• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د تنباکو تولید کم شوی خو په افریقا کې ۸،۶ سلنه زیات شوی

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو ایچ او) وايي، له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۴ کال پورې په ټوله نړۍ کې د تنباکو د پاڼو تولید ۱۸،۸ سلنه کم شوی، خو په افریقا کې دغه تولید ۸،۶ سلنه زیات شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د اېکس له لارې په یوه خپاره کړي مطلب کې ویلي، د تنباکو د کارونې په برخه کې هم د نړۍ او افریقا ترمنځ ورته توپیر لیدل کېږي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې د تنباکو د کاروونکو شمېر په لویانو کې له ۱،۳۷۹ میلیاردو څخه په ۲۰۰۰ کال کې ۱،۲۰۲ میلیاردو ته په ۲۰۲۴ کال کې راکم شوی؛ خو د روغتیا نړیوال سازمان په افریقايي سیمه کې دغه شمېر له ۵۹ میلیونو څخه ۶۵ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې له هېوادونو غوښتي چې د تنباکو له تولید څخه د اقتصادي تنوع په لور د اوښتونکو هېوادونو ملاتړ پیاوړی کړي، د کروندګرو ټولنې خوندي کړي او د تنباکو د کارونې او سوداګرۍ اقتصادي بار راکم کړي.

ډېر لیدل شوي

محمودخان اڅکزی: د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان د خلکو ستونزې له یو بل سره تړاو لري
۱

محمودخان اڅکزی: د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان د خلکو ستونزې له یو بل سره تړاو لري

۲

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ بندښت د چرګانو د روزنې صنعت سخت اغېزمن کړی

۳

د ویزې د محدودیتونو له امله د بشري حقونو فعاله په اکسفورډ پوهنتون کې له زده‌کړو پاتې شوه

۴

بلوچستان کې د افغانانو د وژنو لړۍ؛ روان کال کې د پخوانیو نظامیانو په ګډون ۱۳کسان وژل شوي

۵

په بلوچستان کې د جبري لادرکه شویو کسانو د قضیو شمېر نږدې ۱۷زرو ته رسېدلی

•
•
•

نور خبرونه

د کوټې جرګه؛ ګډونوال د پښتنو د ستونزو حل لپاره د عملي مېکانیزم غوښتنه کوي

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري بلل شوې درې ورځنۍ جرګه لاهم دوام لري. دغه جرګه د پښتنو د اوسنیو سیمه‌ییزو او ملي ستونزو د څېړلو او د حل لپاره د عملي لارو د موندلو په موخه جوړه شوې ده.

