فرانسوۍ خبریاله: پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه د هغوی پر راتلونکي ژور اغېز لري

فرانسوۍ تصویر اخیستونکې او خبریالې الیزا بلنشرډ ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو د هغوی پر زدهکړو، کار او راتلونکي ژور اغېز کړی دی.

فرانسوۍ تصویر اخیستونکې او خبریالې الیزا بلنشرډ ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو د هغوی پر زدهکړو، کار او راتلونکي ژور اغېز کړی دی.
الیز ابلنشرډ چې اووه کاله یې په افغانستان کې تېر کړي وايي، په دې موده کې یې له طالب جنګیالیو سربېره د هغوی له مېرمنو، خویندو او نورو ښځینه خپلوانو سره هم ډېر وخت تېر کړی دی.
نوموړې فرانس۲۴ سره په مرکه کې ویلي، د ښځې په توګه یې داسې کورونو او ټولنو ته د لاسرسي فرصت درلود چې ډېرو بهرنیو خبریالانو ته ښايي برابرول یې ستونزمن وي. بلنشرډ وايي، د طالب چارواکو او جنګیالیو د کورنیو د ښځو لیدلوري یو ډول نهوو.
د هغې په وینا، ځینو ښځو د طالبانو ملاتړ کاوه او د هغوی له ټولنیز لیدلوري سره همنظره وې؛ خو ځینو نورو بیا په شخصي خبرو کې د هغو محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندولې چې ورسره مخ وې.
د نوموړې په وینا، د ښځو تجربې د کورنۍ، سیمې او د هغوی د ژوند له شرایطو سره ډېر توپیر درلود. الیز بلنشرډ زیاتوي، په ډېرو هغو سیمو کې چې هغې لیدلې دي خلک له سختې بېوزلۍ سره مخ وو او د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې پر مالدارۍ او کرنې تکیه کوله.
هغې وویل، د اقلیمي بدلون له امله پرلهپسې وچکالیو هم د خلکو کرنیز حاصلات او د عاید سرچینې اغېزمنې کړې دي. د بلنشرډ په وینا، په دغه شرایطو کې نړۍوالې مرستندویه ادارې د خلکو د ژوند د ستونزو په کمښت کې مهم رول لري او په ډېرو سیمو کې بشري مرستې لاهم د خلکو لپاره اړینې دي.
نوموړې وايي، په افغانستان کې له داسې وضعیت سره هم مخ شوې چې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار پر وړاندې محدودیتونو ورته ژوره اندېښنه پیدا کړې ده. بلنشرډ ټینګار کوي، چې د ښځو او نجونو د حقونو محدودول یوازې پر اوسني ژوند اغېز نهکوي؛ بلکې د هغوی د راتلونکي فرصتونه هم محدودوي او ګڼې کورنۍ اړ باسي چې د اقتصادي ستونزو له امله سختې پرېکړې وکړي.
الیز بلنشرډ سږکال د «مرستې کمښت ښځې له زیان سره مخ کوي» په نوم د خپل تصویر له امله د نړۍ د مطبوعاتي انځورونو جایزه هم ترلاسه کړې ده. هغه په خپلې نوې پروژه کې په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو موضوع څېړي.

د خیبر پښتونخوا شاوخوا ۸۰ سلنه سوداګري په تورخم پورې تړلې ده؛ خو د تورخم لارې تر تړل کېدو نږدې ۱۱ میاشتې تېرېږي، چې له امله یې د دغه ایالت ګڼ کاروبارونه سخت اغېزمن شوي دي. په پېښور کې د چایو سوداګري هم د دغه بندښت له امله له جدي ستونزو سره مخ شوې ده.
په پېښور کې د چایو سوداګر واحد ګل له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې له تېرو ۳۱ کلونو راهیسې د چایو په سوداګرۍ بوخت دی؛ خو د تورخم لارې تړل کېدو او د اوسني کړکېچ له امله یې کاروبار سخت زیانمن شوی دی.
