• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیج څخه د ۲۱ زره پاکستانیانو ویستل؛ د پاکستان د بهرنیو کارګرو پر اقتصاد اندېښنې زیاتې شوي

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د اېکسپرېس ټریبیون د یوه راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۱۳مې پورې د خلیجي هېوادونو له لوري د ۲۱ زره او ۹۵۱ پاکستانیانو اخراج یو ځل بیا د پاکستان اقتصاد پر بهرنیو کاري بازارونو او د کارګرانو پر رالېږل شویو پیسو د تکیې موضوع را برسېره کړې ده.

د راپور له مخې، په اخراج شویو کسانو کې تر ټولو ډېره برخه له سعودي عربستانه ایستل شوې، چې شمېر یې ۱۵ زره او ۴۹۵ کسانو ته رسېږي. متحده عربي اماراتو ۳۸۰۳ او عمان ۱۶۰۶ پاکستانیان ایستلي دي.

اقتصادپوهان وايي، د دغو جبري ستنولو مستقیم مالي اغېز ښايي محدود وي، خو دا پېښه د پاکستان د اقتصاد یوه اساسي ستونزه ښيي، یعنې میلیونونه کورنۍ د هغو کارونو او عوایدو پر بنسټ ژوند کوي چې د پاکستان له کنټرول څخه بهر دي.

د دوامدارې پراختیا د پالیسۍ انسټېټیوټ اقتصادپوه ډاکټر عابد قیوم سلېري ویلي، د اخراج شویو کارګرو کلنۍ لېږدول شوې پیسې شاوخوا ۴۲ میلیونه ډالره اټکل کېږي، چې د پاکستان د ټولو حوالو له ۰.۱ سلنې څخه هم کمه برخه جوړوي.

خو نوموړي خبرداری ورکړی چې پاکستان د صادراتو د کمزورتیا او د پانګونې د ټیټې کچې د جبران لپاره پر بهرنیو حوالو تکیه کوي، په داسې حال کې چې د دغو عوایدو سرچینه د نورو هېوادونو د پالیسیو تر اغېز لاندې ده.

د راپور له مخې، پاکستان ته په ۲۰۲۶ مالي کال کې د بهر مېشتو پاکستانیانو حوالې ۴۱،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د توکو صادرات ۳۰،۸۴ میلیارده او د توکو او خدماتو ټول صادرات ۴۰،۸۸ میلیارده ډالر وو.

د پاکستان د پراختیايي اقتصاد انسټېټیوټ اقتصادپوه ډاکټر ناصر اقبال ویلي، بې‌کاري او د حقیقي معاشونو کمښت هغه مهم عوامل دي چې ځوانان د کار لپاره خلیجي هېوادونو ته تګ ته اړ باسي.

هغه ویلي: «په پاکستان کې د ځوانانو بې‌کاري لوړه ده او اقتصادي وده کمه شوې ده، له همدې امله ډېر کسان د کار په لټه کې بهرنیو هېوادونو ته ځي.»

بلخوا، اقتصادپوه ډاکټر شجاعت فاروق په یوه جلا راپور کې خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ له کاري بازارونو سره د پاکستان ډېره تکیه د اوږدمهال لپاره لوی خطر دی.

د هغه د راپور له مخې، هر کال د ۷۰۰ زرو څخه تر ۸۰۰ زرو پاکستانیان منځني ختیځ ته د کار لپاره ځي او شاوخوا شپږ میلیونه پاکستانیان اوس هم په دغو هېوادونو کې کار کوي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان شاوخوا ۵۴ سلنه حوالې له همدې سیمې څخه راځي.

د راپور له مخې، که په منځني ختیځ کې ناامنۍ یا اقتصادي ستونزې زیاتې شي، ښايي په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا نیم میلیون پاکستانیان د کار لپاره دغې سیمې ته ولاړ نشي او له نیم میلیون څخه ډېر نور بېرته پاکستان ته ستانه شي.

اقتصادپوهان وايي، دا وضعیت به په ځانګړي ډول په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې پر کاري بازار فشار زیات کړي او د حوالو په کمېدو سره به د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.