جرګې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي ترڅنګ ګڼو سیاسي او قومي مشرانو ویناوې کړې دي. ویناوالو ویلي، په بلوچستان کې ناامنۍ د پښتنو پر ژوند او کاروبارونو منفي اغېز کړی او د سیمې سوداګري یې له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.
د جرګې ګډونوال ملک عنایت کاسی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، جرګه د پښتنو یو پخوانی دود دی او د دغه قوم ګڼې ستونزې په تاریخ کې د جرګو له لارې حل شوې دي. هغه وویل، د پښتنو تر ټولو لویه ستونزه ناامني ده؛ خو تر څنګ یې د کار، صنعت او د زده‌کړو فرصتونو کمښت هم جدي ستونزې دي.
د نوموړي په وینا، په بلوچستان کې د پښتنو په سیمو کې کافي فابریکې او صنعتي مرکزونه نه‌شته او اقتصادي او ښوونیزې اسانتیاوې په متوازن ډول نه‌دي وېشل شوې. ملک عنایت کاسی د چمن لارې تړل کېدو ته په اشارې وویل، چې د لارې اغېز یوازې پر چمن محدود نه‌دی؛ بلکې تر کراچۍ او نورو سیمو پورې د پښتنو پر سوداګرۍ او کوچنیو کاروبارونو اغېز کوي.
د هغه په وینا، د ډورنډ کرښې دواړه غاړو ته مېشت پښتانه د دغه وضعیت له امله زیانمن شوي او کوچني کاروباریان او بې‌وزله سوداګر تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي. کاسي وویل، د پښتنو ستونزې یوازې امنیتي او اقتصادي برخو کې نه‌دي؛ بلکې پښتني ژبه، تاریخ او کلتور هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د جرګې پرېکړې باید یوازې پر کاغذ پاتې نه‌شي؛ بلکې د عملي کولو لپاره یې واضح مېکانیزم جوړ شي. بل ګډونوال عصمت الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه جرګه د یوه سیاسي ګوند په کچه نه‌ده؛ بلکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر څار او کوربه‌توب لاندې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو، ټولنیزو ډلو، قومي مشرانو او د ټولنیزو رسنیو د فعالانو استازي په‌کې راټول شوي دي.
هغه وویل، ګډونوالو ته دنده ورکړل شوې چې د پښتونخوا د خلکو ستونزې وڅېړي، خپل وړاندیزونه وړاندې کړي او د هغو د حل لپاره عملي لارې پیدا کړي. عصمت الله ټینګار وکړ، چې د ستونزو د حل لپاره باید د جګړې او تاوتریخوالي پر ځای له خبرو اترو، ټولنیزو اړیکو او سیاسي لارو کار واخیستل شي.
د نوموړي په وینا، تمه ده چې د جرګې په پای کې اعلامیه خپره او د پرېکړو د عملي کولو لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شي. هغه وویل، دغه کمېټې به په سیاسي او حکومتي کچه له خلکو او اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.
عصمت الله زیاته کړه، چې په پښتونخوا کې ناامنۍ د سوداګرو پر کاروبارونو هم اغېز کړی، موټرونه سوځول شوي او سوداګري تر جدي رکود رسېدلې ده. هغه وویل، جرګه به له بلوڅو او د سیمې له نورو قومونو سره هم د ګډو ستونزو په اړه خبرې وکړي؛ څو د حل لپاره ګډه طرحه رامنځته شي.
د نوموړي په وینا، د لورلایي، دوکۍ، ژوب، شېراني، پښین، زیارت، سوي، عبدالله کلا او د بلوچستان د نورو پښتون مېشتو سیمو استازي هم په جرګه کې ګډون لري. د جرګې ګډونوال وایي، که د جرګې وړاندیزونه عملي او د پرېکړو لپاره منظم مېکانیزم جوړ شي؛ نو دا به د پښتنو د ګډو ستونزو د حل او د سیاسي او ټولنیزې همغږۍ لپاره مهم ګام وي.

ټرمپ وايي ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران ته باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي او ټینګار یې کړی چې ایران به «هېڅکله» اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي.

هغه ویلي، که ایران اټومي وسلې لرلې نو له هغې به یې ګټه اخیستې وای او د اسراییل په ګډون به د سیمې نور هېوادونه له جدي ګواښ سره مخ شوي وای. ټرمپ له فاکس‌نیوز سره په خبرو کې د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، بحرین او کویټ پر وړاندې د ایران بریدونو ته په اشارې ویلي، هغه د تهران له لوري دغه هېوادونو ته د بریدونو له پراخېدو حیران شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د دې لامل شوي چې ایران د سیمې د هېوادونو ملاتړ له لاسه ورکړي. ټرمپ همداراز ویلي، امریکا د کښتیو د تګ‌راتګ پر لار د ایران له‌خوا ښخ شوي ماینونه پاک کړي او اوس یې «بشپړ یا نږدې بشپړ کنټرول» په لاس کې دی.
هغه اټکل کړی، چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د تېلو بیې د پام وړ راټیټې شي. د امریکا ولسمشر د مرکې په یوه بله برخه کې پر هغه هېوادونو هم نیوکه کړې، چې امریکا یې د امنیت په ټینګښت کې رول لري.
ټرمپ سویلي کوریا د بېلګې په توګه یاده کړې او ویلي یې دي، چې سیول د ایران اړوندو اقداماتو کې د امریکا د ګډون غوښتنه نه‌ده منلې. هغه زیاته کړې، چې واشنګټن به دغه موضوع په راتلونکو اړیکو کې په پام کې ونیسي.

ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پرمهال او تر هغې وړاندې هم څو ځله ټینګار کړی و، چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه‌کړي او دا موضوع یې خپله «سره کرښه» بللې ده.

سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته د هغه حکومت د ۲۰۲۵کال په جون میاشت کې یو لړ عملیات ترسره کړل، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو لکه فردو، نطنز او اصفهان متمرکز وو.

وروسته د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په وروستیو کې د «حماسي قهر» په نوم لا پراخ عملیات پیل شول. د دغه عملیاتو اعلان شوې موخې د ایران د بالستیک توغندیو د وړتیاوو، سمندري ځواکونو، هوايي دفاع، نیابتي شبکو له‌منځه وړل او د اټومي پروګرام د پرمختګ مخنیوی بلل شوي وو.

ایران په ځواب کې پر خلیجي هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، بحرین او کویټ او همداراز په سیمه کې پر امریکايي اډو پراخ توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه کړي دي.

ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کې دغه بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د ایران له‌خوا د هغه ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو پراخېدل چې مخکې یې نسبتاً بې‌طرفه دریځ درلود، هغه حیران کړی دی. د نوموړي په باور، دغه بریدونه د ایران سیمه‌ییز ملاتړ کمزوری کړی دی.

امیر خان متقي: طالبان له امریکا سره د اړیکو عادي کېدل غواړي

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې د طالبانو حکومت له متحده ایالاتو سره د اړیکو عادي کېدل غواړي او له واشنګټنه یې غوښتي چې د طالبانو له ادارې سره له «تقابلي چلند» څخه لاس واخلي.

متقي د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دواړه لوري کولی شي خپلې اړیکې «د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ» تنظیم کړي.

دغه مرکه د شنبې په ورځ، د وږي په اوومه، خپره شوې ده. متقي ویلي چې طالبان اوس مهال له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکوي او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یې «وروستۍ موضوع» بللې، چې د هغه په وینا، اوسمهال بیړنی لومړیتوب نه لري.

هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د هغه څه په پام کې نیولو سره بیا وارزوي چې متقي یې د طالبانو واکمني بللې ده.

تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. لویدیځ هېوادونه د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو د کار مخنیوی او د بشري حقونو نور موارد له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو له مهمو خنډونو څخه ګڼي.

د سیمې هېوادونو هم، سره له دې چې له طالبانو سره یې اړیکې او همکارۍ پراخې کړې دي، تر اوسه د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبانو بیا له یو شمېر هېوادونو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې او د افغانستان د ځینو سفارتونو او قونسلګریو کنټرول یې په واک کې اخیستی دی.

متقي د نجونو د زده‌کړو د راتلونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، منځنیو او لوړو زده‌کړو ته د نجونو د بېرته ستنېدو لپاره کومه مشخصه نېټه وړاندې نه کړه.

هغه د مرکې په بله برخه کې د افغانستان او جاپان اړیکې «تاریخي او نږدې» وبللې او د جاپان له حکومته یې وغوښتل چې په توکیو کې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.

د متقي په وینا، د افغانستان سفارت د طالبانو د نویو ډیپلوماتانو د منلو پر سر د اختلافاتو له امله د روان لمریز کال د سلواغې په میاشت کې خپل فعالیت درولی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې له امریکا غوښتي وو چې د افغانستان د کانونو، بندونو او سړکونو په برخه کې پانګونه وکړي.

متقي له روسیې سره د طالبانو د پوځي او تخنیکي همکاریو د تړون په اړه ویلي چې د دغه تړون موخه د روسي جوړو شویو وسلو ترمیم او ساتنه ده.

هغه ټینګار کړی چې دا همکاري «د کوم ځانګړي هېواد پر ضد» نه ده. متقي د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د یوې پوښتنې له ځوابولو ډډه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان سره د اړیکو په اړه ویلي چې د طالبانو حکومت له اسلام‌اباد سره د اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي.