د هغه په وینا، په پېښور او ټوله پښتونخوا کې لویې فابریکې او صنعتونه کم دي له همدې امله د سیمې ډېری خلک په سوداګرۍ او ورته کاروباري فعالیتونو خپل ژوند چلوي. واحد ګل وویل، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې له خیبر پښتونخوا سره ناسم چلند کېږي.
نوموړي زیاته کړې، دغه صوبه له یوې خوا له امنیتي ستونزو سره مخ ده او له بلې خوا یې د سوداګرۍ لویه برخه له افغانستان سره پر ځمکني ترانسپورټ او تورخم لارې ولاړه ده. هغه وایي، چې د تورخم له تړل کېدو سره نه د پاکستان مالونه افغانستان ته رسېږي او نه له افغانستان نه پاکستان ته سوداګریز توکي راځي چې له امله یې د ده په ګډون د ګڼو سوداګرو کاروبارونه د سقوط له ګواښ سره مخ شوي دي.
واحد ګل وویل، پخوا به یې په یوه ورځ له سهاره تر ماښامه پورې شاوخوا ۵۰ تر ۸۰ کیلوګرامه چای پلورل؛ خو اوس تر ماښامه په هټۍ کې د سودا په تمه ناست وي. د نوموړي په وینا، که افغان کډوال په پاکستان کې پاتې کېږي او که خپل هېواد ته ستنېږي دا جلا موضوع ده؛ خو سوداګري او کاروبار باید ونه تړل شي.
واحد ګل وویل. چې د تورخم لارې له تړل کېدو سره افغان سوداګر او عام خلک هم له ستونزو سره مخ دي او په پاکستان کې سوداګر هم له سخت اقتصادي فشار سره لاس او ګرېوان دي.
هغه زیاته کړه، د دوی پخوانۍ پانګه په کاروبار کې ختمه شوې او اوس اړ دي چې په پور مال وپېري؛ خو د کاروبار د نشتوالي له امله همدغه پورونه هم پر وخت نهشي ورکولی.
نوموړي وویل، چې سوداګر د خپلو کورونو د لګښتونو، د ماشومانو د اړتیاوو او د ورځني ژوند د لګښټونو برابرولو مسوولیت لري؛ که کاروبار او عاید نه وي، نو سوداګر به څنګه وکولای شي خپل کورني لګښتونه پوره کړي؟
د تورخم بندښت او د بیو لوړوالی
سوداګر عظیم الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د چایو د سوداګرۍ دوه لارې وې. یوه دا چې چای په قانوني ډول واردېده او بله دا چې د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېده.
د هغه په وینا، د افغانستان لپاره د ټرانزیټي سوداګرۍ له بندېدو سره یو اغېز دا و چې په قانوني ډول د وارد شويو چایو پلور زیات شو؛ خو لوی زیان یې دا دی چې د چایو بیې دومره لوړې شوې چې د بېوزلو او منځني قشر د پېرلو توان یې اغېزمن کړی دی.
عظیم الله وویل، چې د تورخم د اوږدې مودې بندېدو په افغانستان کې د پاکستاني چایو بازار هم سخت اغېزمن کړی دی؛ مخکې به پاکستاني سوداګرو چای واردول او افغانستان ته به یې لېږل خو اوس افغان سوداګر له هند څخه په مستقیم ډول چای واردوي.
د هغه په وینا، که څه هم افغانستان ته د هندي چایو لېږد نسبتا ډېر وخت نیسي؛ خو افغان سوداګرو بدیله لار پیدا کړې ده. هغه وویل، چې د دغه بدلون له امله یوازې سوداګرو ته نه بلکې ځايي مزدورانو او هټۍوالو ته هم زیان اوښتی دی؛ ځکه افغانستان ته د چایو له سوداګرۍ سره د ګڼ شمېر خلکو روزګار تړلی و.
د هغه په وینا، د تورخم بندښت او د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو له امله له پېښور نه مردان، نوښار، اېبټاباد او نورو سیمو ته هم د چایو لېږد اغېزمن شوی دی. هغه وویل، هغه کس چې مخکې به یې یو کیلو چای اخیست اوس اړ دی چې یوازې یو پاو چای وپېري؛ له دغه وضعیت څخه تر ټولو ډېر عام خلک اغېزمن شوي دي.