راپور د ساجد په نوم د یوه کارګر کیسه هم رااخلي چې په دوبۍ کې یې د یخچالونو د تخنیکر په توګه کار کاوه، خو د دندې له لاسه ورکولو وروسته وویستل شو او اوس په کراچۍ کې د کار په لټه کې دی.

په مقابل کې، یو بل پاکستانی عبدالله له متحده عربي اماراتو څخه یوه کوچنۍ صنعتي وسیله هېواد ته راوړه او پر بنسټ یې خپله سوداګري پیل کړه.

راپور وايي، د دغو دوو کسانو تجربې ښيي چې بهرنی کار هم فرصت او هم خطر لري، خو د پاکستان اقتصاد لا هم د میلیونونو کارګرو پر عوایدو ولاړ دی چې راتلونکی یې د نورو هېوادونو له پالیسیو سره تړلی دی.

ډېر لیدل شوي

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»
۱

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۲

مجاهد: غواړو په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي

۳

پزشکیان: سیمه کې د امن او ثبات لپاره د افغانستان په ګډون نورو ګاونډیانو سره هوکړې ته رسېږو

۴

افغان ایواک: ۸۴ سلنه امریکایان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي

۵

د کابل په اندراګاندي روغتون کې هره ورځ تر شپږو ماشومان مري

•
•
•

نور خبرونه

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د عالي محکمې يوه قاضي د افغان محصلينو د تحصيلي ويزو د تمدېدو د څرنګوالي د قضيې په اورېدنه کې ويلي، « موږ دا مهال له افغانستان سره د جګړې په حالت کې یو او افغانستان دښمن هېواد دی».

د سه شنبې په ورځ ۸۷ افغان محصلينو (هلکانو او نجونو) په اسلام اباد کې په عالي محکمې کې د ویزو د تمدیدو په تړاو خپله قضيه ثبت کړې وه. د محصلينو مدافع وکیل ايمل خان مندوخېل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) په همدې تړاو استعماعیه غونډه وشوه.

د اورېدنې پر مهال د یادو محصلینو وکيل او د عالي محکمې ترمنځ شوې مکالمه ايمل خان مندوخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره شريکه کړې، چې په‌کې د یادې محکمې یوه قاضي خادم حسین سومرو د افغان محصلينو پر غوښتنليک قانوني پوښتنې راولاړې کړې.

قاضي خادم حسین سومرو: «وکیل صیب موږ دا مهال له افغانستان سره د جګړې په حالت کې یو او افغانستان دښمن هېواد دی».

د محصلينو وکیل: «زما د معلوماتو له مخې د پاکستان حکومت داسې کوم اعلان نه‌دی کړی».

قاضي خادم حسین سومرو: «که د هند محصلین راشي، ایا تاسو به هغوی ته هم د راتلو اجازه ورکړئ»؟

د محصلينو وکیل: «افغان محصلینو ته یو کال مخکې کورنیو چارو وزارت ویزې ورکړې وې، هغه وخت زموږ ملي پالیسي بل ډول وه».

قاضي خادم حسین سومرو: «تاسو یو اییني غوښتنلیک وړاندې کړی، ایا زموږ اساسي قانون افغانانو ته د داسې غوښتنلیکونو د دایرولو حق ورکوي»؟

د محصلينو وکیل: «هو بالکل، د اساسي قانون ۱۹۹ ماده افغانانو ته د غوښتنلیکونو د دایرولو حق ورکوي».

قاضي خادم حسین سومرو: «وکیل صیب ایا تاسو د قانون له مخې له دغو ۸۷ افغان محصلینو څخه د استازولۍ واک اخیستی دی»؟

د محصلينو وکیل: «هو بالکل، زه د وکیل په توګه د دې ټولو محصلینو استازیتوب کوم».

قاضي خادم حسین سومرو: «تاسو باید د افغانستان (طالبانو) سفارت ته لاړ شئ هلته به ستاسو خبره واورېدل شي، افغان سفارت به د پاکستان له سفارت سره اړیکه ونیسي».

