د شمېرو له مخې، پاکستان هرکال افغانستان ته د شاوخوا ۳۲ مېلیون ډالرو په ارزښت د چرګانو اړوند محصولات صادروي. په دغه محصولاتو کې یو ورځني چرګوړي، د چرګانو درمل او خپله چرګان شامل دي؛ خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندښت له امله د دغه توکو صادرات نږدې په ټپه درېدلي او د پاکستان د چرګانو پر ټول صنعت یې مستقیم اغېز کړی دی.
د پېښور یوه سوداګر عظیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته د چرګانو د درملو او نورو محصولاتو د لېږد بندېدو د هغه کاروبار سخت اغېزمن کړی دی. هغه له افغان سوداګرو سره یې له څو کلونو راهیسې سوداګریزې اړیکې لرلې؛ خو د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د پاکستاني سوداګرو مېلیونونه کلدارې په افغانستان کې بندې پاتې دي.
عظیم وویل، د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته په پاکستان کې د چرګانو تولید د کورني بازار له اړتیا څخه زیات شوی چې له امله یې د چرګانو بیې په پرلهپسې ډول راټیټېږي. د هغه په وینا، په پاکستان کې اوسمهال د چرګوړو شمېر ډېر زیات دی؛ خو افغانستان ته د صادراتو بندښت له امله د چرګانو غوښتنه یا تقاضا کمه شوې او بیې یې هم راټیټې شوې دي.
عظیم د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې د تورخم دروازه ژر تر ژره پرانیستل شي؛ څو د دواړو هېوادونو د سوداګرو کاروبارونه بېرته پیل او د زرګونو کسانو روزګارونه خوندي شي.
د هوا له لارې افغانستان ته د چرګوړو د لېږد ناکامه هڅه
ځینو سوداګرو د ځمکنۍ لارې تر تړل کېدو وروسته هڅه وکړه، چې چرګوړي د هوا له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ خو په هوايي ډګر کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي او د چرګوړو یوه لویه برخه په لاره کې لهمنځه تللې ده.
سوداګر عظیم وویل، د لارې تر تړل کېدو مخکې به یې هره میاشت شاوخوا ۸۰زره چرګوړي افغانستان ته صادرول؛ خو د ځمکنۍ لارې له بندښت وروسته دغه کاروبار نږدې په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی، د لارې تر بندښت وروسته شاوخوا ۸۰زره چرګوړي لهمنځه تللي چې له امله یې سوداګرو ته دروند مالي زیان واوښت.
د چرګانو فارم لرونکي هم له ستونزو سره مخ دي
که څه هم د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو غوښه اوس د پخوا پرتله په ټیټه بیه پلورل کېږي؛ خو د چرګانو فارم لرونکي او د دغه صنعت نور کارکوونکي له اوسني وضعیت ناخوښه دي.
د پېښور د چرګانو د یوه فارم مالک محمد سلیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې افغانستان ته د چرګوړو د لېږد بندېدو د چرګانو د تولید ټوله لړۍ اغېزمنه کړې ده. د چرګوړو د غوښتنې کمېدو له امله ګڼ کاروباریان اړ شوي چې خپل تولید کم یا په ځینو مواردو کې په بشپړه توګه ودروي.
د نوموړي په وینا، مخکې به د دوی تولید د پاکستان او افغانستان په دوو بېلابېلو بازارونو کې وېشل کېده؛ خو اوس چې چرګوړي افغانستان ته نه ځي د تولید ډېره برخه یوازې په پاکستاني بازار کې پاتې کېږي او کورنی بازار دومره تقاضا نهلري.
محمد سلیم وویل، د دغه صنعت له ستونزو یوازې سوداګر نهدي اغېزمن شوي؛ بلکې فارم لرونکي، د دوی کارکوونکي، موټر چلوونکي، هټۍوال او زرګونه نور کسان هم له دغه کاروبار سره تړلي دي.
هغه له حکومته وغوښتل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي؛ څو د چرګانو په ګډون د نورو توکو سوداګري هم عادي حالت ته وګرځي.
د چرګانو ټېټې بیې
د پېښور د چرګانو یو پلورونکي احسان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو عرضه زیاته شوې او په پایله کې یې بیې د پام وړ ټیټې شوې دي.
هغه وویل، اوسمهال په پېښور کې د یو کیلو چرګ بیه شاوخوا ۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې ده؛ په داسې حال کې چې پخوا یې بیه شاوخوا ۴۵۰ تر ۵۰۰ کلدارو ته رسېدله.
د دغه صنعت فعالان وايي، که څه هم د چرګانو د بیو له کمښت څخه عامه خلکو ته ګټه رسېږي؛ خو د اوږدې مودې لپاره ټیټې بیې د فارم لرونکو او سوداګرو لپاره د زیان لامل ګرځي، ځکه چې د چرګانو د خوراک، درملو، برېښنا، کارګرو او نورو تولیدي لګښتونو کچه لا هم لوړه ده.
دوی ټینګار کوي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو پرانیستل به نه یوازې د دغه صنعت ستونزې راکمې کړي؛ بلکې له دغه صنعت سره د تړلو زرګونه کسانو کاروبارونه او روزګارونه به هم بېرته فعال کړي.