عظیم الله وویل، چې په قانوني ډول وارد شوي مالونه هم د ګمرکي چارواکو له بېلابېلو اعتراضونو سره مخ کېږي. هغه ادعا وکړه، چې کله ناکله له سوداګرو څخه په لاره کې هم د پیسو غوښتنه کېږي.
هغه وویل، چې د دغه وضعیت اصلي زیان په پای کې عامو خلکو او سوداګرو ته رسېږي؛ که د یوه سوداګر مال ګمرک یا محکمې ته ولاړ شي، نو کېدای شي څو میاشتې هلته پاتې شي چې له امله یې د مال د خوسا کېدو وېره هم شته.
دغه سوداګر وایي، چې په قانوني ډول کاروبار کوونکي سوداګر له پرلهپسې ستونزو سره مخ دي او له همدې امله لوی سوداګر اړ کېږي چې خپل کاروبار نورو سیمو ته ولېږدوي. د هغه په وینا، ځینې سوداګر لاهور، اسلاماباد او نورو سیمو ته کډه کوي؛ ځکه هلته د کاروبار لپاره نسبتا ښه شرایط برابر دي.
په پېښور کې د چایو یو هټۍوال احسان بادشاه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې په پېښور کې د چایو په کاروبار بوخت دی؛ خو د تورخم د اوږدې مودې د بندښت له امله یې کاروبار نږدې په بشپړه توګه لهمنځه تللی دی.
احسان بادشاه وايي، پخوا به په بازار کې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه ډېره وه؛ خو اوس وضعیت بدل شوی او په بازار کې د پېرودونکو شمېر نږدې صفر ته رسېدلی دی. د نوموړي په وینا، د کاروبار د کمښت له امله د هټۍوالو لپاره د خپل روزګار دوام هم ډېر ستونزمن شوی دی.
هغه وویل، کله چې کاروبار ښه و د دوکان کرایه او نور لګښتونه به یې په اسانۍ ورکول؛ خو اوس د عاید د نشتوالي له امله د دوکان کرایه او نور ضروري لګښتونه هم نهشي پوره کولی. احسان بادشاه زیاته کړه، چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې یې په همدې کاروبار کې کار کړی؛ خو د اوسنیو شرایطو په څېر وضعیت یې تر دې مخکې هېڅکله نهدی لیدلی.
د هغه په وینا، په تېرو کلونو کې به که تورخم د کومې ستونزې له امله بند شو نو له یوې اونۍ یا لسو ورځو وروسته به بېرته پرانیستل شو او سوداګریز فعالیتونه به هم عادي حالت ته وګرځېدل؛ خو اوس تورخم شاوخوا ۱۱ میاشتې کېږي چې په دوامداره توګه تړلی دی چې له امله یې د سیمې سوداګري سخته زیانمنه شوې ده.
نوموړي وویل، د کاروبار د خرابېدو له امله اړ شوی چې په خپل دوکان کې کار کوونکي یوشمېر مزدوران هم له دندو لرې کړي؛ ځکه د کاروبار د نشتوالي له امله د هغوی تنخوا او نور لګښتونه ورکول ورته ممکن نه وو.
هغه وویل، اوس د خپل کور او هټۍ کرایه هم نهشي پوره کولی نو په داسې حالت کې د مزدورانو لګښتونه څنګه برابر کړي. احسان بادشاه د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې تورخم دې ژر تر ژره پرانیستل شي.
افغانستان کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه، د روغتیايي خدمتونو او د نړۍوالو مرستو کمښت د ماشومانو او مېندو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. د سکای نیوز په راپور کې راغلي، د افغانستان په لویو روغتونونو کې هره ورځ ماشومان د لوږې، انتاني ناروغیو او نورو روغتیايي ستونزو له امله مري.
د سکای نیوز په راپور کې راغلي، د افغانستان په لویو روغتونونو کې هره ورځ یوشمېر ماشومان د لوږې، انتاني ناروغیو او نورو روغتیايي ستونزو له امله مري او ډاکټران د درملو له کمښت سره هم مخ دي.