د محصلينو وکیل: «هو بالکل موږ افغان سفارت ته لاړو او افغان سفارت د پاکستان حکومت ته رسمي لیکونه هم لیکلي دي چې د دغې دوسیې برخه ده، خو بیا هم د محصلینو ویزې نه غځول کېږي».

نوموړي وکيل محمکې ته ويلي، چې دوی به په دې اړه محکمې ته نور اسناد هم وړاندې کړي، خو محکمې بیا د قضیې نوره اورېدنه ځنډولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې او اېستنې بهیر پراخ او چټک کړی او ان همدا ۶ ورځې مخکې د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې ۲ افغان محصلینې د پولیسو له‌خوا په خپل کور کې ونیول شوې. دغو دوو خویندو محصلینو د خپلو ویزو د تمديد لپاره پر وخت غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ویزې نه‌دي ورکړل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له تېر یوه کال راهیسې د افغانانو د هر ډول ویزو د تمدیدولو چارې له کوم دلیل پرته درولي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال له ۳۰ ډېر پاکستاني پښتانه هم نیول شوي

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په لوی اقتصادي ښار کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو په عملیاتو کې له ۳۰ ډېر هغه پاکستاني پښتانه هم نیول شوي چې د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو د معلوماتو له مخې لا هم په توقیفي کمپونو کې ساتل کېږي.

د پاکستان په کراچۍ کې د یوه ځايي نیول شوي پښتون کس وکیل، محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د چمن ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم د افغان کډوالو پر ضد په عملیاتو کې نیول شوی او شاوخوا څلور اونۍ کېږي چې په توقیفي کمپ کې ساتل کېږي.

د محمد ظاهر په وینا، نوموړي د دغه کس د خوشې کېدو لپاره په کراچۍ کې د اړوندې سیمې او توقیفي کمپ له چارواکو سره لیدلي، خو چارواکو ورته ویلي، چې د هغو کسانو د هویت معلومولو لپاره چې شک پرې وي، نوې کړنلاره جوړه شوې ده.

هغه وايي، په دې وروستیو کې د پاکستان نیمه پوځي ځواک رېنجرز د افغان کډوالو د نیولو پر مهال که کوم ځايي پاکستانی هم په شک کې ونیسي، د هغه د هویت د تایید لپاره به د نوموړي د پلرنۍ سیمې له چارواکو سره په رسمي کچه اړیکه نیول کېږي.

د نوموړي په خبره، د اړوندې ولسوالۍ چارواکي به د دغه کس هویت، کورنۍ او د پاکستان تابعیت تاییدوي او وروسته به دغه معلومات په رسمي ډول کراچۍ ته استول کېږي او نیول شوی کس به بیا محکمې ته مراجعه کوي او که محکمه یې پاکستانی هویت او پېژندپاڼه تایید کړي، بیا به یې د خوشې کېدو امر صادر شي.

محمد ظاهر وايي، پخوا به که د بلوچستان یا خیبر پښتونخوا کوم پښتون د افغان کډوالو پر ضد په عملیاتو کې نیول کېده، د هغه خپلوان به توقیفي کمپ ته ورتلل او د هویت له تایید وروسته به نوموړی خوشې کېده.

د هغه په وینا، دمګړۍ د کراچۍ په توقيفي کمپ کې د پېژندپاڼې په قضیو کې چې څومره کسان ساتل کېږي زیاتره یې د بلوچستان پښتانه دي.

بلخوا، په کراچۍ کې ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې دوی مخکې افغان کډوالو ته خپل کورونه په کرایه ورکړي وو، خو په دې وروستیو کې پولیسو د هغو پاکستانیانو پر ضد هم قضیې ثبت کړي چې افغان کډوالو ته یې د اوسېدو لپاره کورونه په کرایه ورکړي دي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو لپاره د توقیفي کمپ مشر او نورو چارواکو په دې اړه له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کړې او د افغانستان انټرنشنل- پښتو پوښتنو ته یې هم ځواب نه‌دی ویلی.

خو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې پالیسي نوره هم سخته شوې او دغه پالیسي د مرکزي حکومت له خوا جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، له همدې امله سیمه‌ییز چارواکي په دې اړه له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي او یوازې مرکزي حکومت د دغې پالیسۍ په اړه څرګندونې کولی شي.