په بلوچستان کې د جبري لادرکه شویو کسانو د قضیو شمېر نږدې ۱۷زرو ته رسېدلی

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۱
100%

د بلوچستان د لادرکه شویو کسانو د مدافعې ډلې مشر نصرالله بلوڅ وایي، په دغه ایالت کې د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو د شاوخوا ۱۷زره کسانو د جبري ورکېدو قضیې له «وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز» بنسټ سره ثبت شوې دي.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د جبري لادرکه کېدو د قربانیانو نړۍواله ورځ په بلوچستان کې داسې حال کې نمانځل کېږي چې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ له سخت رواني فشار او وېرې سره مخ دي.
هغه وویل، «وایس فار بلوچ مسېنګ پرسنز» له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جبري ورکېدو د قربانیانو د کورنیو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه فعالیت کوي او سږکال یې هم د کوټې د مطبوعاتو دفتر مخې ته د اعتراض له لارې د یادې ورځې د نمانځلو تابیا کړې ده.
بلوڅ زیاته کړه، دوی اندېښنه لري چې پر اعتراض کوونکو امنیتي فشار زیات شي او یا یې پرضد قضیې ثبتې شي؛ خو د لادرکه شویو کسانو کورنۍ له دې سره، سره خپلې غوښتنې نه پرېږدي.
نوموړي د خپلې کورنۍ د یوه غړي مثال ورکړ او ویې ویل، چې د ده تره له ۲۰۰۱کال راهیسې ورک دی او د هغه د جبري ورکېدو ۲۵ کاله کېږي. نصرالله بلوڅ ادعا وکړه، چې د سلګونه هغه کسانو په اړه چې له کلونو راهیسې ورک دي د محکمې له لوري د وړاندې کولو امرونه هم صادر شوي؛ خو د ځینو قضیو له تېرېدو پنځه، اووه او یا تر دې د ډېرو کلونو له تېرېدو وروسته هم دغه امرونه نه‌دي عملي شوي.
د بلوچستان د لادرکه شویو کسانو د مدافعې ډلې مشر وایي، جبري ورکېدل یوازې د ورکېدو پر قرباني اغېز نه‌کوي؛ بلکې د هغوی پر کورنیو هم ژور رواني او مالي اغېز لري. د هغه په وینا، د کورنۍ ښځې، ماشومان او مور او پلار د اوږدې مودې لپاره د خپلو عزیزانو له ناروښانه برخلیک سره ژوند کوي. نوموړي وویل، ماشومان د خپلو پلرونو له حضور پرته لویېږي او په ځینو مواردو کې له زده‌کړو هم پاتې کېږي.
بلوڅ زیاته کړه، چې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ لاهمم هره ورځ د خپلو عزیزانو د بېرته راتګ په تمه وي او د دروازې هره درزا یا غږ ورته دا هیله پیدا کوي چې ښایي ورک شوی کس بېرته راغلی وي.
هغه وویل، د لادرکه شویو کسانو د کورنیو لپاره د اعتراض پنډغالي یوازې د احتجاج ځایونه نه‌دي؛ بلکې د خپلو عزیزانو د عکسونو په لیدلو سره د هغوی پخوانی درد او رواني فشار هم تازه کېږي.
نصرالله بلوڅ وایي، دوی داسې کورنۍ لیدلې چې د خپلو لادرکه شویو اولادونو عکسونه یې سینې ته نیولي او ژړلي یې دي او په ځینو مواردو کې د کورنۍ غړي، په ځانګړي ډول مېندې، د سختې رواني ضربې له امله بې‌هوښه شوې دي.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې د جبري ورکېدو د قضیو په اړه دې معلومات له کورنیو سره شریک شي، ورک شوي کسان دې محکمې ته وړاندې شي او یا دې د قانون له مخې د هغوی د برخلیک په اړه روښانه معلومات ورکړل شي.
بل لور ته د بلوچستان مدافع وکیل عمران بلوڅ وایي، د جبري لادرکۍ مسله سیاسي موضوع نه بلکې یو انساني ناورین دی چې زرګونه کورنۍ یې له کلونو راهیسې له درد او ناروښانه برخلیک سره مخ کړې دي.
عمران بلوڅ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په بلوچستان کې ډېرې داسې کورنۍ شته چې له لسګونه کلونو راهیسې د خپلو ورکو شویو عزیزانو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.
هغه وویل، د لادرکه کسانو کورنۍ هره ورځ له ذهني او رواني فشار سره مخ وي او د هغوی لپاره د کال ټولې ورځې د اندېښنې، درد او انتظار ورځې دي. نوموړي زیاته کړه: «داسې نه ده، چې دا کورنۍ یوازې د یادغونډو یا ځانګړو مناسبتونو پرمهال له ستونزو سره مخ وي؛ بلکې د دوی لپاره ټول کال له کړاو او بې‌باورۍ ډک وي».
عمران بلوڅ وویل، د جبري لادرکۍ موضوع باید د سیاسي سیالیو او ډلو ترمنځ د رقابت وسیله ونه ګرځول شي. هغه زیاته کړه: «لادرکه کسان د کوم سیاسي ګوند یا سازمان موضوع نه‌ده، دا یو انساني المیه ده. له بده مرغه، ځینې وختونه پر دې موضوع سیاست کېږي او بېلابېل لوري هڅه کوي ترې سیاسي ګټه پورته کړي».
عمران بلوڅ همداراز د لادرکه کسانو د قضیو د څېړنې په بهیر کې د لا ډېرو مسلکي او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه وکړه. د هغه په وینا، د لادرکه کسانو مسله جدي حقوقي او بشري موضوع ده او باید د قانوني او اداري لارو له مخې ورته رسېدنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې د جبري لادرکۍ ترڅنګ د محکمې له پرېکړې پرته وژنې هم د اندېښنې وړ موضوع ده او د قانون د حاکمیت لپاره باید د دغه قضیو روښانه او شفافه څېړنه وشي.

