د اوسېدو لپاره کورونه په کرایه ورکړي دي.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو لپاره د توقیفي کمپ مشر او نورو چارواکو په دې اړه له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کړې او د افغانستان انټرنشنل- پښتو پوښتنو ته یې هم ځواب نهدی ویلی.
خو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې پالیسي نوره هم سخته شوې او دغه پالیسي د مرکزي حکومت له خوا جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، له همدې امله سیمهییز چارواکي په دې اړه له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي او یوازې مرکزي حکومت د دغې پالیسۍ په اړه څرګندونې کولی شي.
محمد ظاهر وايي، چارواکو ورته ویلي چې د هغو کسانو د هویت د تایید لپاره د کورنۍ، کور او کلي په اړه معلومات هم راټولېږي، ځکه د چارواکو په وینا، داسې موارد هم موندل شوي چې ځینو کسانو په پیسو پاکستاني پېژندپاڼې ترلاسه کړي او په ځينو ځايونو کې افغان کډوالو هم د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې (نادرا) په ریکارډ کې ځانونه د پاکستانيو کورنيو د غړو په توګه ثبت کړي دي.
د نوموړي په وینا، د همدې ادعاوو له امله د دغو کسانو او کورنیو ستونزې لا زیاتې شوې دي.
په دې وروستيو کې د پښتنو ملتپاله سياسي ګوندونو وخت په وخت په دې اړه څرګندونې کړي او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې د کډوالو په نوم دې د ځايي پښتنو د نيولو او ځورولو لړۍ ودروي.
د پاکستان مرکزي حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.