محمد ظاهر وايي، چارواکو ورته ویلي چې د هغو کسانو د هویت د تایید لپاره د کورنۍ، کور او کلي په اړه معلومات هم راټولېږي، ځکه د چارواکو په وینا، داسې موارد هم موندل شوي چې ځینو کسانو په پیسو پاکستاني پېژندپاڼې ترلاسه کړي او په ځينو ځايونو کې افغان کډوالو هم د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې (نادرا) په ریکارډ کې ځانونه د پاکستانيو کورنيو د غړو په توګه ثبت کړي دي.

د نوموړي په وینا، د همدې ادعاوو له امله د دغو کسانو او کورنیو ستونزې لا زیاتې شوې دي.

په دې وروستيو کې د پښتنو ملت‌پاله سياسي ګوندونو وخت په وخت په دې اړه څرګندونې کړي او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې د کډوالو په نوم دې د ځايي پښتنو د نيولو او ځورولو لړۍ ودروي.

د پاکستان مرکزي حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د اعتراضونو د ځپلو ادعا؛ ۸۹ کسان وژل شوي

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱
100%

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې له جون راهیسې روان اعتراضونه، د امنیتي ځواکونو د ځپنې او انټرنېټي بندیزونو سربېره، دوام لري. د «جمو او کشمیر د بشري حقونو څار» اداره وايي، په دغو اعتراضونو کې ۸۹ کسان وژل شوي دي.

د فرانس ۲۴ د راپور له مخې، اعتراضونه د «ګډې ولسي اقدام کمېټې» په مشرۍ د انتخاباتي اصلاحاتو، د سیمې د خلکو د سیاسي استازولۍ د زیاتېدو او د لا ډېرو سرچینو د ځانګړي کېدو په ګډون د یو شمېر غوښتنو لپاره پیل شوي دي.

راپور وايي، د جون پر ۵مه د ازاد کشمیر چارواکو «ګډه ولسي اقدام کمېټه» ترهګریزه ډله وبلله او له هغې وروسته په ځانګړي ډول د جون پر ۷مه او ۸مه په راولا کوټ کې له امنیتي ځواکونو سره نښتې زیاتې شوې. د بشري حقونو د ډلو په وینا، په دغو نښتو کې د فعال شاهزیب حبیب له وژل کېدو وروسته تاوتریخوالی پراخ شو.

یو سیمه‌ییز اوسېدونکی، چې فرانس ۲۴ ته (د امنیتي محدودیتونو له امله نوم نه دی ښودلی)، د جولای پر ۲۷مه په راولا کوټ کې د اعتراضونو په اړه ویلي: «کله چې امنیتي ځواکونو ولیدل چې د خلکو شمېر له تمې ډېر دی، پر اعتراض کوونکو یې مستقیم ډزې پیل کړې او هڅه یې وکړه چې هغوی ووژني.»

د «جمو او کشمیر د بشري حقونو څار» د یوه غړي په وینا، چې هغه هم د خپل هویت د نه افشا کېدو په شرط خبرې کړي، وایي، له جولای ۲۷مې وروسته په راولا کوټ کې «په یوه محدوده سیمه کې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي وو».

نوموړي ویلي، ښار د امنیتي ځواکونو له لوري تړل شوی و او حتا امبولانسونه روغتون ته نه شوای رسېدای، له همدې امله ټپیان اړ وو چې د درملنې لپاره تر ۶۰ کیلومترو ډېر واټن ووهي.

د «جمو او کشمیر د بشري حقونو څار» د اګست پر ۵مه په خپاره شوي راپور کې ویلي چې د جون له ۵مې راهیسې د اعتراضونو پر مهال ۸۹ کسان وژل شوي دي. دغه اداره وايي، د مړو شمېر ښايي لا لوړ شي.

اعتراضونه له راولا کوټ څخه نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي. د یادې ادارې په وینا، د جولای پر ۲۸مه په میرپور کې لږ تر لږه درې کسان او د جولای له ۳۱مې د اګست تر ۲مې په مظفراباد کې څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا د سوله‌ییزو سیاسي فعالیتونو د ځپلو ادعا رد کړې ده.

