طالبانو په درېیو ولایتونو کې د ناقانونه کړنو او غلا په تور د ۱۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په پکتیکا، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ کسان نیولي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د ځمکې لاندې خزانو او قیمتي فلزاتو د موندلو او غلا په تړاو نیول شوي دي.