راپور د «سلمان» په نوم د یوه ماشوم کیسه را اخلي، چې دوه وروڼه یې له لوږې مړه شوي او ډاکټران هڅه کوي د هغه ژوند وژغوري. د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو تر ټولو لوی روغتون کې ګڼ شمېر بسترونه له سختو ناروغیو سره د مخ ماشومانو ډک دي.
ډېری ماشومان په انتاني ناروغیو اخته دي او روغتیايي کارکوونکي د درملو د کمښت له امله د هغوی په درملنه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د راپور له مخې، د ماشومانو ګڼې ناروغۍ د مخنیوي وړ دي؛ خو د روغتیايي خدمتونو محدودیتونه او د درملو کمښت د ناروغیو د درملنې بهیر ستونزمن کړی دی.
راپور کاږي، چې په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د پام وړ کمښت د هېواد پر تر ټولو زیانمنو خلکو فشار زیات کړی دی. ورته مهال روغتیايي سکتور یو له هغه محدودو برخو بلل کېږي، چې افغان ښځې لاهم پهکې د کار اجازه لري؛ خو پر نجونو او ښځو د زدهکړو او کار محدودیتونه د دې برخې راتلونکی هم له اندېښنو سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو له امله هغه نجونې چې نن ناروغانې دي، په راتلونکي کې د ډاکټرانو، روغتیاپالو او قابلو په توګه د کار کولو له فرصت څخه بېبرخې کېږي.
د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت له امله په کلیوالو سیمو کې وضعیت لا سخت بلل شوی؛ ځکه ځینې ښځې نه غواړي یا اجازه نهلري چې د نارینه ډاکټرانو لهخوا یې درملنه وشي.
د نسایي او ولادي ناروغیو د یوې متخصصې په وینا، که ښځینه ډاکټره، روغتیاپاله او قابله نهوي، د هغه ښځو درملنه به څوک کوي چې د کورنۍ لهخوا نارینه ډاکټر ته له تګ سره موافقه نهدي. نوموړې دغه وضعیت «ناورین» بللی دی.
راپور د یوې افغان مېرمنې خبره هم رااخلي چې وايي، که مېړه یې اجازه ورنه کړي چې نارینه ډاکټر ته ورشي او ښځینه ډاکټره هم نهوي؛ نو اړ کېږي په کور کې پاتې شي. د راپور له مخې، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو پر عامه ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. ښځې له ډېرو کاري فرصتونو، عامه ځایونو او زدهکړو محرومې شوې او د ښځو لپاره د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ مرکزونه هم تړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو لهخوا د طالبانو د ښځو پر وړاندې سیاستونه د «جنسیتي توبیر» په توګه هم یاد شوي دي. راپور کاږي، په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو تر ۸۰۰ ډېر فرمانونه او محدودیتونه صادر کړي چې لږ تر لږه ۱۰۰ یې په مستقیم ډول د ښځو او نجونو د حقونو او فعالیتونو په اړه دي.
سره له دغه محدودیتونو یوشمېر افغان ښځې هڅه کوي له کورونو څخه د کار او زدهکړو لارې پیدا کړي. ځینې ښځې د انلاین زدهکړو له لارې خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي او ځینې نورې له کورونو څخه د ګنډلو او نورو کوچنیو کاروبارونو فعالیت کوي.
په راپور کې یوه افغانه زدهکوونکې وايي، د طالبانو د واکمنۍ یو مثبت اړخ د امنیت ښه کېدل او د چاودنو او جګړو کمښت دی؛ خو پر نجونو د کار، زدهکړې او له کوره د وتلو محدودیتونه د طالبانو د حکومت تر ټولو منفي اړخونه دي.
د ښځو د حقونو یوه افغانه فعاله محبوبه سراج هم وايي، هغه نسل چې پخوا یې د زدهکړې او کار فرصتونه درلودل؛ اوس دغه فرصتونه له لاسه ورکړي او ګڼې ښځې خپل کورونه د زندان په څېر ګڼي.
راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو له امله مېلیونونه ښځې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او ډېری یې د احتمالي غبرګونونو له وېرې نه غواړي په رسنیو کې څرګندې شي.
په همدې حال کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې نجونې لاهم د زدهکړې او مسلکي راتلونکي لویې هیلې لري. یوه زدهکوونکې وايي، غواړي ډاکټره شي ځکه په سیمه کې یې ډاکټر نهشته او غواړي له خلکو سره مرسته وکړي.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په کابل کې د یوې افغانې مېرمنې زرمینې اعدام چې نږدې ۲۷ کاله وړاندې د زرګونه کسانو پر وړاندې ترسره شو، یو ځل بیا د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې راپارولې دي.
زرمینه چې د اووه اولادونو مور وه، د ۱۹۹۹کال د نومبر پر ۱۶مه د کابل المپیک لوبغالي ته یووړل شوه او د شاوخوا ۳۰زره نندارچیانو په وړاندې په ډزو ووژل شوه. د هغې د اعدام پټه ویډیو د ښځو د حقونو فعالانو لهخوا له افغانستان نه بهر ولېږدول شوه او په نړۍواله کچه یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
ډيلي میل ورځپاڼې په خپل راپور کې چې (د وږي ۸ مه) خپور کړی ویلي، چې زرمینه په ۱۶ کلنۍ کې له علاالدین خوازک سره واده کړی و. نوموړی د پولیسو افسر و او وروسته یې د خپلې مېرمنې او د هغې د لوڼو پر وړاندې له سخت تاوتریخوالي کار اخیست.
راپور کاږي، زرمینه او د هغې مشره لور نجیبه د کورني تاوتریخوالي له دوام وروسته د علاءالدین د وژلو پلان جوړ کړ. د راپورونو له مخې، دوی هغه په نشهيي توکو یا د خوب په ګولیو بېهوښه کړ، خو زرمینې ونه توانېده چې هغه ووژني او نجیبې د یوه څټک پر مټ هغه وواژه.
وروسته زرمینه او نجیبه د طالبانو لهخوا ونیول شوې. د راپورونو له مخې، زرمینه د دوو ورځو لپاره په سخت ډول ووهل شوه او بالاخره یې د خپل مېړه د وژنې اعتراف وکړ. نوموړې شاوخوا درې کاله په زندان کې وساتل شوه او وروسته یې د خپلې لور د رول په اړه هم معلومات ورکړل.
د راپور له مخې، د زرمینې دوه لوڼې نجیبه او شایسته او زوی یې هېواد د هغې د مېړه ورور ته وسپارل شول او وروسته نجیبه او شایسته په خوست کې یوه کس ته وپلورل شوې. خوست هغه مهال د طالبانو له مهمو مرکزونو او د القاعدې د روزنیزو کمپونو له سیمو څخه و.
زرمینې هغه مهال فکر کاوه، چې ښايي د وهلو ټکولو سزا ورکړل شي. د راپورونو له مخې، نوموړې د اعدام له خبرتیا مخکې له دې چې لوبغالي ته یووړل شي، درې جوړه جامې د خپلې بورقې لاندې اغوستې وې، ځکه فکر یې کاوه چې ښايي سل درې ووهل شي.
کله چې زرمینه لوبغالي ته ورسېده، د موټر په وسیله دوه ځله د لوبغالي شاوخوا وګرځول شوه. په نندارچیانو کې د هغې ماشومان هم وو. ځینو کسانو د هغې د ژغورلو غوښتنه کوله؛ خو د طالبانو لهخوا د اعدام پرېکړه له مخکې اعلان شوې وه.
د راپور له مخې، زرمینه د اعدام پرمهال له سختې وېرې سره مخ وه او حتی د ګونډې وهلو توان یې نه درلود. وروسته د یوه کلاشینکوف په ډزو په سر ووېشتل شوه. د هغې جسد شاوخوا ۲۰ ورځې د کابل په وزیر اکبر خان روغتون کې پاتې شو او وروسته د کابل په خیرخانې مېنې کې په یوه بېنښانه قبر کې خاورو ته وسپارل شوه.