د اسلام‌اباد د اطلاعاتو وزارت فرانس ۲۴ ته ویلي: «حکومت په کلکه دا ادعا ردوي چې امنیتي ځواکونو په ازاد جمو او کشمیر کې سوله‌ییز سیاسي فعالیتونه په زور ځپلي دي.»

وزارت پر «ګډې ولسي اقدام کمېټې» د «ګډوډۍ او تاوتریخوالي» د هڅولو تور لګولی او ادعا یې کړې چې چارواکي داسې شواهد لري چې د دې کمېټې غړو له وسلو کار اخیستی او ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه یې یرغمل کړي دي.

د ازاد کشمیر پولیسو هم د اګست پر ۱۳مه ادعا کړې چې د «ګډې ولسي اقدام کمېټې» غړو اته د لویو لارو پولیس «تښتولي» دي؛ خو کمېټې د تاوتریخوالي او پر پولیسو د بریدونو ادعاوې رد کړې دي.

انټرنېټي بندیزونو بشري ستونزې زیاتې کړي

د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د جون له ۵مې په سیمه کې انټرنېټ بند کړی او له پاکستان څخه کشمیر ته د درملو او نورو اړینو توکو پر رسولو هم محدودیتونه لګېدلي دي.

د «جمو او کشمیر د بشري حقونو څار» یوه غړي ویلي: «له انټرنېټي بندښت وروسته له جون ۵مې راهیسې بانکي خدمتونه له منځه تللي دي. د درملو او نورو توکو پر لېږد هم بندیز شته.»

نوموړي زیاته کړې چې د انټرنېټ او اړیکو د نشتوالي له امله ناروغان ښايي د خپلو طبي معایناتو پایلې ترلاسه نه کړي او امیندواره ښځې، ماشومان او د زړه، شکر او نورو مزمنو ناروغیو ناروغان له جدي ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا، «ټول ښوونځي هم تړل شوي؛ دا یو داسې ناورین دی چې پراخې او اوږدمهاله پایلې لري.»

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا د اګست پر ۲۷مه فرانس ۲۴ ته ویلي چې انټرنېټي خدمتونه «په تدریجي ډول عادي کېږي» او بندښتونه یوازې هغو سیمو ته محدود دي چې تاوتریخوالی پکې شوی او د عامه خوندیتوب لپاره د اړتیا تر مودې پورې دوام کوي.

د بهرنیو رسنیو پر فعالیتونو هم محدودیتونه

د راپور له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د اګست پر ۴مه د بهرنیو رسنیو لپاره نوي مقررات وضع کړي دي.

یو پاکستاني فعال فرانس ۲۴ ته ویلي چې د دغو مقرراتو له مخې، حتا هغه پاکستانیان چې له بهرنیو رسنیو سره کار کوي، باید د حکومت له خوا د «نه اعتراض سند» ترلاسه کړي، څو له کراچۍ، لاهور او اسلام‌اباد پرته په نورو سیمو کې راپورونه چمتو کړای شي.

نوموړي دا اقدام «په هېواد کې د رسنیو پر ازادۍ د محدودیتونو د لا زیاتېدو نښه» بللې او ویلي یې دي چې حکومت عملا ټاکي چې څوک اطلاعاتو ته لاسرسی ولري او په کومو شرایطو.

راپور زیاتوي چې د اګست پر ۲مه د الجزیرې وېب‌پاڼه هم بنده شوه او د پاکستان اطلاعاتو وزارت پر دې شبکې د کشمیر د پېښو د راپور ورکولو په تړاو د «احساساتي ژورنالیزم» تور ولګاوه.

د راپور له مخې، دوه خپلواک سیمه‌ییز خبریالان هم د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې توقیف دي، دوی په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د کشمیر د اعتراضونو په ملاتړ د یوه لاریون په اړه راپور ورکړی و.

