امریکا ۱۲ افغانان مرکزي افریقا ته لېږدولي دي

د امریکا حکومت لسګونه کډوال چې ۱۲ افغانان او اته ایرانیان هم پهکې شامل دي، مرکزي افریقا ته لېږدولي دي. په دغه افغانانو کې یو ځوان هم شامل دی، چې د یوه امریکايي قاضي لهخوا یې افغانستان ته د ستنولو مخه د طالبانو د ځورونې له وېرې نیول شوې وه.
د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، دغه شکل کلن افغان ځوان د شنبې په ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته د الوتکې له لارې انتقال شوی دی. د هغه وکیلې الما ډېوېډ ویلي، د امریکا یوه قاضي نوموړي ته افغانستان ته د بېرته ستنولو پر وړاندې خوندیتوب ورکړی و؛ ځکه وېره وه چې په افغانستان کې به د طالبانو لهخوا له ځورونې سره مخ شي.
د محکمې په اسنادو کې چې اسوشیټډ پرېس لیدلي، ویل شوي چې په افغانستان کې د دغه افغان د کورنۍ غړو ته د طالبانو لهخوا ګواښونه شوي وو. د راپور له مخې، د هغه وروڼو له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله د طالبانو د ګواښونو له خطر سره مخ وو.
د نوموړي یوه ورور په امریکا کې ژوند کوي او د افغان ملي اردو په لیکو کې یې دنده ترسره کړې وه. د افغان ملي اردو ځواکونو له ۲۰۲۱کال مخکې له امریکايي ځواکونو سره ګډ فعالیت درلود.
د هغه وکیله وايي، د نوموړي بل ورور چې د امریکا لهخوا روزل شوی پیلوټ و د طالبانو لهخوا وژل شوی دی.
د بشري حقونو د لومړي سازمان د پالیسۍ، کډوالو او پناهغوښتونکو د حقونو برخې مشرې ساوي اروې ویلي، د شنبې په ورځ بانګي ته تللې الوتکه کې ۱۲ افغانان، اته ایرانیان او د نیپال او نیکاراګوا یوشمېر وګړي هم شامل وو.
د بشري حقونو ملاتړې ډلې وايي، د ډونالډ ټرمپ ادارې د پټو یا کماعلان شویو هوکړو له لارې زرګونه کسان هغه هېوادونو ته لېږدولي چې د هغوی اصلي هېوادونه نهدي. د کډوالۍ وکیلان وايي، دغه ډول اقدام د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره د قانون له تشې څخه د استفادې په معنا دی، په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره چې له خپلو هېوادونو د ځورونې له وېرې تښتېدلي دي.
دا د مرکزي افریقا جمهوریت ته د امریکا دویمه الوتنه بلل شوې، چې له جون راهیسې ترسره کېږي. په لومړۍ الوتنه کې شاوخوا ۲۴ کډوال انتقال شوي وو، چې یوه ایرانۍ مېرمن هم پهکې شامله وه او په خپل هېواد کې د ځورونې له ګواښ سره مخ وه.
د افغان کډوالو د حقونو مدافعان وايي، د هغه افغانانو درېیم هېواد ته لېږد چې افغانستان ته د ستنولو په صورت کې د طالبانو له ځورونې وېره لري، د هغوی د حقوقي خوندیتوب او راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