روغتیا نړیوال سازمان: په اوکراین کې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو شمېر له ۳۲۰۰ واوښت

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمانوايي، پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې د دغه هېواد پر روغتیايي مرکزونو ۳۲۰۵ بریدونه شوي چې له امله یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا زیانمنه شوې ده.

په اوکراین کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي یارنو هابېخت د جمعې په ورځ، د تازه شپنیو بریدونو وروسته، ویلي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د بشري مرستو پر زېرمتونونو ۲۰ بریدونه ثبت شوي چې له ډلې یې په ۱۳ زېرمتونونو کې طبي وسایل او درمل ساتل کېدل.

هابېخت ویلي، د جولای په میاشت کې په کییف او د اګست په میاشت کې په دنیپرو کې د روغتیا نړیوال سازمان پر زېرمتونونو بریدونو د پام وړ اندازه درمل او طبي وسایل له منځه وړي چې د شاوخوا ۲۲۵ زره کسانو د مرستې لپاره برابر شوي وو.

نوموړي زیاته کړې: «په دغو سختو او خطرناکو شرایطو کې هم د روغتیا نړیوال سازمان او شریکان یې د بشري مرستو رسولو، روغتیايي مشورو او د اوکراین د روغتیايي نظام د ملاتړ لړۍ روانه ساتلې ده.»

لېرې سیمو ته د روغتیايي مرستو رسول

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال له پیل راهیسې یې د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره په ګډه ۹ بشري کاروانونه او د ملګرو ملتونو ۲۲ ګډ کاروانونه لېرې او سخت‌رسېدونکو سیمو ته استولي دي.

د دغو کاروانونو له لارې تر ۵۰ ډېرو مېشت‌ځایونو ته درمل، طبي وسایل او نور روغتیايي توکي رسېدلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ په تېرو اتو میاشتو کې د اوکراین په اوو سیمو کې لومړنیو روغتیايي ټیمونو ۱۳ زره او ۱۳۰ روغتیايي مشورې ورکړې دي. همداراز، په هغو سیمو کې چې درملتونونه فعال نه دي، سږ کال شاوخوا ۲۸ زره او ۴۰۰ کسانو ته د عام استعمال درملو بستې وېشل شوې دي.

هابېخت وايي، دغه سازمان د اوکراین له ۳۰۰ څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو، په ګډون له لومړنیو روغتیايي مرکزونو، روغتونونو، لابراتوارونو او د ناروغانو د لنډمهاله انتقال له مرکزونو سره د طبي وسایلو او توکو په برابرولو کې مرسته کړې چې له لارې یې شاوخوا درې میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه تازه څېړنې پر بنسټ وايي، د اوکراین له څلورمې برخې څخه ډېرو ډاکټرانو او نرسانو د خپګان له اختلال سره ورته نښې ښودلې او له هرو پنځو روغتیايي کارکوونکو څخه یوه کې د اضطراب نښې لیدل شوې دي.

هابېخت ویلي: «زموږ دنده دا ده چې د هغو کسانو لپاره چې د خلکو مرسته کوي او ژوندونه ژغوري، د رواني ملاتړ اضافي لارې او وسایل برابر کړو.»

د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي کارکوونکو د رواني ملاتړ لپاره د امبولانس کارکوونکو په روزنیزو پروګرامونو کې د رواني لومړنۍ مرستې او له ځان سره د پاملرنې مهارتونه هم شامل کړي دي. د معلوماتو له مخې، له ۱۱ سیمو څخه تر ۴۰ ډېرو متخصصینو په دې روزنه کې ګډون کړی دی.

ملګري ملتونه: د مرستو پر زېرمتونونو بریدونه پراخېږي

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، د پنجشنبې له ورځې تر جمعې سهاره په اوکراین کې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۲ ملکي کسان وژل شوي او له ۶۵ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم ویلي چې د کییف په سیمه کې یې پر یوه زېرمتون برید شوی او بشري مرستې پکې له منځه تللې دي؛ هغه توکي چې د ژمي له رارسېدو مخکې د اړمنو خلکو د مرستې لپاره ساتل کېدل.

دوجاریک ویلي، دا بریدونه «د یوې پراخې لړۍ برخه» دي او یوازې په روانه میاشت کې په اوکراین کې د بشري مرستو اړوند لږ تر لږه شپږ زېرمتونونه د بریدونو له امله زیانمن شوي دي.

هغه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوتېرېش غوښتنه تکرار کړې چې په اوکراین کې دې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره بېړني ګامونه واخیستل شي او په پایله کې دې سمدستي، بشپړ او بې‌قیدوشرطه اوربند رامنځته شي.