د افغانستان د بشري حقونو بنسټ «رواداري» مشره شهرازاد اکبر وایي، د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال هم د ښځو د حقونو د محدودولو او د سختو مجازاتو د عملي کېدو په اړه اندېښمنوونکي راپورونه شته.
اغلې اکبر وایي، د دوی ادارې د ښځو د حقونو د محدودېدو یو دوامدار بهیر ثبت کړی او د معلوماتو پر لاسرسي د محدودیتونو له امله ښايي ځینې سختې او غیرانساني سزاوې له خلکو او نړۍوالې ټولنې پټې پاتې شي.
د هغې په وینا، طالبان په وروستیو کلونو کې د عامه وهلو ټکولو او نورو مجازاتو ډېری موارد له عامه سترګو لرې کوي او د ویډیو او تصویر اخیستنې مخه هم نیسي چې له امله یې د بشري حقونو د سرغړونو مستندول لا ستونزمن شوي دي.
راپور کې ادعا شوې، چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال د ښځو پر زدهکړو، کار، عامه فعالیتونو او بیان ازادۍ پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. د راپور له مخې، د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي او د ماشومانو د ودونو په اړه هم سختې اندېښنې مطرح شوې دي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه ماموریت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱کال راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ اعدامونه ثبت شوي دي؛ خو د ښځو د اعدام په اړه یې کومه پېښه نهده ثبت کړې.
د بشري حقونو فعالان اندېښنه لري، که د ښځو پر وړاندې ورته سختې سزاوې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال هم ترسره کېږي، د معلوماتو پر محدودیتونو سربېره ښايي د نړۍوالو له سترګو پټې پاتې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې د طالبانو حکومت له متحده ایالاتو سره د اړیکو عادي کېدل غواړي او له واشنګټنه یې غوښتي چې د طالبانو له ادارې سره له «تقابلي چلند» څخه لاس واخلي.
متقي د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دواړه لوري کولی شي خپلې اړیکې «د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ» تنظیم کړي.
دغه مرکه د شنبې په ورځ، د وږي په اوومه، خپره شوې ده. متقي ویلي چې طالبان اوس مهال له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکوي او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یې «وروستۍ موضوع» بللې، چې د هغه په وینا، اوسمهال بیړنی لومړیتوب نه لري.
هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د هغه څه په پام کې نیولو سره بیا وارزوي چې متقي یې د طالبانو واکمني بللې ده.
تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. لویدیځ هېوادونه د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو د کار مخنیوی او د بشري حقونو نور موارد له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو له مهمو خنډونو څخه ګڼي.
د سیمې هېوادونو هم، سره له دې چې له طالبانو سره یې اړیکې او همکارۍ پراخې کړې دي، تر اوسه د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبانو بیا له یو شمېر هېوادونو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې او د افغانستان د ځینو سفارتونو او قونسلګریو کنټرول یې په واک کې اخیستی دی.
متقي د نجونو د زدهکړو د راتلونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، منځنیو او لوړو زدهکړو ته د نجونو د بېرته ستنېدو لپاره کومه مشخصه نېټه وړاندې نه کړه.
هغه د مرکې په بله برخه کې د افغانستان او جاپان اړیکې «تاریخي او نږدې» وبللې او د جاپان له حکومته یې وغوښتل چې په توکیو کې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.
د متقي په وینا، د افغانستان سفارت د طالبانو د نویو ډیپلوماتانو د منلو پر سر د اختلافاتو له امله د روان لمریز کال د سلواغې په میاشت کې خپل فعالیت درولی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې له امریکا غوښتي وو چې د افغانستان د کانونو، بندونو او سړکونو په برخه کې پانګونه وکړي.
متقي له روسیې سره د طالبانو د پوځي او تخنیکي همکاریو د تړون په اړه ویلي چې د دغه تړون موخه د روسي جوړو شویو وسلو ترمیم او ساتنه ده.