په ورته مهال، هغه سیمه‌ییز خبریالان او عادي وګړي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د اعتراضونو په اړه معلومات خپروي، هم له فشارونو سره مخ دي. د راپور له مخې، ځینې کسان د ازاد کشمیر د حکومت له خوا د شکمنو ترهګرو په څارل کېدونکي نوملړ کې شامل شوي او بانکي حسابونه، سیم‌کارتونه او د هویت اسناد یې بند شوي دي.

د ازاد کشمیر پارلماني ټاکنې هم د امنیتي ستونزو له امله بشپړې نه شوې. د اګست تر ۱۰مې د ۴۵ مستقیمو انتخابېدونکو څوکیو له ډلې ۳۸ څوکۍ ډکې شوې وې؛ د پاکستان مسلم لیګ ـ نواز ۲۵ او پاکستان پیپلز ګوند ۱۲ څوکۍ ګټلې وې، خو په راولا کوټ کې د اوو حوزو په ګډون د پاتې اوو څوکیو ټاکنې ځنډول شوې دي.

ملګري ملتونه: د وسله‌والو فعالیت او په بدخشان کې نښتو د بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیت، په بدخشان او ځینو نورو سیمو کې نښتو د داخلي بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

راپور زیاتوي، له همدې امله اداري او عملیاتي محدودیتونو د بشري مرستو پر رسېدو او د پروګرامونو پر پلي کېدو اغېز کړی. یادې ادارې د تېرې جولای میاشتې په راپور کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) خپور شوی ویلي، په دې موده کې له پاکستان او ایران نه د راستنېدونکو افغان کډوالو څپې پراخې وې.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر نښتو وروسته اړیکې لاهم ترینګلې پاتې دي. دوی زیاته کړې: «په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو د فعالیتونو زیاتېدل، په بدخشان او نورو سیمو کې نښتو او هرات کې د ښځو پر وړاندې پراخو محدودیتونو د نورو داخلي بې‌ځایه کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د ځینو پروګرامونو د لنډمهاله درېدلو لامل شوي».

په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت

یونسیار په ایران کې د افغان کډوالو په اړه ویلي، چې په جولای میاشت کې له دغه هېواده د افغانانو اېستل دوام لاره او پر بې‌اسناده افغانانو د قوانینو پلي کول هم سخت شوي وو. په راپور کې راغلي، چې پوځي بریدونو او د ترانسپورټ او لوژستیکي زېربناوو زیانمنېدو هم د بشري مرستو رسېدل، د اکمالاتو لړۍ او سوداګریز فعالیتونه ګډوډ کړي وو.

د یونسیار د راپور د معلوماتو له مخې؛ د ایران په کرمان، سیستان او بلوچستان کې د سرحدي امنیتي تدابیرو پیاوړتیا او د ناقانونه لارو د تېرېدو ګواښونو د هغه افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې، چې هڅه یې کوله په خطرناکو شرایطو کې له پولې واوړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت

د یونسیار په راپور کې راغلي، په پاکستان کې هغه افغانان چې معتبرې ویزې نه‌لري د جولای له ۱۰مې وروسته یې پر وړاندې عملیات پراخ شوي. په راپور کې د افغانانو د نیولو، توقیف، د کورونو تالاشي او جبري اېستلو خبر هم ورکړل شوی.

راپور وايي، هغه افغان محصلین چې د (پي او ار) کارت یې لاره د حقونو لپاره د هڅې او غوښتنې سره، سره هم د نیول کېدو او اېستل کېدو له پېښو سره مخ شوي. په راپور کې راغلي، چې د پاکستاني چارواکو له‌خوا د افغانانو پر وړاندې اقدامات په ځانګړي ډول په بلوچستان او سند کې ډېر جدي وو.

د کډوالو دغه اداره وايي، په تورخم کې امنیتي تدابیرو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ترینګلتیاوو هم د خلکو د تګ‌راتګ او د بشري مرستو رسېدل اغېزمن کړي وو.

