متحدې جبهې له طالب جنګیالیو وغوښتل چې د مشرانو د واک د دوام لپاره ونه جنګېږي

د افغانستان متحدې جبهې له طالب جنګیالیو غوښتي چې د خپلو مشرانو د واک د دوام لپاره دې د افغان ولس پر وړاندې د جګړې او ځپنې وسیله نه ګرځي او د خپلو مشرانو د کړنو په اړه دې له ځانه پوښتنه وکړي.
دې جبهې په یوه تازه خپاره کړي ایکس پوسټ کې طالب جنګیالیو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو د یوه مظلوم ملت د پاڅون پر وړاندې ولاړ یاست؛ هغه ملت چې له کلونو راهیسې د دې عامې بلا له امله ځورېږي.»
جبهې ویلي، طالب جنګیالیو په تېرو کلونو کې جګړه کړې، ټپیان شوي، وژل شوي او زندانونه یې تېر کړي، خو په وینا یې، د دغو قربانیو له پایلو تر ډېره د طالبانو مشران برخمن شوي دي.
په پوسټ کې راغلي: «ستاسو همسنګي ملګري ووژل شول، تاسو ټپیان شوئ او زندانونه مو تېر کړل؛ خو د دې ټولو پایله څه شوه؟ اوس څوک د دویمې، درېیمې او څلورمې مېرمنې په فکر کې دي؟»
متحدې جبهې ادعا کړې چې طالب جنګیالي لا هم په پوستو او امنیتي چکپواینټونو کې په سختو شرایطو کې دنده ترسره کوي، په داسې حال کې چې د طالبانو مشران یې په پرتله له ډېرو امکاناتو او هوسا ژوند څخه برخمن دي.
جبهې له طالب جنګیالیو پوښتنه کړې چې ایا د دوی مبارزه د دې لپاره وه چې مشران یې «په قیمتي هېوادونو کې کورونه واخلي او ښکلې مېرمنې وکړي».
د افغانستان متحدې جبهې په پای کې له طالب جنګیالیو غوښتي چې د خپلو کړنو دیني او اخلاقي پایلو ته پام وکړي او اجازه ورنه کړي چې د جبهې په وینا، د «ظالمې واکمنۍ» د دوام لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
په پوسټ کې د افغانستان د یو شمېر مشهورو علماوو له لوري د طالبانو د نظام پر ضد د «محاربې» د پوځي فتوا او حکم د یوې برخې یادونه هم شوې، خو جبهې په دې پوسټ کې د دغو علماوو نومونه او د فتوا بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي.