هغه ټینګار کړی چې دا همکاري «د کوم ځانګړي هېواد پر ضد» نه ده. متقي د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د یوې پوښتنې له ځوابولو ډډه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان سره د اړیکو په اړه ویلي چې د طالبانو حکومت له اسلاماباد سره د اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوی درستیز جنرال هبتالله علیزی وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې او د جمهوري نظام سقوط د دې لپاره نه و چې پوځیانو له جګړې ډډه کړې وه.
علیزي له «سيبياېس» ټلوېزیون سره په مرکه کې، چې د افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د پنځمې کلیزې په مناسبت خپره شوې، ویلي چې لسګونه زره افغان سرتېري د جګړو پر مهال وژل شوي دي.
هغه د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د جمهوري نظام د سقوط یو لامل یې د افغان ځواکونو د جګړې نه کولو په توګه یاد کړی و، ویلي: «موږ وجنګېدو. لکه څنګه چې مې ویلي، سل زره سرتېري مو د هېواد او نړۍ د دفاع لپاره د ترهګرو پر وړاندې له لاسه ورکړل.»
نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د پخواني افغان پوځ د ماتې ادعا هم سمه نه ده او افغان ځواکونو تر هغه وخته چې یې امکانات درلودل، د جګړې توان او وړتیاوې کارولې دي.
علیزي په دې مرکه کې د کابل د سقوط په وروستیو ورځو کې د حکومت د دفاعي تدابیرو په اړه هم خبرې کړي او ویلي یې دي چې کله د ۱۴۰۰ کال د زمري په وروستیو کې د دفاع وزارت د مشرۍ په کچه د کابل د دفاع موضوع مطرح شوه، د پلازمېنې لپاره له مخکې چمتو شوی دفاعي پلان موجود نه و.
هغه ویلي: «۲۳ اسد و. تمه مې لرله چې د دفاع وزارت په کچه به له مخکې د کابل د امنیت یا دفاع لپاره یو پلان موجود وي.»
د علیزي په وینا، ده تر دې مخکې هم د طالبانو د چټک پرمختګ د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه او دفاع وزارت ته استولې وه، خو د حکومت د پرېکړو بهیر ورو و او د طالبانو پرمختګ په چټکۍ روان و.
هغه ویلي: «موږ انتخابونه لرل، خو وخت زموږ په ګټه نه و. هر څه ډېر په چټکۍ روان وو.»
د دغه پخوانی لوی درستیز وايي، د اشرف غني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو له هېواد څخه تر وتلو وروسته یې هم باور درلود چې د طالبانو پر وړاندې د پوځي مقاومت امکان لا شته.
علیزي همداراز ویلي چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د داعش خراسان ډلې له ځانمرګي برید وړاندې یې د دغه برید د پلان په اړه معلومات ترلاسه کړي او له امریکايي لوري سره یې شریک کړي وو.
هغه وايي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته امریکا ته تللی او اوس د واشنګټن په شاوخوا کې ژوند کوي.
علیزي د کابل د سقوط د ورځو په اړه ویلي چې تر ټولو دردوونکې موضوع ورته د هغو افغان سرتېرو د کورنیو فکر و چې د جګړو پر مهال وژل شوي وو.
هغه ویلي: «دا موضوع مې له دننه خوري. د هغو کورنیو لپاره مې هېڅ ځواب نه درلود او نه پوهېدم چې څنګه به ورسره مخ شم.»
د افغانستان جمهوري نظام د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، وروسته له هغه سقوط وکړ چې طالبانو په دوحه کې د امریکا له حکومت سره تړون لاسلیک کړ او په چټک پوځي پرمختګ سره کابل ته ننوتل. طالبانو د اګست په لسو ورځو کې د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۳۳ مرکزونه ونیول او د کابل له ننوتلو وروسته وروستی ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت.
د امریکا او ناټو د ځواکونو وروستی حضور هم د همدې تحول په ترڅ کې پای ته ورسېد او وروستی امریکايي سرتېری د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰مه له افغانستان ووت. ملګرو ملتونو ویلي چې د اګست له ۱۵مې تر ۳۱مې پورې د کابل هوايي ډګر د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د زرګونو افغانانو د وتلو د هڅو اصلي مرکز و.