په پورونو کې ډوب پاکستان؛ اسلام اباد له امریکا څخه د ۱۰میلیارده ډالرو مالي ملاتړ غوښتی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
100%

پاکستان له امریکا غوښتي چې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوه مالي چوکاټ له جوړولو سره د دغه هېواد د اقتصادي او پولي ثبات ملاتړ وکړي. اسلام‌اباد وایي، تمه لري چې واشنګټن به په راتلونکو څو میاشتو کې د دې غوښتنې په اړه ځواب ورکړي.

دا وړاندیز له واشنګټن سره د پاکستان د اړیکو د لا نږدې کېدو په ترڅ کې مطرح شوی دی.

د پاکستان د مالیې وزیر سلاکار خرم شهزاد د سې‌شنبې په ورځ بلومبرګ ته ویلي چې له امریکا سره د دې غوښتنې په اړه خبرې «رغنده» وې.

د هغه په وینا، د امریکا ملاتړ کولای شي د پاکستان اقتصادي ثبات پیاوړی کړي، د بازارونو باور زیات کړي، مالي سرچینو ته د پاکستان لاسرسی اسانه کړي او د خصوصي پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

رویټرز تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې پاکستان د امریکا له خزانې وزیر سکاټ بسنت څخه غوښتي چې د دغه هېواد د اقتصادي او پولي ثبات لپاره د دوه‌اړخیز مالي ملاتړ یو چوکاټ جوړ کړي.

د راپورونو له مخې، دا مالي چوکاټ ښایي تر پنځو کلونو پورې اعتبار ولري.

۱۰ میلیارد ډالري مالي چوکاټ څه ډول دی؟

د پاکستان له خوا غوښتل شوی مالي ملاتړ وړیا مرسته نه ده، بلکې د پور یوه کرښه ده چې ارزښت یې تر ۱۰ میلیارد ډالرو پورې رسېږي.

اسلام‌اباد کولای شي د اړتیا پر مهال له دې مالي کرښې څخه د خپلې پولي او اقتصادي چارې د ثبات لپاره ګټه واخلي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخ شوی او د دغه هېواد اقتصاد د سختو مالي ستونزو له امله له جدي فشارونو سره مخ پاتې شوی دی.

د اسلام‌اباد او واشنګټن اړیکې نږدې شوې دي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې له پیله د پاکستان او امریکا اړیکې تر پخوا تودې شوې دي.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په رامنځته کولو او د یوه نازک سولې تړون په لاسلیک کې یې له ډیپلوماتیک پلوه اغېزمن رول لوبولی او له همدې امله یې په واشنګټن کې خپل دریځ پیاوړی کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر په وروستیو میاشتو کې د ایران د جګړې په تړاو په سلا مشورو کې لا فعاله ونډه اخیستې ده.

ټرمپ هم عاصم منیر ته د «زما د خوښې فیلډمارشال» خطاب کړی و.

اسلام‌اباد اوس هڅه کوي چې له واشنګټن سره له تودو شوو اړیکو څخه د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.

د پاکستان اقتصاد په ۲۰۲۳ کال کې له وروستیو کلونو له یوې تر ټولو سختې مالي کړکېچ سره مخ شو او دغه هېواد د خپلو پورونو د بېرته ورکولو د توان تر له لاسه ورکولو پورې ورسېد.

د پاکستان د اقتصاد د ښه کولو هڅې

د بلومبرګ د راپور له مخې، د پاکستان اقتصاد په وروستیو میاشتو کې د ښه کېدو ځینې نښې ښودلې دي.

دغه هېواد له نړیوال وجهي صندوق څخه د درې کلنې مالي ژغورنې په چوکاټ کې د اووه میلیارد ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده.

پاکستان له خپلو نږدې ملګرو هېوادونو، په ځانګړې توګه سعودي عربستان، څخه هم پورونه او مالي ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د موډیز د اعتباري درجه‌بندۍ ادارې هم په دې وروستیو کې د پاکستان اعتباري درجه لوړه کړې ده.

که امریکا د پاکستان له غوښتنې سره موافقه وکړي، دغه مالي ملاتړ کولای شي د اسلام‌اباد د بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې او اقتصادي ثبات یې لا ښه کړي.

داسې هوکړه به د ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ پر مهال د پاکستان او امریکا ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا نږدې کېدو بله نښه هم وي.